د لوی څښتن په پاک نامه
یتیم او د هغه د بی لاری کیدو لاملونه
د تیرو شاوخوا دیرشو کلنو کورنی جګړی او بیلابیلو نظامونو راتګ زموږ ټولنی ته په زرګونو څه بلکه په ملیونونو یتیمان په سوغات کی راوړی دی، او په لکونو کورنی یی د ویر په ټغر کینولی دی. ډیری میندی بوری شوی، ډیری خویندی وره ری شوی دی. او ډیری ناوی په سرو لاسونو کونډی شوی دی.
که پدی خبره وکړو چی، ولی؟، خو دا یی ځای ندی، هر چا چی هر څه کړی خدای ج د ورسره پوه شی. خو کومه خبره چی زه غواړم ستاسو سره یی شریکه کړم هغه دا ده چی څنګه هغه بی پلاره زامن یا یتیمان زموږ په پښتنی ټولنه کی بیلاری کیږی. بیلابیل لاملونه شته چی زموږ د ټولنی زیاتره ماشومان د هغه له مخی په بی لاریو مخه کوی. غواړم دلته یی ستاسو سره په لاندی ترتیب شریک کړم:
۱- په ټوله کی د پښتنی ټولنی پلرونه د خپلو اولادونو د سالمی روزنی لپاره ښه او مشخص پلان نلری. (پیش امد خوش امد)
۲- زموږ په ټولنه کی میندی هم یا د بیسوادی له امله یا خو هم د بی غوری له مخی خپل اولاد تربیی ته ښه پاملرنه نه کوی.
۳- د کورنی نظام د ساتلو لپاره یوه دیکتاتوری نظام چلول کیږی چی دا پخپل ذات کی د ماشومانو د ذهنی رشد د پرمختګ کلک مانع ګرځی. چی له مخی یی هلکان د ژونده زړه توری او خپل سریو ته په پټه مخه کوی
۴- د کورنی هر غړی د کورنی په ماشومانو لاس پورته کوی او تهدیوی یی، او یا خو هم د هر کار د کولو لپاره په ماشوماو باندی غږ کوی. ( ورشه دا کار وکړه، ورشه هغه کار وکړه....). چی بالاخره د هلک د خستګی او شدید عکس العمل ښودلو سبب کیږی
دا هغه لاملونه ؤ چی په یوه مکمله کورنی کی د هلکانو د بی لاریو سبب ګرځی، لدی نه علاوه کچیری په یوه کورنی کی یتیم ماشوم یا ماشومان وی د هغوی د بی لاریو لاملونه هم په لاندی ډول بیانیږی:
۵- په کورنی کی هر څوک د یتیم د بی لاریو مخه نه نیسی، ( د شفقت له مخی) چی پدی اساس یتیم ماشوم د هر ګناه د کولو لپاره جرأت کوی، پداسی حال کی چی د کورنی هیڅوک یی مخه هم نه نیسی.
۶- د یتیم ماشوم مور د کورنی د نورو غړو نصیحت و خپل زوی ته یی هم نه شی تحمل کولای، او د هغوی د نصیحت د عکس العمل پخاطر د خپل یتیم زوی/لور تر غوږ داسی خبری رسوی چی ګواکی نوموړی کس زما پر یتیم حکمرانی کوی. پدی اساس یتیم ماشوم هم له نوموړی کس سره عقده اخلی.
۷- دا چی پر یتیمانو باندی عاطفه بی حده زیاته شی، نو په کلی کور کی هم څوک د هغه د نصیحت یا لار ښونی جرأت نه کوی. چی پدی اساس د یتیم ماشوم جرأت په بیلاریو کی لا پسی زیاتیږی.
۸- او اخری ډیر مهمه خبره داده چی: په ځنو ظالمو کورنیو کی پر یتیمانو باندی بی حده ظلم او یا دکار زیاتی کیږی، چی ددی په اساس د یتیم احساسات خرابیږی. هغوی نا امیده کیږی، او هیڅکله هم د خپل ژوند لپاره فکر نشی کولای، چی په نتیجه کی یو بی ثمره انسان به تری جوړ شی. ( بی ثمره انسان پخپل ذات کی یو بی لاری انسان کیدای شی)
خدای ج د وکړی چر هره کورنی په خاصه توګه د کورنی مشر، پورته یادو شویو ټکو ته په کلکه پاملرنه وکړی.
ستاسو د سوکاله او آرمه پرمختللی کورنی په هیله!
د سیالو سیال او په همځولو کی سر لوړی اوسی!
لیمه وردګ