زموږ ولس ډیر غریب او بیچاره دی. ځنې خلک ېې په آګاه یا نا آکاه ډول د خرابۍ او بربادۍ مفکورې تر غوږو کوي. په دې دنیا کې خدای ج په ټولو انسانانو که مسلمانان دي او که کفار د خپلې خدایۍ له مخې مهربان دی. زموږ خدای رحمن دی، هغه هر هغه چاته چې وغواړي ورکوي ېې او له هر چا نه چې وېې غواړي اخلي.
ولې زموږ خلکو ته د اسلام په رڼا کې له دنیا څخه د نفرت او نا هیلۍ درس ورکول کیږي. ولې زموږ مظلوم ولس د خواږه ژوند له تیرولو او درلودلو څخه په لوی لاس بې برخې کیږي، او بالاخره تر کومه.
که دا خبره سمه وي چې دا دنیا د مسلمانانو لپاره دوزخ ده او د کفارو لپاره جنت، بیا خو یا د نړۍ پرمخ تللي اسلامي هیوادونه مسلمان ندي او یا دا چې زموږ خبره ناسمه او یا په ناسمه توګه کاروو.
د عربو اسلامي هیوادونو ژوند د زیاتره کفري هیوادونو څخه لس برابره ښه دی، حتی د نړۍ د ټنبلانو په لیست کې ېې ریکارد ثبت کړیدی (په زړه پورې خبر دلته وګورئ). که څوک وايي چې عرب کفار دي، دا هم د نه منلو ده؛ او که څوک وايي چې ځنې افریقايي غریب ملکونه مسلمان دي دا هم غلطه ده، او که وايي چې مالیزیايي خلک کفار دي دا هم بیخي غلطه ده.
خبره پدې کې ده چې زموږ او تاسو مشران او لارښونکي په لوی لاس موږ د غربت او د دوی په ژبه دوزخ ته ټیل وهي.
دنیا په کار او تولید اباده ده، عربو ته خدای مفت ورکړیدي، مګر کفارو او مالیزیایانو ته ېې ندي ورکړي، هغوی ېې د کار او مغزو په زور تولیدوي او ګټي - ځکه خو ېې دا دوزخ ځانته په جنت بدل کړیدی.
پدې هیله چې تاسو هم نور ددې دوزخ دروازه بنده، او د خپلو هڅو او امیدونو په زور د جنت دروازه پرانیزئ.