د کیوبا د هیواد په اړه معلومات
د کیوبا شمال ته د امریکا متحده ایالتونه او د بهاما ټاپوګان، جنوب ته یی د جمیکا ټاپو، ختیځ ته یی د هایتی ټاپو او لویدیځ ته یی د مکسیکو هیواد پروت دی. پلازمینه یی د هاوانا ښار دی، ٪۷۰ خلک یی په ښارونو کی ژوند کوی، نژاد یی هسپانوی او افرقیایی دی، ٪۲۹ ځمکه یی د کرنی وړده، ٪۹۶ خلک یی لوستی دی، پولی واحد یی پیسو دی ،
۱- سوال: د کیوبا هیواد په کوم ځای کی پروت دی؟
ځواب: د امریکا د لویی وچی په منځنی برخه کی پروت دی.
۲- سوال: د استوایی ځنګلونو څخه ډک غرونه د کیوبا په کومه سیمه کی پروته دی؟
ځواب: له ځنګلونو څخه ډک غرونه یی چی عموما په جنوب لویدیځو سیمو کی پراته دی چی ډیر شهرت لری.
۳- سوال: په کیوبا کی کومه ژبه او مذهب رواج دی؟
ځواب: ژبه یی هسپانوی او مذهب د کاتو لیک مذهب په رواج دی.
۴- سوال: د کیوبا صادرات کوم شیان دی؟
ځواب: د کیوبا هیواد ۷۵٪ صادرات یی بوره، کبان، تنباکو، د غویی غوښه، قهوه، نکل او داسی نور دی.
۵- سوال: هاوانا په کوم کال کی د انګریزانو لاس ته ورغی؟
ځواب: د ۱۸ اتلسمی پیړی په منځ کی د هاوانا ښار د انګریزانو لاسه ته ورغی.
۶- سوال: کیوبا په کوم کال کی خپلواکی تر لاسه کړه؟
ځواب: په کال (۱۹۰۲م) کی د استعمار چپانو پرضد له اوږدی جګړی څخه وروسته دی هیواد خپله خپلکواکی تر لاسه کړه.
۷- سوال: د لیبرا د غره مشهوره څوکه څه نومیږی او څومره لوړوالی لری؟
ځواب: د لیبرا د غره لوړه څوکه تورکینو نومیږی او ۱۹۹۴ متره لوړوالی لری.
لیمه وردګ