د ښځو د تعلیم او کار خبره ډیره ورانه او ګرانه ده،

ځنې پکې د افراط نقش لوبوي د کفر په خیر لوبیږي او ځنې د تفریط له پلوه د کفارو په چوپړ کې دي.

دوه خبرې امکان لري: (۱) چې ښځه د کوره بهر تعلیم او کار کولی شي، (۲) باید په کور کښېني.

(۱): که ښځه د کوره ووځې، هیڅ امکان نلري هغه د لارې په سر، موټر، سرک، کارځای او یا نورو لارو د نارینه و سره یوځای نشي. خیال پلو د یو تحصیل کرده انسان او مسلمان لپاره نه ښايي(.). 

(۲): که ښځه په کور کښېني: ښځه به د یو حیوان په څیر ژوند ولري. قسم دی چې پدې سره به پر ښځو د ترحم او هغوی ته د عزت، کرامت، او مصؤنیت پرځای ذلت، شرمندګي، او حقارت ور په برخه شي.  ښځینه ناروغان به یا مړه کیږي او یا به نارینه نا محرم معالج ته ځي، د ټولنې ښځې به حتی د لمانځه او قران په معنی نه پوهیږي، د ټولنې تور سرې به د مجبوریت له مخې د نارینه پولیس لخوا تلاشي کیږي (د وخت تقاضا به وي لکه نن)، د ژوند خواږه «آداب او نزاکتونه» به هیڅ شتون نلري، 
د اولاد تربیت به نیمګړی وي، خلاصه پر هغوی به یوازې د یو حیوان ژوند تیریږي او بس. 

-----------------------------------------------------------------------------------------------------------------
اسلامي تربیت ېې یوازینی حل دی - ښځه دې د نارینه په شان کار وکړي، د خپل ژوند، راتلونکې، او خاوند د انتخاب حق ولري. ګناه ېې هم خپله او ثواب هم.
-----------------------------------------------------------------------------------------------------------------
په آخر کې د ښاغلي لیکوال لپاره یوه خبره کوم چې: ښاغلیه!، زه منم چې نن ځنې ښځې د نارینه و په شان په بیلابیلو لارو استعمالیږي، خو ټولې ښځې داسې ندي لکه تاسو ېې چې یادونه کړیده. په نورو ټولنو کې ډیرې بیلګه ښځې ژوند کوي او د نورو ژوندونه جوړوي، کوښښ وکړئ د هغوی د لاسته راوړنو لپاره هم څه ولیکئ.

درنښت

حلیم

له فیس بوک څخه