زموږ د هیوادوالو ژور احساسات او د دوی خوشحالي د هیواد د اتلو بچیانو د اتلولۍ په اړه ډیر ښه زیری له ځانه سره لري.
په دا تیرو څو لسیزو کې د هیواد میشت وروڼه قومونه یو له بل څخه د خارجي لاس وهنې او نورو لاملونو له مخې لیري ساتل شوي و او لاهم لیري کیدل. په تیره بیا د خارجی میلمنو بې انصافه چلند چې د مور میرې چلند ېې د وروڼو قومونو ترمنځ را واخیست. د همدوی په لمسه ځنو مزدورانو خو په پوهنتون – دانشګاه سرونه خپل هم مات کړل.
نن الحمد الله ټول افغانان له واخانه تر زنج او له تورخم نه تر حیرتان پورې ټول روح الله نیکپا ته دعا کوي، د هغه په بریا خوشحاله کیږي، زرګونه افغانان بې لدې چې خپل قومي پولې په پام کې ونیسي د خپل ملي احساس او ورورۍ له مخې د هغه اتل ځوان انځورونه په فیسبوک کې شریکوي او د خپلې خوشحالۍ احساسات څرګندوي.
نن بیا هم د خدای شکر دی چې ټول پښتانه، هزاره، تاجیک، ازبک و غیره د نثار احمد بهاوي د بریا لپاره دعا کوي. هیڅوک دا نه وايي چې هغه پښتون نه دی، تاجک دی، تاجیک ندی هزاره دی، یا هزاره ندی ازبک دی. بلکه ټول وايي یو افغان اتل دی، د المپیک په لوبو کې ېې زموږ د هیواد معظم بیرغ د نړیوالو په سترګو کې و ځلاوه.
زموږ خلک نور له سیاستوالو ستړي شول، هغوی مو که په ژبه او قومونو ویشي، خو زموږ احساسات نن بیرته موږ سره یو کوي.
یوالی مو قوت دی
د یو موټي افغانستان په هیله