د لوبو له میدانه؛ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شل اوریزو سیالۍ کېږي
د لوبو له میدانه په خپرونه کې به واورئ چې افغانستان او پاکستان د کرکټ شل اوریزې سیالۍ کوي. د راشد خان ۵۰۰ وېکټې او ملي لوبډلې ته د هغه د راتګ کیسه. د افغانستان کورنی کرکټ او د ۲۰۲۳ کال ټورنمنټونه او په اسیا جام سیالیو کې د افغانستان د بېسبال ملي لوبډلې ګډون. په خپرونه کې نور مطالب هم شته چې د لاندې لېنک په کېګاږلو یې اورېدلی شئ:
ملګرو ملتونو کې د عربي اماراتو او سويس استازو د افغان ښځو وضعيت د نهمنلو وړ بللی
د افغانستان د مدني ټولنو یو شمېر ښځینه غړې په دې باور دي، چې که نړیواله ټولنه د طالبانو پر حکومت فشار راوړي، دوی به پر افغان ښځو او نجونو د بندیزونو لګولو په اړه خپله پرېکړه بدله کړي. د بدخشان ولایت یوې زدهکوونکې او د مدني ټولنې فعالې مریم رسولي ازادي راډیو ته وویل: "که دغه ډله لهمينځه نهشي وړی، نو په هغوی دې فشار زیات کړي، چې د ښوونځيو، پوهنتونونو او هغه دفترونو دروازې، چې ښځو پهکې کار کاوه، پرانيزي، که نړيواله ټولنه په دغه ډله (طالبانو) فشار واچوي، هغوی به په يوه ورځ يا يوه اوونۍ کې خپلې پرېکړي بدلې کړي او يا به وتښتي." دا په داسې حال کې ده چې په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو او سویس هېوادونو استازو، په افغانستان کې د ښځو وضعیت د نه منلو وړ بللی دی. د دغو دواړو هېوادونو استازو په خپلو ټويټرپاڼو کې ليکلي، چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا د ښځو، سولې او امنيت په اړه، غیر رسمي ډلې د متحده عربي اماراتو او سويس په ګډې مشرۍ د ۲۰۲۳ کال په لومړۍ غونډه کې، د پنجشنبې په ورځ د افغان ښځو پر وضعيت خبرې وشوې. په ملګرو ملتونو کې د سویس استازې لیکلي چې د افغان ښځو او نجونو وضعیت د منلو وړ نهدی او سوله او امنیت د جنسیت له برابرۍ سره نه شلېدونکی تړاو لري. په همدې حال کې ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا، د تړلو دروازو تر شا په یوه غونډه کې افغانستان ته د دغه سازمان د سرمنشي مرستیالې امینه محمد د سفر پایلې وڅېړي. ویل شوي، چې مېرمن محمد به له طالبانو سره د خپلو خبرو او د افغانستان وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړي. کابو دوه اوونۍ وړاندې، مېرمن امينې د ملګرو ملتونو د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ افغانستان ته سفر وکړ او هلته يې له يو شمېر طالب چارواکو سره د افغان ښځو او نجونو د حقونو په ځانګړي ډول د کار او زدهکړې د حق د خونديتوب په اړه خبرې وکړې. د راپورونو لهمخې تر اوسه د طالبانو له لوري په دې اړه کوم څرګند ځواب نهدی ترلاسه شوی. په همدې حال، د ښځو د حقونو یو شمېر فعالان وايي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او ورته نورې غونډې د افغانستان پر وضعیت هېڅ اغېز نهلري. نوموړې وايي: "موږ ولې اوس هم له نړۍ دوکه خورو؟ او فکر کوو چې که د امنیت شورا د افغانستان په اړه د دروازې تر شا او یا د دروازې تر مخې، د تړلو دروازو تر شا یا د خلاصو دروازو تر شا غونډه وکړي، دا به د افغانستان پر حالت ډېر اغېز وکړي او زه دې ته هم حيرانه يم چې ولې نړۍ فکر کوي چې اوس هم موږ غولولی شي؟ بس دی! تر څو چې امریکا پخپله دا پرېکړه ونهکړي چې له طالبانو سره يې اړيکې تړلي، په دې صورت کې د بدلون امکان شته، که نه نو د بدلون امکان نهشته." خو په وروستيو کې د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د افغانانو پر وړاندې د طالبانو اوسنۍ کړنې به بې ځوابه پاتې نهشي او د بشري حقونو د سرغړونو مخنیوي لپاره به له ټولو لارو چارو کار واخلي. د امینه محمد له سفر وروسته د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو او د بېړنیو مرستو په چارو کې د سرمنشي مرستيال مارتین ګریفیتس کابل ته سفر وکړ او له طالب چارواکو سره یې په نادولتي مؤسسو کې د ښځو د کار کولو د حق په اړه خبرې وکړې. له دغه سفر وروسته له CNN سره په مرکه کې هغه وویل، چې یو شمېر طالب وزیرانو ورته ویلي چې دوی پر یوې کړنلارې کار کوي چې ښځو ته د بشري مرستو په بهیر کې د کار کولو اجازه ورکړي.
امينه محمد: پر افغان نجونو او ښځو د محدوديتونو ليرې کېدو ته هيلهمندي پيدا شوې
د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیاله امينه محمد هیلهمنه ده چې پر افغان نجونو او ښځو د طالبانو لهخوا لګېدلي بندیزونه به یو څه ليرې شي. امينه محمد له سيانان ټلوېزیون سره مرکه کې چې د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو څانګې مشره سیما باهوس هم ورسره وه ویلي، د طالبانو خپلمنځي اختلاف او تر خوا یې د ټولو لوریو فشار ته په کتو احساسوي چې د یو شمېر بندیزونو لېرې کېدل ممکن دي. امينه محمد پر افغان نجونو او ښځو د طالبانو لهخوا لګېدلي بندیزونه هم له اسلام سره ټکر کې بولي او د داسې اقداماتو غوښتونکې ده چې ستونزې حل کړي. نوموړې وايي: "نو موږ باید پیل وکړو، فشار راولو او هغه اقدام وکړو چې ورته اړتیا ده. دوی مشروعیت او بشري مرستو ته اړتیا لري. موږ باید د ستونزو د پای ته رسولو لپاره هڅو ته دوام ورکړو." طالبان د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي د مرستیالې د نیوکو په اړه ځواب نه وايي، خو وړاندې یې دا د افغانستان داخلي مسایل بللي. په افغان نجونو او ښځو د طالبانو د بندیزونو ور هاخوا د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیاله امينه محمد ساړه او لوږه هغه دوه لاملونه بولي چې د دې په خبره، د افغان نجونو او ښځو ترمنځ یې ژور خفګان لا پسې زیات کړی دی. له سيانان سره مرکه کې د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو څانګې مشرې سیما باهوس هم دې ټکي ته اشاره وکړه او ویې ویل، په افغانستان کې د ځانوژنې د پېښو ګراف مخ په پورته کېدو او دا پېښې مخ په زیاتېدو دي. مېرمن باهوس د افغان نجونو او ښځو اوسنی وضعیت دردونکی بولي. نوموړې وايي: "د غونډې په پیل کې دوی ډېرې پیاوړې وې، موږ یې ستاینه کوو، خو د غونډې په نیمايي کې بل ډول حال و. دوی وژړل ویل یې چې دوه، درې ورځې کېږي چې د خپلو ماشومانو لپاره خواړه نهلري. موږ ولیدل چې هلته د ځانوژنې د پېښو احتمال زیات دی. یوې مېرمنې وویل، له ډېر ژور خفګان سره مخ ده، ځکه څو ورځې کېږي چې د هیڅ شي د پېرلو توان نهلري. دوی ډېرې پياوړي دي، خو دا ډېره دردونکې هم ده." د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو څانګې مشره وايي، له افغان نجونو او ښځو سره کتنه کې هغوی له دوی غوښتي چې غواړي بېرته زدهکړو ته ولاړې شي، کار وکړي او نهغواړي چې له ټولنیزو چارو څخه د تل لپاره حذفې شي. د امينه محمد په مشرۍ د ملګرو ملتونو پلاوی څلور ورځې کابل او کندهار کې و او له طالب چارواکو سره یې په افغان نجونو او ښځو د لګېدلو بندیزونو په اړه خبرې وکړې. که څه هم امينه محمد هیله ښېي چې یو څه بندیزونه به لېرې شي، خو طالبانو لا په دې برخه کې کوم عملي ګام نهدی پورته کړی. له همدې امله د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیاله له نړیوالې ټولنې غواړي چې باید په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو لپاره متحد شي، څو د دې له قوله، هغه نابرابریو ته د حل لار پیدا کړي چې افغان ښځې او نارینه اغېزمنوي.
ټاکل شوې امنيت شورا نن د افغانستان پر وضعيت ځانګړې غونډه جوړه کړي
ټاکل شوې ده چې د ملګروملتو امنیت شورا نن (جمعه) د افغانستان د وضعیت په اړه ځانګړې غونډه وکړي. دا غونډه افغانستان ته د ملګروملتو د سرمنشي د مرستیالې امینې محمد له سفره وروسته دایریږي. په ملګروملتو کې د متحده عربي اماراتو د استازي ویاند شهاد مطر پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې دا غونډه د متحده عربي اماراتو، جاپان او فرانسې په غوښتنه جوړېږي او امينه محمد به د خپل وروستي سفر په باب شورا ته معلومات ورکړي. د ده په وینا دا به ناعلني غونډه وي او په لړ کې به یې امينه محمد له طالبانو سره پر خبرو کې، هغو پیغامونو چې هغوی ته یې رسولي او د وضعیت په اړه پر خپلې ارزونې نظر څرګند کړي. ښاغلي مطر ویلي، د دې سفر حساس ماهیت او په افغانستان کې روان وضعیت ته په کتو د بندو دروازو شا ته غونډه د امنیت شورا لپاره لا اغېزمنه او تر ټولو مناسبه ده څو د سرمنشي د مرستیالې نظرونه واوري. امینې محمد د چهارشنبې په ماښام (د سلواغې په پنځمه) په نیویارک کې خبریالانو ته وویل، له طالب چارواکو سره په کتنو کې یې هڅه وکړه چې د ټولو افغان مېرمنو او نجونو غږونه هغوی ته ورسوي. د هغې په وینا، د طالبانو یوازینی ټینګار دا و چې په رسمیت وپېژندل شي او په ملګروملتونو کې استازی ولري. د سیاسي چارو افغان شنونکی مشتاق رحیم ستانکزی هم باور لري چې طالبان د ښځو د کار او تعلیم په مخنیوي سره غواړي چې پر نړیوالو فشار راوړي. نوموړی وايي: "طالبان د ښځو د کار او تعلیم په مخنیوي سره غواړي چې پر نړیوالو فشار راوړي څو د دوی حکومت په رسمیت وپېژني." امینې محمد په عین حال کې له مسلمانو هېوادونو وغوښتل چې له طالبانو سره مرسته وکړي چې له دیارلسمې پېړۍ څخه راووځي او د یوېشتمې پېړۍ په لوري حرکت وکړي. د ملګرو ملتونو دې چارواکې څرګنده کړه، طالبانو ورته وویل چې د مېرمنو د ساتنې هڅه کوي خو د هغې په وینا د طالبانو دا تګلاره د مېرمنو "ځپل" دي. مشتاق رحیم ستانکزی وايي، کابل ته د ملګروملتو د چارواکو وروستي سفرونو او له طالبانو سره خبرو خوشبیني پیدا کړې چې ګوندي طالبان خپل دریځونه نرم کړي. په همدې حال کې د ملګروملتو یوه بل جګپوړي چارواکي مارتین ګریفیتس پرون وویل، چې طالب چارواکي غواړي نوي مقررات اعلان کړي چې پر اساس به یې ښځې په ځینو مرستندویو عملیاتو کې د کار اجازه ترلاسه کړي. په بشري چارو کې د سرمنشي مرستیال ښاغلي ګریفیتس وویل چې د کابل د سفر په لړ کې یې د طالبانو له ډېرو وزیرانو څخه هیله بښونکي پیغامونه ترلاسه کړي دي. طالبانو، چې په ۲۰۲۱ کې له واک ته رسېدو وروسته نجونې له شپږم ټولګي پورته له زدهکړو منع کړې وې، په وروستیو کې یې نجونې او ښځې له پوهنتونونو او په ناحکومتي مؤسسو کې له کار کولو هم منع کړې. د دوی دا ډول اقدامات په افغانستان او نړۍ کې له سختو عکس العملونو سره مخامخ شول.
افغانستان ته د ملګرو ملتونو د پلاوي پرلهپسې سفرونه څومره اغېزناک دي؟
افغانستان ته د ملګرو ملتونو د پلاو سفرونه به څومره د طالبانو په هغې پرېکړې چې افغان مېرمنې یې په غیر دولتي ادارو کې له کار منع کړي اغېز وکړي؟ محمد خاطر پردېس د ښځو له فعالې برشنا صافۍ سره مرکه کړې او په سر کې يې ترې افغانستان ته د ملګرو ملتونو د پلاو د سفر د اغېز په اړه پوښتنه کړې. د اغلې صافۍ مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
مارتين ګريفيتس: طالبان د ښځينه کارکوونکو د کار په اړه پر يوې تګلارې کار کوي
په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له لوري په نا دولتي کورنیو او نړیوالو مؤسسو کې د افغان مېرمنو پر کار د بندیز له پرېکړې څه د پاسه یو میاشت تېریږي، ملګري ملتونه وايي هیلهمندي شته چې د بشري مرستې رسونې په ځینو برخو کې طالبان د ښځو ونډې ته اجازه ورکړي. د بشري مرستو رسونې په برخه کې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیال مارتین ګریفیتس چې تازه د کابل له سفره ستون شوی امریکايي ټلوېزیون سيانان سره په مرکه کې ویلي دي، که څه هم په نا دولتي مؤسسو کې د ښځو پر کار د طالبانو د تېرې میاشتې بندیز لا هم پر خپل ځای دی خو له دوی سره يې په کابل کې د خبرو پر مهال له دوی هیله بښونکي ځوابونه ترلاسه کړي دي. نوموړي ويلي: "د دوی ځواب راته دا و چې دوی پر یوې کړنلارې کار کوي چې په راتلونکو اوونیو کې به جوړه شي او پهکې به د بشري مرستو رسولو په چارو کې د ښځو رول ته پام شوی وي، زه له دې چارې خوښ یم او له ټولو طالب چارواکو سره چې ما لیدلي، ما ترې مثبت ځواب ترلاسه کړی، نو موږ یې پایلو ته په تمه یو او په دې برخه کې به د فبروري تر وروستیو له دوی سره په ژورو بحثونو اخته یو، تر څو دا باور ترلاسه شي چې هره هغه کړنلاره چې جوړیږي نو باید د افغانانو اړتیاوو ته ځواب ویونکي وي." نوموړي هیلهمندي ښودلې چې طالبان به د ښځو د کار په اړه لارښود ژر خپور کړي. په ۲۰۲۱ میلادي کال په اګسټ میاشت کې تر واک وروسته طالبانو سملاسي له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو پر زدهکړه بندیز ولګاوه، خو د ۲۰۲۲ میلادي کال په وروستیو کې پر ښځو د محدودیتونو په دوام يې دوی له لوړو زدهکړو هم منع کړې او په کورنیو نا دولتي او نړیوالو مؤسسو کې يې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه. په همدې حال د ملګرو ملتونو د سرمنشي بلې مرستیالې امنیه محمد، چې دې هم په دې وروستیو کې پر افغان مېرمنو د محدودیتونو د پای ته رسېدو په تړاو له طالب چارواکو سره د خبرو لپاره افغانستان ته سفر کړی و، په خپل ټویټر پاڼه لیکلي دي چې هیڅکله به افغان مېرنې او نجونې هېرې نهکړي. اغلې محمد لیکلي، چې دوی به داسې لارې ومومي چې لهمخې يې افغان مېرمنې په ټولنه کې ځان وویني او بشري حقونو ته يې درناوی وشي. نوموړې تېره ورځ په نیویارک کې په یو خبري کنفرانس کې وویل، چې باید له دیارلسمې پېړۍ څخه یویشتمې پېړۍ ته د طالبانو په راوستلو کار وشي. اغلې محمد زیاته کړه، د افغان مېرمنو د بشري حقونو د تامین په هدف یې په خپل اختیار کې له هر ډول امکاناتو کار واخیست. مېرمن امینې وویل، چې افغانستان ته یې د سفر پر مهال پر طالبانو فشار راوست څو پر افغان مېرمنو بندیزونه لیري کړي، په ځانګړي ډول د بشري مرستو د رسولو په مؤسسو کې، ځکه په خبره یې د سخت ژمي پر مهال قحطي د نږدې کېدو په حال کې ده. دا څرګندونې داسې مهال دي، چې بېلابېلو مرسته رسونکو نړیوالو ادارو خبرداری ورکړی، چې د افغانستان د ۳۸ میلیونه نفوس نږدې نیمايي له سختې لوږې سره مخ دي او که طالبان په نادولتي ادارو کې مېرمنو ته د کار اجازه ورنهکړي دا بشري ناورین به لا پسې پراخه شي.
طالب چارواکو سره د مارتين ګريفيتس ليدنه؛ د نجونو او ښځو د زدهکړې او کار پر حقونو خبرې شوي
د نجونو او ښځو پر زدهکړو او کار له طالب چارواکو سره خبرې. په بشر دوستانه چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارتین ګریفیتس او ملګري پلاوي یې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت له سرپرست وزیر سراج الدین حقاني سره په لیدنه کې د افغان نجونو او ښځو د کار او زدهکړو پر موضوعاتو خبرې کړې دي. په دې اړه د طالبانو حکومت د کورنیو چارو زارت په ټویټر پاڼه په خپور شوي بیان کې راغلي دي، یاد پلاوي ویلي، د نجونو او ښځو زدهکړه او کار هغه بنیادي حقونه دي، چې دوی یې د اعادې غوښتنه کوي. خو په بیان کې دا هم راغلي، ښاغلي حقاني دوی ته دا ډاډ ورکړی، چې د زدهکړو او تحصیل د دایمي محرومیت بحث مطرح نهدی. په بیان کې وړاندې د نوموړي په حواله ویل شوي، په تعلیمي نظام کې د نظرونو تفاوت شته چې د حل کېدو وړ دی. په بیان کې دا نهدي ویل شوي، چې لیدنه څه وخت شوې ده خو د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک د دوشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، مارټین ګریفیټس کابل ته تللی دی. ښاغلي ګریفیټس سره په دې سفر کې د ماشومانو د خوندیتوب سازمان مشره جانتي سویی ریپتو، د پاملرنې مؤسسې مشره سوفیا سپریچمن او د یونېسف مشر عمر عبدي ملګري دي. طالبانو په دا تېره ډسمبر میاشت کې پوهنتونونو ته د ښځو په ورتګ او دغه شان په نادولتي مؤسسو کې د ښځو په کار بندیز ولګاوه. د طالبانو دې پرېکړو پراخ غبرګونونه راپارولي او د ملګرو ملتونو او نورو لویو او مهمو سازمانو چارواکي یې اړ کړي، چې طالب چارواکو سره د خبرو لپاره افغانستان ته سفرونه وکړي. د یادونې ده، چې مخکې بیا د ملګرو ملتونو د سرمنشي د بلې مرستیالې امینه محمد په مشرۍ هم یو پلاوي افغانستان ته سفر کړی و او له ګڼو طالب چارواکو سره یې د نجونو او ښځو پر زدهکړو او د کار د بندیز په اړه خبرې کړې وې. په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د متحده عربي اماراتو، جاپان او فرانسې استازو د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي له مرستیالې امينه محمد څخه غوښتي چې افغانستان ته د خپل وروستي سفر او له طالبانو سره د لیدو کتو په اړه دوی سره د تړلو دروازو تر شاه جلسه وکړي. په دغه سازمان کې د متحده عربي اماراتو د دایمې استازولۍ ویاندې شاهد متر په خپل ټویټر لیکلي دي، چې دا ناسته به د را روانې جمعې په ورځ وشي. اخوا د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزف بورل په خپل ټویټر لیکلي دي، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله بروکسل ته ورغلې تر څو افغانستان ته د خپل وروستي سفر جزیات له دوی سره شریک کړي. بورل لیکلي دي، چې اروپايي ټولنه له ملګرو ملتونو سره په ګډه د افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو ترڅنګ دریږي.
