د شهادت د کلمی دوهمه برخه
او په (محمد رسول الله)(ص) باندی شهادت ویلو معنی داده: چی په هغه دین او رسالت باندی ایمان راوړو کوم چی محمد(ص) د الله(ج) له جانبه موږ ته راوړی دی، او په کومو چی یی امر کړی دهغه اطاعت وشی، او له کومو شیانو نه چی یی منع کړیده له هغو نه ډډه وکړی شی، او دا چی (دمسلمان) ټول اعمال او عبادتونه به د پیغمبر(ص) دشریعت او سنت مطابق وی، لکه څرنګه چی الله(ج) فرما یی:
ترجمه: په رښتیا سره (ای مسلمانانو) تاسو ته ستاسو له جنس څخه پیغمبر(ص) راغلی دی، چی ډیر سخت او دروند دی پرده باندی هغه څه چی تاسو ته تکلیف رسوی، (او) په تاسو باندی ډیر حرصناک دی، (او)پر مومنانو مشفق او مهربان دی. ).
(التوبّه: ۱۲۸ )
او الله(ج) بیا فرمایی:
ترجمه: څوک چی د پیغمبر(ص) اطاعت کوی، نو (په حقیقت سره) هغه الله(ج) اطاعت کړیدی.
(آیت النسا: ۸۰ )
او فرمایی: ترجمه: او د الله(ج) او د(هغه) د پیغمبر(ص) اطاعت وکړی (حکم یی ومنی)، ددی لپاره چی په تاسو رحم وشی.
(آل عمران ۱۳۲)
او فرمایی: ژباړه: محمد(ص) د الله(ج) پیغمبر دی، او هغه کسان (صحابه کرام) چی لده(ص) سره دی (هغوی) پر کفارو سختګیر، او په خپلو مینځونو کی مهربان او زړه سواندی دی.
(الفتح۲۹)
دوهم او دریم رکن:
لمونځ کول، او زکات ورکول:
الله(ج) فرمایی:
ژباړه: او دوی ته امر ندی کړی شوی مګر پدی (خبره) چی یواځی دالله(ج) عبادت وکړی، پداسی حال کی چی عبادت به یی خاص (الله) لره وی، اوله باطل نه به حق ته را ګرځیدونکی او مایل وی، او لمونځ دی ادا کړی، او زکات دی ورکړی، او همدا(امرکړی شوی کارونه) محکم او کلک دین دی.
(البینه ۵)
او فرمایی:
ترجمه: او لمونځ ښه ادا کړی، او زکات ورکړی، او له رکوع کونکو سره رکوع وکړی( یعنی له لمونځ کونکو سره لمونځ وکړی).
(البقره ۴۳)
او لمونځ هغه رکن دی چی موږ به په را تلونکو درسونو کی د هغه احکام بیان کړو. او زکات هغه (معینه اندازه مال) دی چی د مالدارو خلکو د مالونو څخه اخیستل کیږی او فقیرانو او نورو د زکات مستحقو کسانو ته ورکول کیږی، او هغه د اسلام د ارکانو څخه یو لوی رکن دی، چی په هغه سره اجتماعی لاسنیونه او د افرادو په مینځ کی یوله بل سره مرسته او تعاون کول مینځ ته راځی ، او پدی شکل سره یی فقیر او محتاج لره په مالدار سړی باندی دا حق ګرځولی دی چی بی له کوم احسان او منت څخه (ور ته زکات) ورکړی.
څلورم رکن:
د رمضان د میاشتی روژه:
الله(ج) فرمایی:
ترجمه: ای مومنانو په تاسو باندی روژه فرض کړی شویده، لکه څنګه چی په هغو کسانو فرض کړی شوی وه چی له تاسو نه مخکی وه(یعنی پر مخکینی امتونو باندی)،تر څو (له الله (ج) نه)وویریږی.
(البقره:۱۸۳)
پنځم رکن حج کول
دهغه چا لپاره چی د تلو را تلو طاقت او قدرت یی ولری
الله(ج) فرمایی
ترجمه: او الله تعالی لره پرخلکو باندی د بیت الله حج کول(فرص) دی چا لپاره چی حج ته د تلو را تلو طاقت ولری، او څوک چی کافر شو (ویی نه مانه دغه حکم) نو بیشکه الله(ج) د ټول عالم نه بی پرواه دی.
(ال عمران ۹۷)
د پورته موضوعاتو بشپړه تشریح په راتلونکو درسونو کی راسره تعقیب کړی.
نور بیا
د لمانځه اهمیت: