ژوند لوړې ژورې لري، موږ باید د خپل ځان او هم بچیانو د روښانه راتلونکې په لور روان شو. یوازې په غمونو، انګولاو او فریادونو زموږ درد نه دوا کیږي.
لوڅي پښي ګریوان شکیدلی یوانسان دی
نه یې پیژنم خوځوي دیوافغان دی
داشوکاری خرین مخ ته یې څی ګوري
دی په ګیډه وږی ناست غم یې دځان دی
چاودي پوندي ان دلاس زخمونه یې ښکاري
غم لړلی جنګ وهلی پریشان دی
خپل وطن کې بی وطنه مهاجرشو
دژوند پیټی یې په لاس کې اوس حیران دی
چا ته خلاصه کړی دغم غوټه ای خلکو
کوڼ او ړوند ته په ژړا هم په فغان دی
دواړه سترګي یې له اوښکو ډکي پکي
دی دحق خبري کاندی په ایمان دی
نه به وچی شی دا اوښکي د دي سترګو
ترهغو څی دجګړی دلته مکان دی
ګریوان :امرالدین سرحد