د پاک خدای ج په نامه

د پوډری سړی د ښځی ژوند

د پوډری سړی اعصاب  همیشهخراب او په ډیره وړه خبره سخت په غوسه کیږی ، په خپل ژوند هیڅ نه پوهیږی ټوله ورځ د خپلو نیشو په فکر کی غرق وی. او د خپلی ښځی او ماشومانو سره هیڅ ښه چلند نکوی. او ښځه یی د خپل ژوند نه ناامیده او د همځولو په مینځ کی یی سر ټیټ وی. هر څوک ورته په سپکه سترګه ګوری، ځکه چی میړه یی پوډری وی، اولادونه یی د هر چا لخوا د پوډری د زوی په نوم یادول کیږی، او هیڅوک پری باور نه کوی او ټولی کورنی ته دغلو په سترګه ګوری. ددی تر ځنګ د پوډری میرمن مجبوره ده چی دځان او داولاد لپاره د نورو خلکو په کورنو کی کار وکړی او د هغوی مهنت په ځان واخلی، تر څو د اولاد لپاره یو څه پیدا کړی. پوډری سړی د خپل اولاد سره هم بده رویه کوی، په کور کی پیسی نه وی،ښځه او ماشومان  ټول باید کار وکړی، ځکه چی پوډری سړی د کار حوصله نلری، او ټولی پیسی په پوډرو ورکوی. د پوډری سړی هیڅوک نه خوښیږی ځکه دخپلو خپلوانو سره ښی اړیکی نه لری.او همیشه کوښښ کوی چی د خپلو نیشو سره وی، د اولاد اوښځی په غم کی هم نه وی، د خپل اولاد تعلیم او تربیی ته هیڅ پاملرنه نکوی، همدا وجهه ده چی اولاد یی هم بی لاری کیږی. یا په غلاؤ یا د پلار په شان په پوډرو اخته کیږی، مکتب او ښونځی تری پاته وی.

خدای ج د وکړی چی دا بد عمل ټغر زموږ د ټولنی څخه ډیر زر ټول شی، او خلک د هوسا ژوند څښتنان شی.

هغه خویندی وروڼه چی خپله او یا یی هم خپلوان پدی مرض اخته وی، کولای شی د ځانګړو روغتونونو سره اړیکی ونیسی تر څو لدی مصیبت څخه خلاص شی.

 

درنښت

لیمه وردګ