ډیری ملګري، شاګردان او نور د کم زیات تعلیم خاوندان تر ډیره بریده د کتاب یا نوټ د لوستلو وروسته هم په څه نه پوهیږي، او یا ېې په موضوع سر نه خلاصیږي. داچې زموږ په ټولنه کې د ګټورې لوستنې په اړه لارښود نشته، نو مې و غوښتل د یوې لنډې لیکنې ژباړه ستاسو سره شریکه کړم.

۱- ګټوره لوستنه: لوستنه یوه فعاله او ژوندۍ پروسه ده، مړه نده. د لوستو لپاره یوه کره او سوچه لاره نشته چې د یو متن مفهوم او معنی یا د لیکوال د زړه خبره ترې را واخیستل شي. هغه معنی چې تاسو د یو متن له لوستو اخلئ کیدی شي ستاسو پروفیسور یا ټولګیوال ېې وانخلي. په بل عبارت، ستاسو او د هغوی د اخیستنو ترمنځ به ممکن توپیر موجود وي.

موږ تل یو مشخص متن یا موضوع لولو، موږ د یوې ځانګړې موضوع د لوستنې څخه یوه موخه لرو. زموږ موخه به لیکنې ته د لوستو په نیت، تمرکز، او د حواسو په را غونډولو سره جوته او ښکاره شي. زموږ هدف او زموږ تیر معلومات (background information) به هم زموږ سره مرسته وکړي چې څه ډول او په کومو شرایطو کې لوستنه وکړو.

د موضوع متن پخپل ذات کې ډیر توپیر لري (دا توپیر د لیکوال په لیدلوري، وړتیا، تینګار، او نورو پورې تړاو لري).  ددې په پوهیدو سره تاسو کولی شئ د لیکنې یا متن د لوستو لپاره ځان چمتو او د هغې له مناسبې طریقې څخه کار واخلئ.

د فکر وړ څو پوښتنې

دلته ځنې پوښتنې را منځ ته کوو ترڅو د هغوی پر مټ تاسو وکولی شئ د لوستنې ظرفیت مو غښتلی او پیاوړی کړئ:

د لوستنې موخه څه ده؟

چې ښه لوستنه وکړئ، تاسو باید له ځانه وپوښتئ چې ولې دغه متن یا لیکنه لولئ، د څه شي په اړه پوهیدل غواړئ، او فکرهم وکړئ چې څنګه کولی شئ د خپلې پوهې پر بنسټ پدغه تر سترګو لاندې لیکنه کې پوښتنې را پیدا کړئ.

د لوستنې په هدف ځان پوهول – د متن یا لیکنې په نوعیت ځان پوهول – ستاسو سره مرسته کوي ترڅو پریکړه وکړئ چې کومه لیکنه یا متن ولولئ او په کومه لیکنه خپل وخت ضایع نکړئ.

ستاسو موخه به د لاندې ټکو په اړه پوهیدل وي:

  • حقیقي معلومات تر لاسه کول
  • په جزئیاتو ځان پوهول
  • د شواهدو تر لاسه کول
  • د لوستنې پایله یا نتیجه او
  • د موضوع توضیح او تفسیر

ولې باید د یوې لیکنې د لوستو لپاره خپل هدف مهم وبولو؟

فرض کړئ تاسو د ټولنپوهنې په اړه یوه مقاله لیکئ، د سواد زده کړې په اړه ټولنیز لیدلوري ته په پښتني ټولنه کې یوه کتنه کوئ. تاسو شاید په بیړه ورځپاڼو ته مخه کړئ، نه د حقیقي معلوماتو سرچینو ته، بلکه ستاسو لیدلوری به د معلوماتو را ټولو وي. نو دغه لیدلوری ستاسو لخوا د ورځپاڼې د موضوعاتو په لوستنې باندې اغیز کوي.  تاسو به دغه ورځپاڼې داسې لولئ چې د هغې څخه د سواد زده کړې په اړه د پښتنو اند او لیدلوری ځانته ښه معلوم کړئ، ترڅو پدغه برخه کې یوې پایلې ته ورسیږئ او دغه موضوع بیرته ښه توضیح او تفسیر کړی شئ.

