د لمانځه ژباړه
لمونځ د خدای پاک سره د خبرو په معنی دی، تاسو د خپلی کورنی باسواده خلک،آیا کله مو هم له خپلی بوډی مور، سپین ږیری پلار او یا بل بیسواده دوست څخه ددی لوی عبادت د معنی پوښتنه کړیده؟
او آیا تر اوسه د دا فکر کړی چی پدی غظیم عبادت کی څه زار او نیاز دی چی یو عاجز بنده یی د خپل لوی خدای سره کوی؟
ای باسواده دوستانو! خدای ج ته لوی مسؤلیت زموږ او ستاسو دی چی خپل بیسواده او یا تر اوسه نا پوهه کسان، موږ ددی لوی عبادت په مانا او مفهوم و پوهوؤ.
ای خلکو ددی عبادت په مانا کی ډیر خوندونه او لوی مفاهیم نغښتی دی، زما په اند هر هغه مسلمان چی د لمانځه په مانا نه پوهیږی، لمونځ ورته د یو څو جملو له تکرار پرته بله معنی نلری، حال داچی دا د هغه خدای ج سره د زړه خواله دی چی دا ټول جهان او ټوله هستی یی پیدا کړی ده.
قدرمنو! دا د لمانځه پښتو ترجمه ده، هر څوک یی چی د پرینټ وس لری پیرینټ یی کړی، او کنه لږ تر لږه په فلش کی یی تر خپل کور او دوستانو و رسوی. او ورته یی تشریح کړی. خدای به یی اجر درکړی، او خپل دینی وجیبه به مو تر سره کړی وی.
مننه!
بسم الله الرحمن الر حیم:
شروع کوم په نوم دالله چی ډیر زیات بښونکی او مهربان دی
سبحانک اللهم
پاکی ده تا لره ای خدایه!
و بحمدک
او ټول ثنا صفت ستالپاره دی،
و تبارک اسمک
مبارک دی ستانوم
و تعالی جدک
او لوړ دی ستا شان
ولا اله غیرکْ
او نشته د عبادت لایق مګر یوازی ته (ای خدایه!).
اعوذ با لله من الشیطن الرجیمْ
پنا غواړم په الله ج له شره د شیطن رټل شوی
بسم الله الرحمن الرحیمْ
شروع کوم د خدای په نامه چی ډیر بښونکی او پوره مهربان دی.
الحمد لله رب العمینْ
ټول ثنا او ستاینی یوازی دعالمیانو د پالونکی (خدای) لپاره دی
الرحمن الرحیم
هغه (خدای) چی ډیر بښونکی ډیر مهربانه دی
مالک یوم الدینْ
هغه (خدای) چی د جز أ (قیامت) د ورځی مالک دی
ایاک نعبدُ و ایاک نستعینْ
(ای خدایه!) خاص تا لره عبادت کوم، او ستا څخه کمک غواړم (نه د زیارت نه ، نه دی ملا د تعویذ نه او نه هم له بت نه)
اهدنا الصراط المستقیمْ
(ای خدایه!) ما ته مستقیمه لار وښیه (ما ته د نیکی لاری هدایت وکړه).
صراط الذین انعمت علیهم
لاره د هغو (کسانو را وښیه) چی په هغوی باندی تاسو انعام کړی دی (لکه پیغمبران).
غیر المغضوب علیهم والضالینْ
نه لاره د هغو کسانو چی په هغوی باندی غضب شوی او( نه لاره د) هغو کسانو چی ګمراه شوی دی.
آمین (ای پاکه خدایه! ته می دعا قبوله کړی).
قل هوالله احد
(ای نبی!) ووایه چه هغه الله(ج) یو دی.
الله الصمد
الله بی نیازه دی
لم یلد و لم یولد
نه تری څوک پیدا دی او نه دچا نه پیدا دی
ولم یکن له کفوااحد
او نه د هغه څوک برابر(سیال) شته
سبحان ربی العظیم
پاکی ده زما لوی پروردګار لره
سمع الله لمن حمده
لله(ج) دهغه چا واوریدل چا چه دهغه تعریف وکړو
ربنا لک الحمد
ای پروردګاره ټول تعریفونه تا لره دی
سبحان ربی الاعلی
پاکی ده زما عالیشان پروردګار لره
التحیات لله والصلوات والطیبات
ټول ژبنی ،بدنی، او مالی عبادتونه د الله(ج) لپاره دی
السلام علیک ایها النبی
سلام د وی په تا باندی ای نبی!
ورحمه الله و برکاته
او د الله(ج) رحمتونه او دهغه برکتونه (د هم پر تا وی)
السلام علینا
سلامتیا د وی په مونږ باندی
وعلی عبادالله الصلحین
او دالله(ج) په نیکو بندګانو باندی
اشهدان لااله الا الله
زه شاهدی ور کوم چی د الله(ج) نه بغیر هیڅوک د عبادت وړ نشته
واشهدان محمداعبده ورسوله
اوزه شاهدی ور کوم چی حضرت محمد(ص) د هغه بنده اورسول دی
اللهم صل علی محمد
ای الله(ج) رحمت ولیږه په حضرت محمد ص
وعلی ال محمد
او په ال (اهل او عیال) د حضرت محمد
کما صلیت
لکه څنګه چی تا رحمت نازل کړی ؤ
علی ابراهیم
په حضرت ابراهیم باندی
و علی ابراهیم
او په ال (اهل او اولاد) د حضرت ابراهیم باندی
انک حمید مجید
بیشکه ته ستایلی شوی لوی یی
اللهم بارک
ای الله(ج) برکت را ولیږه
علی محمد
په حضرت محمد باندی
وعلی ال محمد
اوپه ال د حضرت محمد باندی
کمابارکت
لکه څنګه چی تا برکت کړی ؤ
علی ابراهیم
حضرت ابراهیم باندی
وعلی ال ابراهیم
او ال حضرت ابراهیم باندی
انک حمید مجید
بیشکه ته ستا یلی شوی لوی یی
د درود شریف نه پس دعاګانی
اللهم انی ظلمت نفسی ظلما کثیراً
ای الله(ج) ما خپل ځان باندی ډیر ظلم کړیدی
ولایغفر الذ نوب
او نشی بښلی ګناهونه (هیڅوک)
الا انت فاغفرلی
مګر یوازی ته، نوما او بښه
مغفرة من عندک
په خپل خاص بخشش سره
وارحمنی
اورحم را باندی وکړی
انک انت الغفورالرحیم
بیشکه ته ډیر بښونکی او مهربانه یی
ترتیب: ص . حلیم وردګ
لیمه وردګ