قدرمنو لوستونکو سلام علیکم،

 

د افغانستان اقتصاد ډیر کمزوری دی، هیڅ تولید نلري او تر ننه پورې هر څه له بهر څخه واردوي. خو بیا هم څه ناڅه کارونه پدې برخه کې شویدي، مثلا د نورو تولیدي فابریکو ترڅنګ په تیرو څو کلونو کې د څښاک ځنې ډولونه لکه پاکې اوبه، کوکا کولا، فانتا او نور چې زیاتره یې د بهرنیو هیوادونو په انحصار کې دي په تولیداتو پیل کړیدی او کیدای شي له خپل کار وبار څخه خوښ هم وي.

 

 

که ځیر شو نو ددې تولیداتو اومه مواد د بهر څخه راوړل کیږي او همدا راز د خپل انحصار له کبله هم د خپلې ګټې یوه معینه فیصدي  له لاسه ورکوي چې سوچه ګټه یې کمیږي.

زه  خپلو هیوادوالو ته دا وایم چې څومره به ښه وی کچیرې موږ د خپل هیواد له بیلابیلو میو څخه رنګارنګ څښاک برابر کړی وی، حتی که ممکن وی چې دا کارونه مو ولایاتو او کلو بانډو ته رسولي وی او هلته مو د سمیزو حاصلاتو څخه ځنې څښاک د بیلګې په توګه د مڼو څښاک، د شفتالیو څښاک، د لیمو څښاک، د مالټې څښاک، د انارو څښاک، او داسې نور تولید کړو.

زموږ هیواد او په ځانګړې توګه د میدان وردګو ولایت د مڼو، شفتالو، زردالو، او داسې نورو ښه سمسور باغونه لري چې هرکال سره ددې چې وچکالی زیاتې وي، په پریمانه کچه  حاصلات ترې راټولوي، چې له بده مرغه یوخو د بهر ته لیږدولو لپاره زیاتي ستونزې ورته را ولاړیږي او له بلې خوایې په افغانستان کې بیې بیخي را ټیټې شي چې پدې سره کروندګر د خپلو باغونو په حاصلاتو بسیا نه کوي او د مخدراتو په کروندو لاس پورې کوي.

کچیرې زموږ خلک، د بیلګې په توګه د وردګو ولایت سوداګر او پانګه وال، په خپل ولایت کې د دا ډول څښاک د تولیدولو لپاره پانګونه وکړي، له یو خوابه زموږ خلکو ته د کار زمینه برابره شي، له بلې خوا به زموږ کروندګر خپلو حاصلاتو ته خوښ او محصولات به یې ښه عرضه کیږي او ورسره به خپله سوداګر ښه ګټه ولري، آن چې زموږ ملي اقتصاد به لدې لارې په خپلو پښو وردیږي.

د یادولو وړ ده چې کچیرې داسې وړې وړې پروژې د سیمیزو تولیداتو په موخه په کار واچول شي د پورته یادو ښیګڼو سربیره به زموږ کروندګر د خپلو کروندو او باغونو ښه پالنه او ساتنه وکړي چې له مخې به يې د افغانستان  کرهنیز تولیدات د بهر صادرولو لپاره هم ښه معیاري او د نړیوالو معیارونو سره برابر شي.

 

نه یوازي کرهنیزتولیدات بلکه حیواني تولیدات مو هم پریمانه دي، زموږ هیواد کې بیلابیل حیوانات لکه غوا، میږې، اوزې او داسې نور په زیاته کچه روزل کیږي چې له هر یو یې په خپل وار زیات لبنیات ترلاسه کیږي مګر په مؤثره توګه نه پروسس کیږي او نه هم مصرف کیږي.

دلته بیا د وردګو ولایت د بیلګې په توګه یادوم، کچیرې زموږ وردګ هیوادوال د خپلو کلیوالو څخه د هغوی لبنیات راټول او له هغو څخه د روغتیا وزارت د معیارونو سره سم تولیدات لکه: د څښاک شیدې، کوچ، مستې، پوڅه، قیماق، او نور ډولونه یې تولید او د افغانستان بازارونو ته یې وړاندې کړي کیدای شي د پام وړ عایدات ولري. پدی کار هم زموږ کلیوال اقتصاد او هم ملي اقتصاد پیاوړی کیږي.

 

قدرمنو لوستونکو، زه د اقتصاد یا زراعت په برخه کې کوم خاص معلومات نه لرم، دا یادونه مې هم یوازې ددې پخاطر وکړه چې زموږ سوداګر هیوادوال دغې برخې ته هم پام وکړي او لدې لارې خپل حلال تجارت او حلاله روزي پیدا کړي، له بلې خوا خپل هیواد او خلکو ته یې په مستقیمه توګه خیر ورسیږي.

خپله سوداګریزه ګټه

د کروندګر ګټه

د کار ګر ګټه

او د ټولو افغانانو ګټه، چي خپل وطني تولیدات به ارزانه را نیسي.

مننه