پوښتنه لرم پدی هیله چی زر یی را ځواب کړی

1: زه دی دوو میاشتو حامله یم

1: د معدی تیزاب می بیخی زیات دی

3: روژه ونیسم په هغه ورځ قی (اسفراغ ) هم کوم، چی د روژی د ماتیدو سبب کیږی.

ما ډاکتره (چی یوه نا مسلمانه ده) را ته وایی چی روژه مه نیسه

زه اوس نه پوهیږم چی څه وکړم؟ او چی روژه هم ونیسم تر ماښام یی نشم نیولای. څو ځله قی کوم چی روژه می پری ماتیږی.

ستاسو د عاجلی مشوری په تمه

--------------------------------------------------------------------------------------------------------

فتوی

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

کوم حالت چې تاسې ذکر کړی په دې حالت کې تاسې ته روژه خوړل جائز دي ان شاء الله امام نووی رحمه الله په مجموع شرح المهذب کی وایي :
( فإن خافت الحامل والمرضع على أنفسهما أفطرتا وعليهما القضاء دون الكفارة ; كالمريض)
ژباړه : که حامله او شیدې ورکونکې ښځه پر خپلو ځانونو وویریږي روژه به خوري او بیا به قضايي روژه نیسي او کفاره به هم نه ورکوي لکه دمریض په شان.
که څه هم بعضی علماء په دې نظر دی چې حامله ښځه که څه تکلیف هم ورته نه وي بیا هم کولای شي چې روژه وخوري دا رایه د شیخ ناصر الدین الالباني ده 
په هر صورت تاسې کولای شی چې روژه وخورئ او بیا وروسته چې کله مناسبه وه قضايي روژي پوره کړئ