ايا د افغان نجونو د زدهکړو په اړه روانو هڅو نتيجه ورکړې ده؟
پرون د تعلیم نړیواله ورځ وه او داسې وخت ونمانځل شوه، چې نن (چهارشنبه) ۸۹۲مه ورځ ده، په افغانستان کې نجونې تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نهلري او تېره میاشت پوهنتونو ته د نجونو او ښځو تګ هم منع شو. د ملګروملتونو عمومي اسمبلۍ د ۲۰۱۸ کال په ډسمبر میاشت کې د جنوري ۲۴ مه د دې لپاره د زدهکړو د ورځې په توګه ونوموله، چې په سوله او پرمختګ کې د زدهکړو پر اهمیت ټینګار وکړي. یونسکو سږ کال د زدهکړو نړیواله ورځ د افغان نجونو په نوم نومولې او تازه یې پر خپله ټویټر پاڼه یو وار بیا له ټولو غوښتي چې د افغان نجونو د زدهکړو لپاره خپل غږ پورته کړي. زموږ همکار، د قلم لار ټولنې له مشر مطیعالله ویسا سره چې له کلونو د افغانستان په بېلابېلو کلیو کې د تعلیم د پراختیا لپاره کمپاینونه کوي، مرکه کړې ده. لومړی یې ورڅخه پوښتنه کړې، ایا تر اوسه د نجونو د تعليم او تحصيل په اړه روانو هڅو نتیجه ورکړې ده؟ د ښاغلي مطيعالله ويسا مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
ګڼو سازمانونو او چارواکو يو ځل بيا د نجونو پرمخ د ښوونځيو او پوهنتونو د پرانيستلو غوښتنه کړې
افغانستان کې ځینو مېرمنو چې ځانونه «د ښځو د خودجوشه غورځنګ» غړي معرفي کوي، د سېشنبې په ورځ د تعلیم نړیوالې ورځې په مناسبت ویډیويي پیغامو کې پر نجونو او ښځو د لګول شویو محدودیتونو د لیرې کېدو غوښتنه وکړه. د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیت تېره شپه په خپل ټویټر کې د تعلیم نړیوالې ورځې په مناسبت د ملګرو ملتونو د متخصصانو د ډسمبر د ۲۹مې نېټې اعلامیه بیا خپره کړې، چې په هغې کې ویل شوي چې له زدهکړو انکار کول تبعيض دی. نوموړي ويلي: "له تعلیم انکار کول تبعیض او تر ټولو جدي ناتوان کول دي. دا کار زموږ نړۍ نېستمنوي، د خلاقیت، نبوغ او د بشریت د څه باندې نیمايي برخې د مشارکت مخه نیسي." په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې او د اضطراري مرستو د همږغۍ مرستیالې جویس سویا (Joyce Msuya) په خپل ټویټر کې لیکلي: "دا د خواشینۍ وړ ده چې نن سبا په افغانستان کې ښځې او نجونې د تعلیم له فرصتونو بې برخې کړای شوي. دوی د خپل ظرفیت د تحقق لپاره د هر فرصت مستحقې دي." د کابل لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي، هر څوک د تعلیم او تحصیل حق لري. پر دې سربېره د افغانستان د خلکو له باثباته او سوکاله راتلونکي سره مرسته کوي. د اعلامیې لهمخې د امریکا متحد ایالتونه په افغانستان کې نجونو او هلکانو ته د برابر تعلیم د برابرېدو غوښتنه کوي. د طالبانو د پوهنې وزارت په دې اړه په یوه اعلامیه کې ویلي، دوی ولس او نړیوالې ټولنې ته ډاډ ورکوي، چې د طالبانو حکومت تعلیم د هر افغان لپاره اړین بولي او هڅه کوي چې خپل ولس ته معیاري تعلیمي خدمات وړاندې کړي. په اعلامیه کې دې ته اشاره نهده شوې چې ولې لا هم نجونو ته اجازه نهشته چې تر شپږم ټولګي پورته نور تعلیم وکړي. بلخوا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا په خپل ټویټر کې لیکلي، تعلیم یو اساسي حق دی، چې تحول رامنځته کوونکې تجربه ده او د ټولنې د ټولو برخو په ګټه دی. د اوچا په وینا، نن سبا یو ملیون او یو لک نجونې له منځنیو ښوونځیو او یو لک نورې نجونې او ښځې له پوهنتونو بې برخې شوې دي. د دې تر څنګ د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق یا (UNFPA) په خپل رسمي ټویټر کې لیکلي: "له هر اړخیز او عادلانه تعلیم او ټولو ته له دایمي فرصتونو پرته هېوادونه نهشي کولی پر جنسیتي برابرۍ بریالي شي او د بېوزلۍ هغه چرخ مات کړي، چې په ملیونونو ماشومان، ځوانان او پوخ عمره کسان یې تر شا پرېښي دي." د ښځو د حقونو فعالې نظیفې احمدشاهي ازادۍ راډیو ته وویل، طالبان د وخت په تېرېدو سره خپلې لومړۍ دورې په څېر پر ښځو او نجونو فشارونه لګوي. هغې په دې برخه کې له نړیوالو د همکارۍ غوښتنه وکړه. نوموړې وويل: "که چېرې نړیوال پر طالبانو فشار راولي، زه ۹۰ فیصده ډاډمنه یم چې د نجونو پرمخ به ښوونځي، پوهنتونونه او نور تعلیمي مرکزونه بېرته پرانیستل شي. که چېرې نړیوال دا کار په اخلاص سره وکړي." پرون د جنورۍ ۲۴مه د تعلیم نړیواله ورځ وه او سږکال دغه ورځ افغان ښځو او نجونو ته ځانګړې شوې وه. له فشارونو سره- سره څه کم ۵۰۰ ورځې کېږي، چې طالبانو نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نهده ورکړې او تېره میاشت یې د نجونو او ښځو پرمخ د پوهنتونونو دروازې هم وتړلې.
