سلام علیکم عزتمندو مسلمانو هیوادوالو
د عربي نړۍ چې اوس اوس ېې د پرمختګ تمدن او د ټولنې د پرمختیا او اقتصادي او ټولنیزې ودې په لور مخ اړولی دی، دوی د د ټولې نړۍ د پام وړ ګرځیدلي دي.
که څه هم پدې وروسته پاتې ټولنو کې ځنې هیوادونه لکه مصر، لیبیا، اردن، سوریه، لبنان، مراکش او نورو له پخوا ځنې بنسټیز او اساسي کارونو ته پام اړولی و، او په ژوند کې یې ډیر بدلونونه راغلي هم دي. خو له 2000 م زیږدیز کال وروسته د اسلامي نړۍ پدې وروسته پاتې او هغه د چا خبره عقب ګرا ټولنو کې هم د نورو اسلامي هیوادونو لکه مالیزیا، اندونیزیا او نورو اسلامي هیوادونو په څیر چې له پخوا ېې د ژوند سمون او بدلون ته لاس اچولی و، ورته اقداماتو ته لاس واچاوه.
دوی نن پوهنتون لري، دوی نن غواړې د خارجي انجینرانو، ډاکترانو، مدیرانو او نورو کارکونکو پرځای خپل خلک په کار و ګماري. د خپل هیواد هر څه خپله سمبال کړي، او د خپلو خلکو لپاره د ژوند سهولتونه برابر کړي.
خو له بده مرغه چې زموږ ټولنه په ځانګړې توګه پښتني ټولنه لاهم د دیارلسمې پیړۍ په فکرونو کې غرق دي. موږ اوس هم ښځه په کور تړلې غوره ګڼو، موږ د ښځې تعلیم ته په بده سترګه ګورو، موږ د ښځې څخه خلاصه یو قران شریف جوړ کړی چې باید په څو جلده کې د ننه واچول شي او چیرته خوندي کښیودل شي.
دلته د عربي هیوادونو او پښتنې ټولنې توپیر ته چې د ښځې او کار په اړه ېې لري ستاسو پام را اړوو.
د سعودي عربستان په ښځینه روغتون کې نرسانې
عرب استاده د وړکتون ښونکې
فلسطیني نجونې د ښونځي په لور
په غزه کې ماشومان (د ځای د نشتون له کبله یوځای) درس وايي
په غزه کې زده کونکې د سپورتي تمرین په حال کې
د اردن هیواد ښځینه پولیس
عراقي ښځینه پوځیان
عربي (اردن) پولیسه د دندې پر مهال
لبناني ښځینه پولیسې
بیا هم لبناني پولیسې
عرب ښځینه پولیسې د تمرین پرمهال
راځئ د خپلو افغان میرمنو او د هغوی په اړه زموږ د ټولنې اندونه په انځورو کې وګورو:
افغاني روغتون (افغاني ډاکتراني)
ښځینه ناروغ (افغاني روغتون)
د افغان ښځینه ډاکټرانو (داييانو) ټرینینګ
افغان نارینه ډاکټر او ښځینه ناروغان
افغان ښځینه پولیسانې
افغان ښځینه پولیس
ښځینه پولیسې د ښځو د تلاشۍ پرمهال
افغان پولیسه د ښځو د تلاشۍ پرمهال
افغان نجونې په ښونځي کې
دا و هغه راپور چې د ګوګل په مرسته مو تاسو ته برابر کړ، موږ یوازې د خپلو خلکو مفکوره په انځوریزه بڼه تاسو ته وړاندې کړه.
قضاوت پرتاسو!
د بدلون لپاره نن هم ناوخته ندی.
درنښت