تاسو به د ورځپاڼو مقالې او لیکنې په هغوی کې د ټولو یادو واقعیتونو په موخه نه لولئ، بلکه تاسو به د خپلې مقالې د عنوان او موخې سره سم د لوستو لپاره مناسبې ورځپاڼې ټاکئ، او د هغوی د لوستو څرنګوالی به ټاکئ. د بیلګې په توګه کچیرې تاسو لیکنه انتقادي وي، بیا زیاتره هغه ورځپانې د لوستو لپاره وټاکئ چې په هغې کې د سواد زده کړې په اړه د پښتنو پر لیدلوري نیوکې او انتقادونه زیات شوي وي. او که ستاسو د مقالې موخه تشویقي وي، بیا مخ د هغو ورځپاڼو لوري ته وګرځوئ چې د پښتنو لیدلوری پکې ستایل شوی وي.

ستاسو موخه څنګه کولی شي ستاسو د لوستنې ستراتیژي وټاکي؟

زموږ موخه زموږ ستراتیژي ټاکي.

فکر وکړئ څه ډول یوه ورځپاڼه لولئ، آیا هغه د لمړي مخ له لمړي ویوکي څخه د آخري مخ تر آخري ویوکي پورې لولئ؟ هرومرو نه! خی ولې؟

کله چې تاسو د کیسو کتاب (مثلا د نصیر احمد په لاس لیکلې لنډې پښتو کیسې) لولئ، لوستل ېې د کوم ځایه پیلوئ. ولې د هغې څپرکي د خپلې خوښې سره سم نه لولئ  ( ولې د لیکوال په لاس ترتیب شوي څپرکي په هماغه ترتیب سره لولئ)؟

دا لاندې متنونه څه ډول لولئ:

  • یو درسي کتاب (مثلاً د ښونځي الجبر، بیولوژي، ...)
  • تصحیح شوې لیکنې او مقالې
  • علمي اثرونه

د یوې لیکنې یا متن لوستنه ددې متن اړوند ستاسو په علمي کچه او څانګه پورې اړه لري، د بیلګې په توګه، ورځپاڼې د بیلابیلو تنظیم شوو معلوماتو ټولګه ده، لکه کورني خبرونه، نړیوال خبرونه، سپورت او نور. نو تاسو کولی شئ ډیر اسانه د خپلې خوښې برخې (لکه نړیوال خبرونه) ته ورشئ او هغه ولولئ.

درسي کتاب ضرور ندی ټکی په ټکي ولوستل شي، بلکه پر هغو موضوعاتو ژوره او شعوري پاملرنه زیاته شي په کومو کې چې ستاسو وړتیا یا معلومات کم دي، او کچیرې دا موضوعات ډیر پیچلي او ستاسو تر اخیستنې (برداشت) لوړ و، بیا نو په کار ده ددې موضوعاتو اړوند ابتدايي معلومات پیدا او له لمړي مخه ېې پیل کړئ.

په همدې توګه، د تصحیح شوو لیکنو یا مقالو لوستنه له سره تر آخره نده پکار، بلکه یوازې په تصحیح شوو مواردو باید تماس ونیول شي.

کچیرې علمي اثار او رسالې لولئ، په هغوی کې هم یوازې د سترګو څرول پکار دي، تر څو د خپلې خوښې ټکي پکې پیدا کړئ. البته کچیرې تاسو دغه لیکنې د خپل علمي اثر د لیکنې او هغې ته د تیارۍ نیونې په موخه لولئ – بیا ځیرک او کنجکاو اوسئ.

د لوستنې پیل

  • په څه ډول به د یو اوږد لیست څخه لیکنه یا لوستنه غوره کوئ؟

دا ډیره مهمه ده چې خپل وخت او فرصت د متن او لیکنې په غورونې او ټاکنې له لاسه ورکړئ. کچیرې تاسو کتاب نلرئ، تاسو کولی شئ له کتابتون څخه هغه ترلاسه کړئ، که هلته نه و، د خپل پروفیسور څخه د هغه کتاب په اړه لنډ معلومات اخیستی شئ، ترڅو تاسو ته پته ولګي ددې کتاب منځپانګه څه ده، لوستل ېې تاسو ته ګټه لري کنه.

تاسو نه شئ کولی د لیکنو یو لیست سر تر پایه (ټولې لیکنې) ولولئ، خو دا پدې معنی هم نده چې د لیست له منځه یوه دوه ېې غوره کړئ او نورو ته شا کړئ. د لیکنو لیست باید له سترګو تیر کړئ، د خپلې پوهې او پدې برخه د اړینو توکو د شتون پر بنسټ د لیکنو د لیست څخه یو څو ېې غوره کړئ، و ېې ګورئ، او د خوښې په صورت کې ېې ولولئ.

