Afghanistan Aryana
په اروپا کې له میشتو پښتنو څخه یوه جدي هیله:
اروپا ته د ډیرو هیوادو مهاجر راغلي چې پدې ډله کې ترکان او پاکستانیان تر نورو پخوا راغلي. ترکان خو په تجارتې برخه او کار او بار کې کې تر ټولو مخکې دي، پاکستانیان هم همداسې در واخله.
پدې مهاجرو کې د ایران څخه هم راغلي ایرانیان دي چې اکثریت ایرانیان اروپا ته له راتګ وروسته هر ډول تکلیف په ځان ګالي خو چې په هر عمر کې وي اول ژبه زده کوي بیا یوه علمي رشته ځان ته ټاکې او ډیر کله د دکتورا تر کچې زدکړې کوي. چې بیا په همدغه هیوادو یا نورو بهرنیو موسساتو کې په ډیرو لوړو معاشونو او لوړو څوکیو کار کوي.
خو زمونږ اکثره پښتانه چې دلته راشي اول ژبه سمه نه زده کوي چې ګوډه ماته ژبه زده کړي بیا شاقه کارو ته تمبه شي، لس کاله وروسته هیله ټکسي وان ترې جوړ شي یا د کوم پنجابې سره په دکان کې مزدور وي.
په عین وقت کې د پښتنو فامیلونه په پښتونخوا او افغانستان کې خولې خلاصې او سترګې پتې نیولې وي او شله وي چې را ولیږه، ډیر ځله فامیلونه هلته په پیسو تربګنت کوي او دغه خوار پښتون په اروپا کې نه شپه لري او نه ورځ. په همدې حالاتو کې واده هم ورته وکړٍي، چې د ښځې غوښتل او په ځای کول هم بل جنجال وي.
البته زما هدف دادی چې کله څوک دلته راشي چې هره خشره کاري وکړي پروا نه لرې خو د څنګ سره یې د خامخا په یوه علمې رشته کې ځان ورسوي، یو فاکولته چې پنځه کاله کې خلاصیږي ، لس کالو کې یې د خلاصه کړي خو یو څه د وکړې.
لوښي مینځل، ټکسې وانې، پیزه وړل......هیڅ یو بد کار نه دی، خو بد کار دادی چې ټول عمر سړی پدې کار کې پاتې شي.
زما هیله داده چې پښتانه هم لکه ایرانیان لومړی ژبه زده کړي او وروسته په یوه علمي رشته کې ځان ورسوي. تر څو په راتونکې کې سوکاله او آرامه ژوند ولري. او لر او بر وطن په آبادولو کې پراخه ونډه ولري