ازادي راډيويي مجله؛ طالبانو موسيقۍ ته په ورته شعرونو بنديز لګولی
د طالبانو له لوري موسيقۍ ته په ورته شعرونو د بنديز په اړه د ښاغلي نجيب منلي څرګندونې، شعر، کيسه او پر کيسه نقد. افغانستان کې د کتاب له لوستلو سره د نه لېوالتيا دليل او د ماشومانو پر روزنه د رسنيو د اغېز په اړه مرکه په دې خپرونه کې را اخيستل شوي دي. دا خپرونه چې هره اوونۍ يې احمد شيبر چمتو کوي د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو يې اورېدلی شئ:
يو شمېر ښځې: د طالبانو حکومت د ښځو اړوند قضيو ته رسېدنه نهکوي
د طالبانو له حکومت ښځينه قضيو ته د رسېدنې برخه کې د يو شمېر افغان مېرمنو شکايت. د افغانستان د سترې محکمې یوه مخکینۍ کارکوونکې چې د امنيتي ستونزو له امله نهغواړي نوم يې راپور کې واخيستل شي، وايي اتلس کاله یې په ستره محکمه کې دنده ترسره کړه خو طالبانو یوازې په دې خاطر چې ښځه ده له دندې لیرې کړه. دا مېرمن ادعا کوي، کله یې چې د عدالت غوښتنې لپاره سترې محکمې ته مراجعه وکړه د دې ادارې په دروازه کې ولاړو طالبانو په اغزن سیم په پښو ووهله او له هغه ځایه یې وشړله. دا مېرمن دغه شان د طالبانو حکومت د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د قضیو په نه څېړلو تورنوي. نوموړې وايي: "د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي قضیو ته د رسېدنې لپاره کومه کورنۍ محکمه نهشته، اصلا څوک له ویرې د ښځو د محاکمو په لور تللی نهشي، او نه شکایت ثبتولی شي، ما څو ځل هڅه وکړه او هر ځل وګواښل شوم." دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز سرپرست انعامالله سمنګاني په خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي، چې د حکومت درې ګونو محکمو په تېرو دریو میاشتو کې د ښځو اړوند ۲۸۷۸ بېلابېلو قضیو ته رسېدنه کړې ده. د سمنګاني په خبره دا قضیې تر ډېره د میراث او د ښځو د مهر په اړه وې. خو نوموړي د نورو قضیو په ځانګړي ډول د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د قضیو هیڅ ډول یادونه نهده کړې. انعامالله سمنګاني او د سترې محکمې ویاند عنایتالله د دغه راپور تر خپرېدو په دې اړه د نورو معلوماتو لپاره زموږ پوښتنې ځواب نهکړې. دا په داسې حال کې ده چې د تېر جمهوري نظام لویې څارنوالۍ د یو راپور په خپرولو سره د ۱۴۰۰ لمریز کال د لومړیو دوه میاشتو کې هغه قضیې چې ثبت شوې او ورته رسېدنه شوې وه شمېر یې ۱۴۶۴ یادې کړې وې. د دغه شمېرو پر بنسټ چې د جمهوري نظام له سقوط مخکې د یادې ادارې پر وېب سایټ خپرې شوي، دا قضیې تر ډېره د وژنې، تېري، وهلو ډبولو، فحشا ته اړیستلو، د کیمیاوي موادو په وسیله سیزلو، جبري ودونو، د واده له حقه محرمول، زدهکړو، کار او روغتیايي خدمتونو ته د نه لاسرسي اړوند وې. په همدې حال کې د ښځو د حقونو فعاله نظیفه جلالي چې ادعا کوي، د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د قضیو د ۱۲ کمېټو د ثبت مسوولیت پر غاړه لري په تېر قوس میاشت کې یې ازادي راډيو ته ویلي وو، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی دی. نوموړې ویلي وو، کاري کمېټو یې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ۴۵۰۰ قضیې ثبت کړي چې پهکې په کم عمر کې جبري ودونه او وهل ډبول شامل وو. که څه هم د طالبانو د حکومت ویاندویانو په وار وار ادعا کړې چې، د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د افغان مېرمنو حقونه خوندي شوي دي خو د بشري حقونو بېلابېلو نړیوالو بنسټونو پر ښځو د طالبانو محدودیتونو ته په کتو په دې هېواد کې په پراخه کچه د بشري نقض په اړه اندېښنې ښودلي دي.
