د طالبانو له راتګ وروسته د کرونا وبا د واکسین تطبیق ډیر راټیت شوی
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق "یونسف" وایي د طالبانو له لورې د کابل د نیولو وروسته په لومړۍ اونۍ کې د کروناویروس ضد واکسین د تطبیق کچه ډیره ټیټه شوې.
جنوبي کوریا له کابل څخه ۳۸۰ افغانان باسي
جنوبي کوریا د چهار شنبې په ورځ اګست ۲۵ اعلان وکړ چې غواړي کابو ۳۸۰ افغانان له کابل څخه وباسي.
ایران: په افغانستان کې د ټولشموله حکومت د جوړیدو ملاتړ کوو
د ایران د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د یو ټول شموله حکومت د جوړیدو او په سوله ییزه توګه د واک د لیږد څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی.
امریکا کې سیلابونو لږ تر لږه ۲۲کسان مړه کړي
د امریکا د متحده ایالاتو د ټینیسي په ایالت کې د سختو ورښتونو نه وروسته سیلابونو لږ تر لږه ۲۲تنه مړه کړي او لس ګونه لا هم تري تم دي.
بایډن: هیله لرم د تخلیې عملیات په همدې میاشت کې پای ته ورسیږي
د امریکا جمهور رئیس جو بایډن وایي هیله لري چې د افغانستان نه د لس ګونو زرو کسانو د ایستلو بهیر د روانې اګست د میاشتې تر ۳۱ مې وروسته ونه غځیږي.
د طالبانو حاکمیت او د افغانستان مخ په زیاتېدونکی اقتصادي کړکیچ
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته افغانستان د بشري کړکیچ تر څنګ له یو لوی اقتصادي کړکیچ سره هم مخامخ دی.
طالبان په افغانستان د پاکستاني طالبانو د شتون په هکله پلټنه کوي
د پاکستان له شکایت وروسته چې وایي د پاکستان د طالبانو تحریک د افغانستان د خاورې څخه د پولې اخوا بریدونو لپاره استفاده کوي، د طالبانو مشر ملاهبت الله آخندزاده، پدې اړه د پلټنو امر کړی دی.
د بریتانیا پوځ: د کابل هوایی ډګر ګډوډيو کې ۷ کسان وژل شوي
د بریتانیا دفاع وزارت د یکشنبې په ورځ اګست ۲۲ (زمري ۳۱) وویل چې د شنبې په ورځ د کابل هوایی ډګر ته نږدې اوه کسان پداسې حال کې ووژل شول چې په زرګونه کسان د هیواد نه د وتلو په نیت د کابل د نړیوال هوایي ډګر مخ ته راټول شوي وو.
عزیز الله فضلي د افغانستان کرکټ بورډ سرپرست رئیس وټاکل شو
عزیزالله فضلي د افغانستان کرکټ بورډ سرپرست عمومي رئیس وټاکل شو.
مالیې وزارت: د ګمرکونو او بانکونو فعالیتونه به ډېر ژر پيل شي
د افغانستان مالیې وزارت وايي، د ګمرکونو، دولتي او خصوصي بانکونو فعالیتونو د بیرته پیلولو په اړه هڅې روانې دي.
طالبان : ډیر ژر به ټول شموله اسلامی حکومت جوړ شي
یوه هفته وروسته له هغه چې طالبانو کابل ونیوه د دوی مشران د یوه " ټول شموله اسلامي حکومت ." د جوړولو لپاره چې دوی یې وعده کړېده په خپلو کې او له خپلو پخوانیو سیالانو سره په خبرو بوخت دي.
یوګاندا: د پناه غوښتونکو افغانانو په اړه لا هم امریکا سره خبرې کوو
د یوګاندا د بهرنیو چارو وزارت وایي لا هم د افغانانو د منلو په اړه له واشنګټن سره کومې نهايي پرېکړې ته رسېدلي نه دي او خبرې روانې دي.
امریکا د کابل ښار ته الوتکې استولي چې امریکایان راوباسي
د امریکا یو چارواکي ویلي چې څرخي الوتکې استول شوي چې هغه امریکایان راوباسي چې نشي کولای د کابل نړیوال هوايي ډګر ته داخل شي.
ملا برادر د نوي حکومت د جوړیدو په اړه خبرو لپاره کابل ته تللی
د طالبانو د ډلې مرستیال ملا عبدالغني برادر نن شنبه اګست ۲۱ (زمري ۳۰) کابل ته تللی چې د طالبانو د یو جګپوړي غړي په وینا په افغانستان کې د "ټول شموله" حکومت په جوړیدو خبرې وکړي.
انجلینا جولي ته د یوې افغانې ماشومې لیک: 'موږ بیا زنداني شوو'
د هالیوډ مشهوره سینمايي څېره انجلینا جولي د افغانستان وضعیت ته د نړیوالو د پام اړولو لپاره ټولنیزو رسنیو ته را ووتله، هغه، چې تر دې مخکې په ټولنیزو رسنیو کې ډېره فعاله نه وه، انستاګرام ته راغله.