د پاک الله په پاک او سپیڅلي نامه
د روژې د مبارکې میاشتې د را رسیدو له امله ټولو هیوادوالو ته د زړه له کومې مبارکي وایم او
ټولو ته د ښه عبادت، ریاضت، یو تر بله د محبت او صمیمیت هیله کوم.
ګرانو مسلمانو خویندو او وروڼو!، د اسلام مبارک دین د انساني فطرت سره برابر دین دی چې پاک الله په موږ او تاسو پیرزو کړی دی. باید ددې لوی نعمت شکر ګزاره اوسو.
په روژه کې د ورځني ژوند مهال ویش په بشپړه توګه بدلون مومي، ذهني نا آرامتیا ډیریږي، عصبانیت زیاتیږي، او ددې تر څنګ د ماښامي او پیشلمي لپاره د ډوډی برابرول هم یو له هغه کارونو څخه دي چې د لوږې له کبله ټولو ورته سپینې سترګي نیولې وي.
ښاغلو او آغلو، د نن پیغام کې دا ویل غواړم چې:
لکه دا تاسو چې د لوږې او تندې له کبله د سستی، او بې ځواکی احساس کوئ همدا رنګه ستاسو بوډی مور او خور یا میرمن هم د سستی، او بې ځواکی احساس کوي؛ هغوی څه له کاڼي ندي جوړ شوي. زما هیله او پیغام تاسو درنو ته دادی چې د روژه ماتي او پیشلمي د برابرولو لپاره د کورنۍ ټول غړي یو له بل سره همکار شئ، پر خپلو میرمنو، لوڼو، او بچیانو له عصبانیت څخه ځان وساتئ او کوښښ وکړئ د هرچا سره ښه سلوک او ښه رویه، متقابل درناوی ولرئ، او د کور په کارونو کې فعاله ونډه واخلئ.
تاسو ته د مینې او محبت نه ډک روژه ماتی او پیشلمۍ غواړم.
الله دې د زیات طاعت او عبادت توفیق درته نصیب او په خپله درګاه کې مقبول کړي.
تاسو هم کولای شئ خپل پیغام د درنو لوستونکو سره شریک کړئ
لیمه وردګ