ګرانو هیواد والو
سلام علیکم ورحمت الله و برکاة
پداسې حال کې چې د لر او بر پښتانه په سر او مال یرغل لا هم روان او پښتانه سوداګر یې د ګډانو (پسونو) په بیه پلوري او سودا کوي یې، د آزادی ۹۲ مه کلیزه ټول افغان ولس او پښتون ټبر ته که لر دی او که بر د زړه له کومې مبارکي وایم.
عزتمندو خویندو او وروڼو، موږ په تاریخي لحاظ ډیر کړیدلي او تل د څو قدرت طلب او نا مردو پښتنو په لاس په یو لاس او بل لاس خرڅ شوي یو. زموږ په ولس د خپل نا اهله بچو د لاسه ډیرې نادودې پیرزو شویدي او لکه د کونډې مور په شان د خپلو نا اهلو بچو په لاس په ورځ کې څو ځله په وینده شویده او د تاریخ په اوږدو کې تل بې سر نویشته پاتې شوېده.
خو بیا هم موږ ته د فخر ځای دی چې د داسې نا اهلو او لا شعوره تش په نامه انسان اولاد ترڅنګ یې داسې توریالي او غیرتي بچیان هم په خپله غیږ کې را لوی کړیدي چې نه یوازې د پښتنو تاریخ بلکه د یرغلګرو د تاریخ نه یې هم د پښتنو د وطنپالی او هیواد دوستی رنګ له ورایه څرګندیږي د الکسندر مقدوني په اړه د غربي لیکوالو قضاوت یې بیلګه ده.
په زړه کې مې ډیر بړاسونه دي چې د یوې پښتنې مسلمانې په استازیتوب یې ولیکم، خو دلته دومره ویل غواړم چې که سل وروڼه (پښتانه) مې شاه شجاع، یعقوب خان، تیمور شاه، عبدالرحمن او دادې نن ورځې کرزي غوندې دي، چې په منځ کې یې یو امان الله خان وي بیا هم پرې ویاړم.
او په همدې سره تاسو ته د دې اختر او دې لویې بریا مبارکي وایم.
تل دې وي
آزاد او ویاړلی افغانستان
د آزاد او وطنپاله پښتنو نه مې قربان
لیمه وردګ