درنو لوستونکو سلام! دا چی ننی نړی یا په خاصه توګه په ننی ژوند کی د ژوند هره برخه له ګناهونو څخه ډکه ده، خو دا پدی مانا نده چی هر کار به مو هرومرو د خدای د غضب سبب ګرځی، او هیڅ کار به نه کوو؛ بلکه موږ او تاسو کولای شو، په هر وخت او هر ځای کی د خدای د رضا لپاره کار وکړو، د خدای رضا یوازی په مسجد کی نده، بلکه په بازار کی هم شته (حلال کسب)؛ خدای پاک وایی چی هر کله مو چی د جمعی د لمانځه اذان واوریده نو په بیړه د خدای د ذکر (لمانځه) په لوری و خوځیږی. او کله مو چی لمونځ وکړ، نو بیا بیرته په ځمکه کی خپاره شی او د خدای رضا (فضل) وغواړی .... د جمعه سورة
لدی نه معلومیږی چی خدای پاک د مسجد تر څنګ د تجارت او بازار (چی په ډیرو احادیثو کی ورته د فتنی ځای ویل شوی) هم د خپلو بندګانو د ژوند یوه برخه بللی او خپل بندګان یی دی ته هڅولی چی په بازار کی د خپلی حلالی نفقی لپاره ووځی او خپل کارو بار وکړی، نو خبره دا چی که ځنی داسی محیطونه چی ظاهرا پکی د ګناه امکان ؤ خو د نیکو اعمالو د کولو امکانات پکی زیات ؤ نو ځانونه مه تر په شا کوی ځکه چی خدای مکړه دا کار داسلامی امت د وروسته پاتی کیدو لامل ګرځی، همدا موږ تاسو یو چی د خپل کردار له مخی هغه محیط د اسلام اصولو ته را ګرځولی شو او با ید د حکیمانه برخورد له لاری یی په اسلامی روحیه عیار کړو.
مثال می د مصر زحمتکش خلک دی، دا فقیر خلک (چی خدای پری توره طلا یا نفت ندی لورولی) په خپلو مټو خپل اقتصاد چلوی، اسلامی مبارزین تربیه کوی او لری یی، ښځی یی په خپل زړه سره اسلامی حجاب مراعات کوی، او نن د عربی نړی تر ټولو مخور ساینسی عالمان پدی ټولنه کی دی،د اسلامی نړی تر ټولو مخور اسلامی عالمان پدی ټولنه کی دی،د اسلام ستر مرکز پدی خاوره کی دی، عربستان یی ددی خلاف مثال دی، په هر څه کی سخت ګیر دی، ښځی د درایوری اجازه نلری، کوم عملی مرکز نلری، اسلامی عالمان نلری، اقتصاد یی ۱۰۰ ٪ په تیلو ولاړ دی، یوه ستن هم نشی جوړولای، د دفاع وزارت یی د امریکا تاریخ تیره وسلی د ایران او نوری عربی نړی څخه د دفاع په خاطر پلوری.
نو د داسی یو اسلامی دولت نه به څه جوړیږی؟؟
هیله لرم ژوند ته په یوه لوی انداز وګوری؟
خپله حوصله ونه بایلی- او متفکره مسلمان و اوسی نه متعصب (د تعصب له مخی مسلمان چی بل دین یوازی د تعصب له مخی ورته بد ښکاری نه د حقیقت له مخی)
د ګنا هونو څخه هیڅ څوک پاک نشته، خو د نه کولو لپاره یی اراده ولری
لکه یو نر چی ګناه کوی همداسی یی ښځی هم کوی (ځکه خو خدای ج قانون او شریعت د همدی لپاره نازل کړی)
نو پاملرنه وکړی چی په کور کی د زوی یا لور بندی کول د ګناه د نه ارتکاب لاره نده، بلکه د هغوی پوهاوی او تر څنګ یی د اسلامی حکومت څخه د دوی لپاره د تربیی د ښه محیط برابرولو کار دی.
که موږ خپل صالح اولاد په کور کی وساتو، نو زموږ د ټولنی اسلامی روحیه به څوک را ژوندی کوی؟
راځی د پوهنتون روحیه د خپل زوی لور د اسلامی روحیی پواسطه اسلامی کړو!
راځی د خپل هیواد هره اداره چی تاسو (نارینه) د پردو ښځو سره یوځای کار کوی د خپلو بچو په اسلامی هڅو سره د اسلام مطابق عیار کړو!
پدی کار کی که د یوی خوا ګناه ده،( خپل اولاد داسی ټولنی ته ورلیږو چی اسلامی روحیه نلری) له بلی خوا دا با احساسه بچیان ورو ورو نور خلک تر خپل اغیز لاندی راولی، او با الاخره د اکثریت په جوړولو سره دا حق پیدا کوی چی نوموړی محیط د اسلام په اساساتو عیار شی.او که داسی فکر کوی چی ستاسو بچی پکی هم بی لاری کیږی، نو دا بیا ستاسو ګناه ده چی هغوی مو مسلمان ندی را لوی کړی!؟ هو واقعیت تریخ دی!
خدای د وکړی چی د موضوع په حساسیت مو سر خلاص شوی وی!
لیکنه: ص حلیم وردګ
10.10.2010
- لیمه وردګ
قدرمنو لوستونکو! ځنی خلک په جومات کی کمپیوټر استعمالوی، آن چی اوریدلی می دی یو ملا جومات ته کمپیوټر راوړی ؤ خو د کلی خلکو بیا هغه سخت رټلی ؤ، ستاسو په نظر په مسجد کی کمپیوټر کارول روا دی که ناروا؟؟
دی ټکی ته مو پام وی چی هر څه هم د اسلام مطابق او هم په ناروا ډول کارول کیدای شی.
مننه
لیمه وردګ
د نورو درنو لوستونکو د نظرونو د لوستو لپاره د ټولی تبصری...
10.10.2010
- لیمه وردګ
اول ځان دی بیا جهان (Charity begins at home. ( Awal zan dae pas jahan dae
په سختی پسی راحت وی (Adversity is followed by prosperity (Sakhti pas rahat vee...