ملګروملتونو ته د ۱۸۲ استادانو ليک: پر طالبانو فشار راوړئ چې پر کار او تحصيل بنديز ليرې کړي
پر نجونو او مېرمنو د زدهکړو او کار د بنديز ليرې کولو بياځلي غوښتنه. هغه لیک چې د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي ته لیکل شوی او د افغانستان د پوهنتونونونو ۱۸۲ تنو استادانو چې ډېر یې په بهر کې دي پرې لاسلیک کړی، پهکې غوښتنه شوې چې دا سازمان دې له ټولو امکاناتو کار واخلي چې نجونو ته بېرته په افغانستان کې د زدهکړو اجازه ورکړل شي. په دې لیک کې ویل شوي چې، طالبان له زدهکړو او کار څخه د نجونو او ښځو په منع کولو سره هغوی له ټولنې حذفوي او د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې یې په اوبو لاهو کوي. په تېر جمهوري حکومت کې د لوړو زدهکړو وزیر عباس بصیر چې دا لیک یې لیکلی او د ۱۸۲ استادانو لاسلیک یې پرې اخیستی، ازادي راډيو ته وویل په دې لیک یې له ملګرو ملتونو او د دې سازمان له غړو هېوادونو غوښتي چې د افغان ښځو ترڅنګ ودرېږي او تر هغو دې طالبان په رسمیت ونه پېژني، چې د ټولو افغانانو بشري حقونو ته یې درناوی نه وي کړی. نوموړي وويل: "په دې لیک کې ویل شوي چې موږ له ملګرو ملتونو غواړو چې د افغان ښځو ترڅنګ ودرېږئ، له هغوی څخه د حقونو او ازادیو د ترلاسه کولو په برخه کې ملاتړ وکړئ، د ملګرو ملتونو سازمان او نړۍواله ټولنه دې پر طالبانو ډیپلوماتیک فشارونه زیات کړي چې پر ښځو لګول شوي محدوديتونه لرې کړي. ښځې باید کار وکړي او نجونې باید بېرته ښوونځیو او پوهنتونونو ته راوګرځي." ښاغلی بصیر زیاتوي په دې لیک یې د دې ترڅنګ چې له ملګرو ملتونو غوښتي چې په افغانستان کې پر نجونو د زدهکړو د بندیز په لرې کولو کې ونډه واخلي، ورسره یې له دې سازمان څخه غوښتي چې له هېواده بهر دې افغان ځوانانو په ځانګړې ډول نجونو ته د زدهکړو زمینې برابرې کړي. د کابل پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي استاد حامد عبیدي چې د ملګرو ملتونونو سازمان سرمنشي ته یې لیکلی لیک لاسلیک کړی، ازادي راډيو ته وویل، له زدهکړو د نجونو منع کول د اسلام د دستوراتو او ټولو نړۍوالو قوانینو خلاف کار دی، ځکه دوی له ملګرو ملتونو غوښتي چې په لومړي قدم کې دې دا ستونزه د ډيپلوماتیکو لارو حل کړي، خو که دا لاره هم نتیجه ور نه کړي، باید نور اقدامات وشي. ښاغلی عبيدي وايي: "که چېرې ډيپلوماتیکو هڅو ته طالبان ژمن نه و، په دویم قدم کې دې هغه مرستې چې په مستقیم او غیرمستقیم ډول د طالبانو له ادارې سره کېږي، پرې ودروي، تر هغو چې دوی مجبور شي چې بېرته د نجونو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي." د پوهنتونونو یو شمېر افغان استادان داسې مهال د ملګرو ملتونو سرمنشي ته لیک لېږي چې تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امینه محمد کابل ته تللې وه او له طالبو چارواکو سره یې د نجونو د زدهکړو او نورو مسایلو په اړه خبرې وکړې. اغلې محمد د دې څلور ورځني سفر په پای کې ویلي و، چې د ښځو د حقونو په برخه کې لږ پرمختګ شوی او په دې برخه کې لا ډېر کار ته اړتیا ده چې افغان نجونې او ښځې خپل حقونه ترلاسه کړي.
