د پاک خدای ج په نامه!
زموږ ځوانی پیغلی او د خارجیانو دفترونه
زموږ د ټولنی زیاتره خلک بیسواده دی، په خاصه توګه ښځی؛ چی بغیر له ځنو لویو ښارونو څخه نور په ټولو ولایاتو کی نجونی مکتب ته د تللو اجازه نه لری، په ځانګړی توګه په پښتون میشتو سیمو کی. که څه هم چی د کرزی په دوره کی د شمال ولایتونه تر ډیره بریده اوس ښه شوی او راتلونکو څو کلونو کی به د دوی سیلاب د افغانستان هره اداره، پوهنتون، مدرسه او نور ارګانونه ونیسی. پدی زمانه کی چی بی علمه ژوند د ړانده سړی حیثیت لری، خو بیا هم ډیری کورنی یا خو ندی توانیدلی او یا هم نه غواړی چی خپل بچی د سواد په زیور ملبس کړی. دا یوه تاریخی تیر وتنه ده چی بیا هیڅکله هم نشی جبران کیدای.
خو له بلی خوا ځنی کورنی بیا ددی پرځای چی د خپل اولاد اخلاق، سر نویشت، راتلونکی او خپل دینی او کلتوری مسؤلیت ته پام واړوی، یوازی د پیسو په فکر کی شی، او خپلی تنکی ځوانی نجونی د خارجیانو په دفتر کی د سکرتر یا ...... په نامه څوکیو کی په دندو ګماری. دا خبره هر افغان او ان چی خپله هغه نجلی ته معلومه ده چی پدی مؤسسو کی د دندی اخیستلو معیار څه شی؟. ډیری هغه بهر میشتی افغانان چی په بهر کی له اقتصادی مشکلاتو سره مخامخ وی دی کار ته زیاته لیوالتیا ښیی چی لوڼی او زامن یی په افغانستان کی کار وکړی. او خپلی لوڼی د خارجیانو سره افغانستان ته رالیږی. او بل هم هغه پست فطرته افغانان دی چی د مهاجرت په دور کی یی خپل هویت خپل کلتور او خپل دین هر څه هیر کړی دی، او نن چی بیرته افغانستان ته راغلی نه اسلام پیژنی نه کفر، نه حلال او نه حرام. زه پدی لیکنه کی زما عرتمند مهاجر بی عزته کول نه غواړم، بلکه هغه چی خپل کلتور یی هیر کړی. زموږ د هیواد په دننه کی هم داسی ځنی کورنی پیدا کیږی چی دی کارونو ته زړه ښه کوی.
زما د یو خپلوان په ژبه چی په یو دفتر کی یی کار کاوه ویل یی: ځنی افغانی جینکی پداسی یو فیشنی او نازک لباس په نوی ماډل موټر کی دندی ته راځی چی ته به وایی د امریکا د ولسمشر لور ده او په نیویارک کی دفتر لری.
ای خلکو! د خدای پار دی، لږ د هغه خویندو خیال وساتی چی ستاسو د عمل په خاطر هغوی د څلورو دیوالو شاته تړلی پاته دی. لږ تاسو خدای ته رجوع وکړی تر څو د هغوی کورنی هم د هغوی تعلیم او تحصیل ته زړه ښه کړی، لږ په ځان کی اسلامی اخلاق را پیداکړی، تر څو د نورو لپاره د نمونی په توګه وړاندی شی. داسی مه کوی چی هم تاسو ستاسو د خپلو اعمالو په وسیله د تور دوزخ کندی ته لاهو شی، او هم ستاسو د دی بد کردار له امله په میلیونونو جینکی بیسواده او در په دره ژوند تیر کړی.
ومن الله التوفیق
لیمه وردګ