په کور کې ناسته د ظالم د ښکار مرغــــــۍ یم
تل په تیارو کې را لو شوې قرباني د ناپوهۍ یم

په تورو شپو کې ښایسته لکه سپـــــوږ مــۍ یم
د الوتو لاره مې نشته پاته شوې د ټو لـــــۍ یم

د شپې خیالو کې زه په تمه د ښونځــــــۍ یــم
ورځې بیا د کور کارو کی زه ستومانه لیونۍ یم

په خـــوب کې وینم چې یو ښکلې شهزادګۍ یم
که څـــوک را پوه شي زه ځانګړې نیکمرغۍ یم

خو تل زه اورم چې نادانه اوکم عقله یونجلۍ یم
زه ملامته نه یم زه پاته شوې د ښو نځـــۍ یم

که ما کړئ پوه زه به تل ستاسو پوهه لورکۍ یم
تل زه د مینې انسانیت اوخوشحالۍ یوه نړۍ یم

ما کړئ ازاده زه ښایسته ښکلــــــې نجلـــۍ یم
زرغونه وایي ستا له درده سودایي او لیو نۍ یم
( زرغونی لودین لخوا )