ګوتېرش: د طالبانو له لوري پر نجونو د زدهکړې د بنديز پرېکړه 'ظالمانه' ده
سره لهدې چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري پر نجونو له شپږم ټولګیو پورته زدهکړې بندې شوي، خو ځینې وړې کړۍ هڅې کوي چې د کورنیو ښوونځيو په جوړېدو نجونو ته انلاین زدهکړې ورکړي. پرستو حکیمي یو له هغه افغان مېرمنو ده چې د افغانستان په اته ولایتونو کې یې د څرک په نوم کورني ښوونځي جوړ کړي او په وړیا ډول نجونو ته پهکې زدهکړې ورکول کېږي. مېرمن حکیمي ازادي راډيو ته وویل، چې له دې سره نږدې دېرش ښوونکي په دې برخه کې وړیا کار کوي. نوموړې وويل: "زموږ دا ښوونځي په اته ولایتونو کې دي، درې په کابل کې، دوه په کندهار کې، په ارزګان، مزار، هرات او کندز کې ښوونځي لرو، د څرک بنسټ زموږ له لوري اداره کېږي، او هیڅ بنسټ مو مالي مرسته نهکوي، زموږ ښوونکي په وړیا ډول خدمت کوي." سودابه نژند بله افغانه مېرمن ده چې په کابل کې يې د نجونو د زدهکړو لپاره یو کورنی ښوونځی جوړ کړی دی. اغلې نژند وايي: "زموږ ښوونځي نهشي کېدای چې د دولتي ښوونځيو بدیل و اوسي، خو موږ غواړو چې د طالب مفکورې ته نه ووایو، دا ښوونځی مو جوړ کړی دی، موږ نورو دوستانو ته هم ویلي دي چې باید په دې کار کې له موږ سره یو ځای شي. په ولایتونو کې په ځانګړي ډول بادغیس، پنجشېر او هرات کې له دوستانو سره په اړیکه کې یو او دوی ټولو ښوونځي جوړ کړي او د طالبانو اوسنۍ مفکورې ته يې نه ویلي دي." طالبانو د ۲۰۲۱ میلادي کال په اګست میاشت کې پر افغانستان د بیاځلي واکمنېدو وروسته له شپږمو ټولګیو پورته نجونې له ښوونځیو منع او دغه شان یې په وروستي اقدام کېدوی له پوهنتونونو هم راوګرځولې. دا په داسې حال کې ده چې نن د جنورۍ ۲۴مه د زدهکړو نړیواله ورځ ده او ډېری نړیوال بنسټونه د افغان نجونو لپاره د زدهکړو د حق غږ پورته کړی دی. د ملګرو ملتونو د سازمان سرمنشي انتونیو ګوتېرش د سېشنبې په ورځ د زدهکړو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یو پیغام کې د طالبانو دا پرېکړه ظالمانه عمل بللی دی او له طالبانو يې غوښتي چې خپله پرېکړه بېرته واخلي. نوموړي ويلي: "اوس د ټولو هغه قوانینو او تبعیضونو د پای ته رسېدو وخت دی چې د زدهکړو په وړاندې خنډ ګرځي، زه په ځانګړي ډول په افغانستان کې له حاکمو چارواکو غواړم چې د نجونو په وړاندې د زدهکړو د بندیز ظالمانه او ناکامه پرېکړه بېرته واخلي." دا په داسې حال کې ده، چې د یونسکو سازمان سږ کال د زدهکړو نړیواله ورځ د افغان نجونو په نوم نومولې او تازه یې پر خپله ټویټر پاڼه یو وار بیا له ټولو غوښتي چې د افغان نجونو د زدهکړو لپاره خپل غږ پورته کړي. په ورته وخت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یواینایچسيار د زدهکړو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل ټویټر لیکلي دي، چې زدهکړو د بشر حق دی او افغان نجونو ته باید له شپږمو ټولګیو پورته د زدهکړو اجازه ورکړل شي تر څو خپلې وړتیاوې وښيي. دغې ادارې ټینګار کړی دی چې زدهکړه خلک له بېوزلۍ خلاصوي او په خپلو پښو يې ودروي. خو له دې ټول ټینګار سره سره تر دې دمه طالبانو د زدهکړو په برخه کې پر افغان نجونو خپله کړې پرېکړه بېرته نهده اخیستې او ویلي دي، چې د شریعت په چوکاټ کې د ښځو او نجونو حقونه ټینګ شوي دي. د ملګرو ملتونو د علمي، ښوونیز او فرهنګي سازمان د معلوماتو پر بنسټ دا مهال په افغانستان کې ۲ عشاریه ۵ میلیونه نجونې له زدهکړو بېبرخې دي.
د ارزګان ځینې اوسېدونکي: د بېکارۍ د کچې په لوړېدو ژوند سخت شوی
د ارزګان ولایت بې روزګاره اوسېدونکي له بېکارۍ شکایت کوي. دغه بې روزګاره خلک هره ورځ ترینکوټ ښار ته د کار پسې ځي. دوی وايي، د بېکارۍ کچه لوړه شوې او ژوندی یې ور سخت کړی دی. د دې ولایت اوسېدونکي دغې ستونزې ته د حل غوښتنه کوي. د ارزګان لپاره د طالبانو والي وايي، دوی په دې هڅه کې دي چې کانونه استخراج شي او خلکو ته د کار زمینه برابره کړي. نور حال د شریف الله شرافت په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:
افغان سرتیری د امریکا په زندان کې
یو پخوانی افغان پوځي عبدالواسع صافی امریکا ته د ناقانونه تلو په خاطر په تکزاس ایالت کې بندي دی. عبدالواسع صافي له برازیله تر متحده ایالتونو په څو میاشتو کې ځان رسولی وو. د هغه د خوشې کولو لپاره هڅې روانې دي. صفي الله ستانکزی او نور جزییات