هڅه وکړئ د کتاب یا لیکنې د لمړي مخ یا پوښ څخه د هغه د منځپانګې د اهمیت پته ولګوئ، کچیرې پروژوي او ګروپي کار کوئ، ښه دا ده چې: د لیکنو لیست په څو ډلو وویشئ او هره ډله یو شمیر لیکنې یا کتابونه تر خپل نظر تیر کړي – هغه مهم او ګټور ېې را ټول کړئ.

کله مو چې د خوښې لیکنه پیدا کړه، تاسو کولی شئ هغه په ډیر دقت سره ولولئ او پر مهمو ټکو ېې تمرکز وکړئ. ستاسو لوستنه باید تاسو ته قناعت در کړي چې د هرې جملي او هر پرګراف له لوستو څخه ستاسو پر معلوماتو اضافه کیږي، کچیرې نه پوهیدئ، هماغه متن بیا بیا تکرار ولولئ ترڅو د هغه څخه د خپل زړه خبره را برسیره کړئ.

  • ستاسو علمې کچه څنګه ستاسو لوستنه اغیزمنه کوي؟

هر وخت د هرې لیکنې پیل د عمومي او سطحي معلوماتو څخه پیل کیږي، او د اصلې موضوع پر لور حرکت ورکول کیږي. دا پدې خاطر چې د اصلې موضوع او عمومي نظر ترمنځ یو پُل جوړ او پدې توګه موضوع د عادي ژوند یا چاپیریال سره وتړل شي.

  • کړکیچنه لوستنه څه معنی؟

دلته کړکیچنه لوستنه پدې معنی ده چې تاسو له خپل ځان نه د یو متن یا کتاب د لیکنې د موخې په اړه پوښتنه وکړئ – دغه لیکوال ولې دا لیکنه کړیده. له خپل ځان نه ډیرې پوښتنې وکړئ، زیاتې پوښتنې زیاته مرسته کوي. پدې سره ستاسو لوستنه شکل نیسي، په څه شي پوهیږئ، او په څه شي د پوهیدو اړتیا لرئ.

ځنې پوښتنې چې شاید تاسو ېې د یو کتاب یا متن په اړه له ځان نه وکړئ:

د لیکوال د لیکنې اصلي موخه څه ده؟

  • د کتاب متن دقیقا د څه په اړه دی؟
  • د لیکوال موخه او لیدلوری څه دی، آیا داسې ښکاري چې لیکوال به ځنې مهم واقعیتونه له پامه غورځولي وي؟
  • آیا د لیکوال د لیدلوري او شالید په اړه له نورو سرچینو معلومات ترلاسه کولی شئ؟ داسې نه چې د ځان د دوښمن یا بیسواده په لیکنو سر نه شئ. د لیکوال د موقف، مسلک، علمي کچې، علمي اثارو، او نورو په اړه ځان پوه کړئ.
  • د لیکوال لید د لیکنې پر وخت ځان ته معلوم کړئ، مثلاً لیکوال د کوم عالم د لیکنو او اثارو زیاته یادونه کړیده؟
  • د کومو ارزښتونو پر بنسټ لیکوال په خپل کتاب یا لیکنه کې قضاوت کوي؟
  • د موضوع په اړه کوم کره شواهد، دلایل، او ثبوتونه پدې لیکنه یا کتاب کې راوړل شویدي، آیا ستاسو د علمي کچې سره برابر او ستاسو د قناعت وړ دي؟
  • آیا پدغه کتاب یا لیکنه کې وړاندې شوي معلومات ټول کره، دقیق او واقعي دي – ستاسو د تیرو معلوماتو له مخې ېې څنګه ارزوئ؟
  • آیا لیکوال ځنې فرضیې په پام کې نیولي دي، د کوم صلاحیت له مخې؟
  • آیا اوس هم داسې پوښتنې او اندیښنې شته چې تر اوسه په لیکنه یا کتاب کې نه وي ځواب شوې؟

د لیکنې جوړښت تاسو ته د لیکنې د منځپانګې په اړه پوره انځور درکولی شي. د لیکنې یا کتاب جوړښت (فهرست) باندې د سترګو تیرول د کتاب یا لیکنې په اړه ډیر څه درکولی شي.