اسلام علیکم  درنو لوستونکو

د ښځو تعلیم او زده کړه د هرې ټولنې لپاره په لمړیو کې یو ډیر لوی کار او د نه منلو وړ خبره بلل شویده. ددې خبرې دلیل یوازې افغانستان یا اسلامي نړۍ نه بلکه اوروپا، امریکا او د جاپان هیوادونو په څیر زیاتره ټولنې ددې کار سره په پیل کې مخالفت ښودلی دی.

خو بریالیتوب د هغه چاپه برخه دی چې په ژوند کې ېې د بدلونو لپاره خپل ځان، فکر، چاپیریال، او کارځای ډیر زر برابر کړی دی.

د بیلګې په توګه : په جاپان کې د یوې پیړۍ نه لږه موده وړاندې ښځو ته اجازه نه وه چې نارینه و ته مخ ښکاره کړي، په کور کې د نارینه و سره جنګ وکړي، تعلیم وکړي، او یا داچې د نورو نارینه و سره یو ځای کار وکړي. حتی د کوژدې کولو لپاره هم د هغه مخ ته کتل روا نه وو، بلکه یوازې د ښځې د ویښتو (کوڅیو) څخه به ېې خپل قضاوت کوو، د ویښتو دیروالی، پاکولای او اوږدوالی د ښځې د هوښیارۍ، صلیقې او نورو ښو صفتونو څرګندوی و.

مګر کله چې جاپان د امریکا پواسطه مات او اشغال شو نو د امریکا په زور سره  د جاپان په لویو ښارونو کې د نجونو لپاره ښونځي جوړ شول، ښځو ته په سرک جوړولو، باغ جوړولو، فابریکو، او نورو صنعتي کارونو کې د کار کولو لپاره جبري پروګرامونه په لار واچول شول. چې دادی نن په جاپان کې هره میرمن باسواده ده، حتی ویلی شو چې هره جاپانۍ ښځه د یو بل هیواد د نارینه څخه هم زیات کار کوي، او په همدې توګه جاپان دومره شهرت ته رسیدلی دی. جاپان هیڅ نلري، یوازې تکنالوژي لري او بس.

همدا شان په مالیزیا او ځنو اسلامي هیوادونو کې د ښځو په وړاندې سخت دریځ وجود درلود، چې هر یو د لږ یا زیات وخت په تیریدو سره له منځه تللي دي.

د مالیزیا مسلمانانو ولې ښځو ته د کار کولو هڅه پیل کړه؟

په مالیزیا کې معمولا دری ډوله خلک ژوند کوي:

۱- مالي (اصیل مالیزیايي)،

۲- چینايي (د انګریزي استعمار معدنچیان)،

۳- هندي.

پدې دریو ډلو کې مالي خلک ېې مسلمان او له نورو دوه ډلو څخه ېې ډیر کم مسلمان نور په خپلو دینونو باندې معتقد دي. د مالیزیا هیواد مسلمانانو د خپل ځان د ځواکمنۍ او د هیواد د هویت او دین د خویندیتوب لپاره لازمه وبلله چې ددې دوه کفري ډلو څخه باید د خپل هیواد سیاسي، اقتصادي، کلتوري او  خلاصه د ژوند په هره برخه کې ډیر پرمخ تللي وي. نو دا یو اصلي دلیل و چې مالیزیايي مسلمانانو (نارینه او ښځینه) د اسلام په چوکاټ کې د ژوند د پرمختګ لپاره مټې بډ وهلې، او دادی تر نن ورځې پورې ېې د خپل هیواد هویت د اسلامي هیواد په نوم او خپل پرمختګ د کفري ډلو په پرتله تر دې دمه لوړ ساتلی دی.

ولې مصریانو او لیبيي خلکو ښځو ته د تعلیم اجازه ورکړه؟

 

مصر د اسلامي نړۍ د تر ټولو لوی اسلامي پوهنتون کوربه، د اسلامي علماو د روزنې زانګو. د اخوان المسلمین مرکز او د زوکړې ځای. 

د مصر اسلامي هیواد د نورو عربي هیوادونو په څیر د تیلو پریمانه ذخیرې نلري، له بلې خوا دا هیواد هم د ناقلینو عربانو، تور پوستو افریقایانو او ګډ (عربي- افریقايي) نسلونو خاوند هیواد دی. ددې پخاطر چې پدې هیواد کې شته قومونه یو له بل سره سیالي وکړي، نو هر قوم هرې طبقې غوښتل چې څنګه تر خپل سیال یو قدم مخکې شي. له بلې خوا ټولنیزو ادارو هم د مصریانو د ژوند د شرایطو د بدلون لپاره مرسته ورسره کوله تر څو عربان د خپل کوچیاني ژوند څخه و ښاري ژوند ته را وګرځوي، او دا د مصر د جیو پولي ټیکس موقعیت غوښتنه هم وه. نو ځکه هر مسلمان او غیر مسلمان مصري کوشش کاوه خپله کورنۍ او خپل خپلوان د تعلیم په وسله سمبال کړي.

ښکاره خبره ده چې د پورته یادو هیوادونو کې د ښځو د تعلیم پروسه داسې ساده نده بریالۍ شوې لکه څنګه چې ما دلته ورته اشاره وکړه، بلکه ډیرې لوړې ژورې پکې راغلي دي. او موږ هم باید د افغانستان بیا په ځانګړې توګه په پښتني ټولنه کې د سمدستي بدلون توقع ونلرو. بلکه یوازې دې ټکي ته مو پام وي چې دا نوې پدیده په څه ډول د خپل کلتور او خپل مذهب سره عیاره کړو، څنګه د خلکو ذهنیت ددې د منلو لپاره چمتو کړو، څنګه کولای شو د ټولنې نارینه قشر پدې پوه کړو چې د ښځو تعلیم او تعلم د ټولنې د ځنو ناخوالو د له منځه وړلو حل کیدای شي او داسې نور.

هیڅ سالم عقل دا نه مني چې افغانستان به تر ابده د ښځو پر حقونو سترګې پټې ساتي.

پوښتنه داده چې ښځې خو به حقوق تر لاسه کړي (نن یا سبا)، یا د مسلمان په لاس د اسلام سره برابر، او یا د کفارو په ملاتړ ولې د کفارو د معیارونو سره برابر؛ خو موږ  ېې کوم یو غواړو؟ او د خپلې غوښتنې لپاره څه کوو؟، او نور څه کول پکار دي؟

الحمد لله موږ مسلمانان یو، غواړو چې ښځې مو هم د اسلام د اصولو سره برابر حقونه ولري. راځئ چې هغوی ته د اسلام د ارشاداتو سره سم حقونه ورکړو، راځئ دا د حقونو راکړه ورکړه د کورنۍ له دایرې را وباسو په اسلامي اسلوبو د خپل ناپوه ورور او خور لاس نیوی وکړو. راځئ داسې یو نوښت باندې فکر وکړو چې هغه سل په سلو کې د خپلې ټولنې د افکارو او کلتور سره برابر وي، لکه قاری صاحب فدامحمد چې کړیدی . راځئ د کلي او ولس له سپین ږیرو وغواړو چې د نجونو د اسلامي ښونځیو په پرانستلو او عامولو کې مرسته راسره وکړي.

 

د آزاد سر لوړي او سوکاله اسلامي افغانستان په هیله

 

وردګ