د پیرو د هیواد په اړه معلومات
د پیرو څلور خواوی
شمال ته یی اکوادور او کلمبیا، ختیځ ته یی بولیویا او برازیل، جنوب ته یی د چلی هیواد او لویدیځ ته یی د الکاهل سمندرپراته دی.
په پیرو کی ډیر پراخه ځنګلونه شته چی د هیواد نیمایی برخه یی نیولی ده.
هوا یی په لوړو سیمو کی معتدله او په نورو برخو کی توده او مرطوبه ده.
د کاتولیک د دین پیروان دی، رسمی ژبه یی هسپانوی ده، پلازمینه یی د لیما ښار دی.
مالوچ، ګنی، قهوه، اوجوار یی د کرهڼی مهم توکی دی.
۷۹٪ خلک یی لوستی دی.
۱- سوال: د اینکا د تمدن په باره کی خپل معلومات ووایاست؟
ځواب: د امریکا له کشف څخه مخکی پیرو د یو لوی تمدن مرکزو،چی د اینکا په نامه مشهورو، د اینکا سورپوستکوقبایلو په دی هیواد کی لویه امپراتوری جوړه کړه،د بولیویا او اکوادورډیری سیمی او همدانګه ارجنتاین،کولمبیا او چلی یی تر لاس لاندی شوه دوی د معماری او صنعت په برخه کی ډیره وده کړی وه.
۲- سوال: پیرو په کوم کال کی خپلواکی تر لاسه کړه؟
ځواب: پیرو په (۱۸۲۴م) کال کی د خپلواکی غوښتونکی د ډیروهلوځلو څخه وروسته خپلواکی تر لاسه کړه .
۳- سوال: پیرو څومره پراخوالی لری او چیرته پرته ده؟
ځواب: پیرو (۲۷۹۶۰۰۰) کیلو متره مربع پراخوالی لری، او د جنوبی امریکا په لویدیځ د الکاهل سمندرپه څنډه کی پروت هیواد دی.
۴- سوال: د کوم سیند دریمه برخه په پیرو کی بهیږی؟
ځواب: د امازون د سیند یوه برخه د پیروپه خاوره کی بهیږی.
لیمه وردګ