دایي ایم ایف مشن دپور دنهمې جایزې سرته رسولو لپاره پاکستاني چارواکو سره خبرې اترې کړې دي
په اقتصادي چارو کار کوونکی خبریال مهتاب حیدر وې او ای ډیوه سره خبرو کې وایي، ایي ایم ایف یوه داسې نړیواله مالیاتي اداره ده چې که پاکستان ته پور ورکړي نو له دې وروسته به پاکستان ته د نورو نړیوالو مالیاتي ادارو او هیوادونو څخه اقتصادې پورونه ترلاسه کول ممکن شي
د اوکراین دفاع وزیر فرانسې ته تللی او جنګي جټ الوتکې غواړي
د اوکراین د دفاع وزیر الکسي رزنیکوف پارس ته تللی دی او تمه ده چې د فرانسې له مشرانو سره په خبرو کې د جنګي جټ الوتکو غوښتنه وکړي.
د امریکایي جنرال یاداښت: ښایي په ۲۰۲۵ کې د امریکا او چین جګړه وشي
د متحده ایالاتو د هوایي ځواکونو یو جنرال پخپل یادداښت چې تیره اوونۍ په انټرنیټ کې خپور شوی په ۲۰۲۵ کال کې یې د چین او متحده ایالاتو تر منځ د جګړې وړاندوینه کړې.
اجباري حجاب؛ طالبانو د ښځينه روغتیايي کار کوونکو د لباس څرنګوالی مشخص کړ
په افغانستان کې د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو د محدودیتونو په دوام، دا ځل هغوی په یوه تازه اقدام کې د روغتیا وزارت ښځينه کار کوونکو ته امر کړی چې د کار د جریان پر مهال ماسک وکړي او حجاب رعایت کړي.
د پېښور د ځانمرګي برید د وژل شویو شمېر ۸۷ تنو ته ورسېد؛ ۲۵ یې پولیس دي
د خیبر پښتونخوا د پېښور ښار په یو جومات کې د تیرې ورځې ځانمرګي برید له امله د وژل شوو کسانو شمېر ۸۷ تنو ته ورسېد.
رانا ثناالله: طالبان د پاکستان په یو دوست ګاونډي هيواد کې خوندي ځالې لري
د پاکستان د کورنیو چارو وزير رانا ثناالله د افغانستان نوم نه دی اخستی خو ويلي یې دي، چې "زمونږ په يو ګاونډي دوست هيواد کې د طالبانو [تحریک طالبان پاکستان] خوندي ځالې موجودې دي هغوی هلته پلانونه جوړوي او راځي دلته [په پاکستان کې] کارروايانې کوي".
ملګري ملتونو یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل میرمنو ته مؤسسو کې د کار کولو اجازه ورکړي
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشر دوشنبه جنوري ۳۰ (سلواغې۳۰) یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې میرمنو ته دې اجازه ورکړل شي چې په افغانستان کې د خلکو سره پدې سخت ژمي کې د مرستو رسولو په چارو کې همکاري وکړي.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱
بلینکن د اسرائیل او فلسطینیانو تر منځ د آرامتیا غوښتنه وکړه
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن نن د جنورۍ په دیرشمه (سلواغې ۱۰) په بیت المقدس کې له چارواکو سره تر کتنې وروسته د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ د ارامتیا لپاره د سمدستي اقداماتو غوښتنه وکړه.
چارواکی: د هغې کمپنۍ اجازت نامه منسوخ کړی شوي چې په بس کې یې 41 کسان مړه شوي دي
د کوټې کراچۍ پر لويه په خاصه د لسبلې په حدود کې تر دې وړاندې هم وړاندي هم د ټرېفېک لوی حادثې شوي دي. په مارچ 2014 کې د کوټې کراچۍ په لويه لار د لسبېلې په ګډاني سيمه کې په يوه ترافيکي پېښه کې 38 تنه مړه شوي او 15 ټپيان شوي وو
نن او وضعیت
د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.
امریکا کې د پولیسو د اصلاحاتو لپاره د قانون جوړونکو هڅې
یو شمیر امریکايي سناتوران په متحدو ایالتونو کې د پولیسو د زور زیاتي د مخنیوي لپاره د جدي اقداماتو د ترسره کولو لپاره د ملي ډيالوګ د ترسره کېدو غوښتنه کوي.
فنلنډ: لاهم هیله من یو چې د سویډن سره یوځای د ناټو غړیتوب ترلاسه کړو
د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیر نن دوشنبه جنورۍ ۳۰ (سلواغې ۱۰) وویل چې هېواد یې لا هم هیله لري چې له سویډن سره یوځای د ناټو غړیتوب ترلاسه کړي. دا پداسې حال کې دي چې ترکیې له سویډن سره د کړکېچ له زیاتېدو وروسته ویلي، ښايي په ناټو کې د غړیتوب لپاره د فنلنډ د انفرادي غوښتنې ملاتړ وکړي.
سپینې خبرې
د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.
د پاکستان خارجه وزیر وايي په ماسکو کې یې د روسي هم منصب سره په یو شمېر موضوعاتو خبرې وکړې
ماسکو ته د زرداري نه سفر نه یوه هفته د روس د توانای وزیر نېکولای شولګینوف په اسلام اباد کې یوې خبرې غوڼدې ته وویل چې پاکستان ته خامو تېلو او د پېټرولو منصوعات دپاره معاهدې ته حتمي شکل ورکړی شوی دی او امکان دې چې د مارچ د میاشت تر اخېره به عملي کړی شي