ذهني پياوړتيا )هوښیاري)

ژباړه او زياتونې: فريد اكرمي

ډېر وخت داسي پېښېږي چې سهار د كور څخه د راوتلو پر مهال مو د دوكان، موټر يا موټرسايكل كيلۍ، موبائيل او يا هم نور ضروري شيان په كور كې هېر شوي وي. دا د اندېښنې وړ خبره نه ده، او د كومې خاصې دماغي ناروغۍ (عصبي تکلیف) نښه هم نه شي كېدلاى، ځكه هر انسان لږ څه هېره لري او بعضي وخت ناپامه داسي پېښه شي.

خو لكه څنګه چې د انسان عمر زياتېږي، نو يې دماغي ظرفيت (د په یاد ساتلو وړتیا) د نوو پیښو په ثبتولو، د زړو پیښو یا درسونو په یاد ساتلو او نورو ذهني فعاليتونو په تر سره كولو كې سستوالى راځي. د دې لپاره چې دماغ مو سالم ساتلى وي، او د ښه ذهن درلودونكي واوسو، نو څه كول په كار دي؟

د ذهن د پياوړتيا لپاره بايد كومې لارې چارې په كار واچول شي؟

د دغو او دې ته ورته د نورو پوښتنو ځوابونه به هم دلته تر لاسه كړئ.

دماغ او خواړه: دا معلومه خبره ده چې سالم عقل په سالم بدن كې وي، او د سالم بدن د درلودلو لپاره بايد سالم خواړه وخوړل شي. د ښه دماغ درلودلو لپاره په كار ده چې د هغو خوړو څخه ډډه وكړو چې په ډېر وخت كې هضم كېږي – یعنې باید نرم او زر هضمیدونکي خواړه وخورو. هغه خواړه چې په ډېر وخت جذبېږي، د انسان د دماغ ساينفس (Synapse) كمزورى كوي. ساينفس هغه جوړښت ته ويل كېږي چې د يوې عصبي رشتې (نيرون) الكترونيكي او يا هم كېمياوي سيګنالونه نورو حجرو ته رسوي. دا جوړښت د شيانو د خطراتو او ياداښتونو په ساتلو كې خورا د پام وړ رول لري. د دغه جوړښت (ساینفس) د سالم ساتلو لپاره د غوړو تېزابو (fatty acids) لرونكو خوړو څخه بايد استفاده وشي، چې په ماهيانو، چارمغزو او كيوي غوندي تروشو مېوو كې پيدا كېږي.

ورزش: زياتو علمي څېړنو ښودلې چې ورزش د زياتو دماغي ناروغيو د مخنيوي سبب كېدلاى شي، او د انسان عصبي سيسټم ژور او سالم فكر كولو ته چمتو كوي. ورزش مستقيمًا د انسان پر عصبي رشتو اغېز كوي او د قوي كېدو لامل يې ګرځي.

دماغي بوختيا: څومره چې ذهن غيرفعال وساتل شي، په هماغه اندازه يې وړتيا كمېږي او كمزورى كېږي. انسان بايد دماغ په داسي ګټورو كارونو باندي مصروف وساتي چې فكر كولو ته يې اړ باسي مثلا درس ویل او ښه ډیر ېې تکرارول ترڅو چې دماغ د مطالعې سره ښه بلد شي. هغه لوبې چې ذهن مصروف ساتي، د تورو اوبدل او كليمې ورڅخه جوړول، د ذهني معماوو حلول، مطالعه كول، د خبرونو او ورځنيو پېښو څخه ځان خبرول، د نوې ژبې زده كول، د علمي شيانو په اړه خپل معلومات ډېرول او داسي نورې بوختتياوې چې ذهن فكر كولو ته مجبوره كوي، د ذهن په فعاله او درست ساتلو كې مرسته كوي. همدا راز د راتلونكي په اړه اټكل كول هم دماغ په مثبته توګه بوخت ساتي.

استراحت: خوب كول او يا هم آرام كول د دې لامل ګرځي چې ورځنۍ پېښې په ذهن كې سره واودي او د اوږد وخت لپاره يې وساتي. په كافي اندازه خوب د ذهن لپاره تر ټولو ښه ورزش دى. همدا راز د ورځې په اوږدو كې د غرمې له خوا د (۹۰) دقيقو په شاوخوا كې خوب كول په ورځنيو چارو كې د لا زيات غور، فكر، دقيقوالي لامل ګرځي.

د ذهن د پياوړتيا لپاره دا هم وكړئ!!!!

د سهار ناشتا په هيڅ صورت كې مه هېروئ، هره ورځ څه ناڅه مېوه وخورئ، هر وخت د ډوډۍ تر مخه يو ګيلاس اوبه څښئ، اته ساعته خوب كوئ، د خپل ملګرو سره قدم ووهئ، د چا څخه په مرسته غوښتلو كې مه بېرېږئ. كه مو د يو چا سره شخړه كړې وي، بخښنه ورڅخه وغواړئ، ځكه د آرامۍ احساس به وكړئ. د كتاب مطالعه وكړئ. د خپل ځان، كورنۍ او ملګرو سره مو مينه ډېره كړئ. ژوره او عميقه ساه اخلئ. ځان ته په ژوند كې اهداف و ټاكئ. همېشه مثبت فكر ولرئ. د يو څه په اړه ليكنه وكړئ. زيات ټلوېزيون مه ګورئ ځكه چې د انسان د ټمبلۍ لامل ګرځي. رسامي وكړئ،  او د بېلابېلو شيانو په اړه د خلكو څخه پوښتنې وكړئ!

 

 لیمه وردګ