د عربي نړۍ چې د عربو عیسوي سندغاړو لکه نانسي عجرم (کاتولیک) او وهبه (عیسوۍ) او دا شان نورې نړیوالې پیژندل شوې څیرې چې د اسلام او عربي نړۍ انځور ېې تر ډیره پیکه کړی و. د دوی په وړاندې نن مسلمان سندرغاړي ډیر لیدونکي او اوریدونکي لري.

د سمیع یوسف  مصري بریتانوي سره خو به ټول اشنا یی. نن درته یو بل مشهور سندرغاړی در بیژنو، چې ډیرې په زړه پورې سندرې د ډیر خواږه غږ، ښه کمپوز او له معنی څخه ډک (انګلیسي او عربي ګډ) شعرونو په انتخابولو سره ېې خپل مینوال زیات او آن چې ځان ېې په نړیواله څیره بدل کړ.

 

ماهر زین لبناني سویډني دی، چې د R&B سندرو کمپوزونکي او ویونکی دی.

 

نن دلته د ښاغلي ماهر یوه سندره چې د واده په اړه ېې ویلي ده ستاسو قدرمنو سره شریکوو. ددې سندرې په ویډیو کې د اندونیزیا اسلامي هیواد د واده او نکاح مراسم او د ناوې او زوم جامې، او نور په زړه پورې توکي په ځای شویدي.

 

هیله ده ستاسو به خوښ شي.

 

پدې هیله چې زموږ سندرغاړي هم ښه با مفهومه شعرونه د خپلو سندرو لپاره وټاکي