قدرمنو لوستونکو! ځنی خلک په جومات کی کمپیوټر استعمالوی، آن چی اوریدلی می دی یو ملا جومات ته کمپیوټر راوړی ؤ خو د کلی خلکو بیا هغه سخت رټلی ؤ، ستاسو په نظر په مسجد کی کمپیوټر کارول روا دی که ناروا؟؟
دی ټکی ته مو پام وی چی هر څه هم د اسلام مطابق او هم په ناروا ډول کارول کیدای شی.
مننه
لیمه وردګ
د نورو درنو لوستونکو د نظرونو د لوستو لپاره د ټولی تبصری تڼی کلیک کړی.
10.10.2010
- لیمه وردګ
د لمانځه ژباړه
لمونځ د خدای پاک سره د خبرو په معنی دی، تاسو د خپلی کورنی باسواده خلک،آیا کله مو هم له خپلی بوډی مور، سپین ږیری پلار او یا بل بیسواده دوست څخه ددی لوی عبادت د معنی پوښتنه کړیده؟
او آیا تر اوسه د دا فکر کړی چی پدی غظیم عبادت کی څه زار او نیاز دی چی یو عاجز بنده یی د خپل لوی خدای سره کوی؟
ای باسواده دوستانو! خدای ج ته لوی مسؤلیت زموږ او ستاسو دی چی خپل بیسواده او یا تر اوسه نا پوه...
10.10.2010
- لیمه وردګ
درنو لوستونکو سلام! دا چی ننی نړی یا په خاصه توګه په ننی ژوند کی د ژوند هره برخه له ګناهونو څخه ډکه ده، خو دا پدی مانا نده چی هر کار به مو هرومرو د خدای د غضب سبب ګرځی، او هیڅ کار به نه کوو؛ بلکه موږ او تاسو کولای شو، په هر وخت او هر ځای کی د خدای د رضا لپاره کار وکړو، د خدای رضا یوازی په مسجد کی نده، بلکه په بازار کی هم شته (حلال کسب)؛ خدای پاک وایی چی هر کله مو چی د جمعی د لمانځه اذان واوریده نو په بیړه د خدای د ذکر (لمانځه) په لوری و خوځیږی. او کله...