سلام علیکم
درنو خویندو او وروڼو، د اسلام مبارک دین یوازی د نارینه لپاره ندی نازل شوی چی هغوی یی زده کړی ښه او بد وپیژنی او په خپل ژوند کی یی عملی کړی. ښځی هم د ټولنی نیمه برخه ده، او تر نارینه یی مسولیتونه زیات دی کم نه، د ماشوم روزنه چی د راتلونکی خاوندان همدوی دی مور یی تربیه کوی. ګچیری مور خپله نا اهله او ناتوانه وی څنګه به د هغه اولاد هوښیار او سالم وی؟
له بلی خوا ښځه په دین کی بیلابیل مسولیتونه لری چی یو نر یی ښځی ته نشی تدریس او یا تشریح کولای، حیض نفاس او نوری خبری. ښځه کولای شی ښځو ته یی تشریح او یا هم خپلی پوښتنی له ښځی څخه مطرح کړی.
پدی اساس ستاسو ټولو درنو او قدرمنو هیوادوالو څخه می غوښتنه ده چی د خپلو تور سرو لپاره په خپل کور کلی کی حد اقل د دینی زده کړو لپاره زمینه برابره کړی. تر څو لدی لاری په نږدی راتلونکی کی زموږ ښځی د ښځو ښونکی شی او لدی ستر مسولیت څخه مو اوږی سپکی او خپل خدای ته ملامت ونه اوسو.
که په کلی کی باسواده ښځه نه وی، کولای شی د کلی د ملا امام د ښځی څخه د کلی نوری ښځی تعلیم پیل کړی، او د ملا امام په مشوره د ټولو ښځو دینی او دینوی مشکلات حل کړی.
د یوی روښانه اسلامی ټولنی په هیله
لیمه وردګ