طالبانو په کندهار کې د یوې ودانۍ دننه د کوکنارو کروندې له منځه وړي
طالبانو په دې وروستیو کې د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د یوې کلا دننه د کوکنارو کروندې له منځه وړي دي. طالبان وايي، د دغو کروندو په اړه یې پټه اطلاع ترلاسه کړې وه چې سمدستي یې له منځه یوړل. دوی وايي، د نشه يي توکو پر کښت بندیز ته ژمن دي. نور په ویډيويي راپور کې:
کړوخېل: نړۍ اوس هم د افغان مېرمنو ملاتړې ده
د ښځو د حقونو فعاله او په تېر جمهوري نظام کې د ولسي جرګې غړې شینکۍ کړوخېل وايي، د لوړ پوړو سازمانونو، بنسټونو او شخصیتونو له ادرسه د افغان ښځو د حقونو په ننګه تويټونه، اعلاميې او لیکنې د دې ښکارندوي کوي، چې دنیا د افغان ښځو په ننګه ولاړه ده. له اغلې کړوخېل سره همایون هېواد مرکه کړې او په سر کې یې ورنه د افغان ښځو په ننګه د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو څانګې د تازه توېټ په اړه پوښتلي. د اغلې کړوخېل مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
يو شمېر ښځينه فعالانې: د افغان مېرمنو په اړه د نړيوالې ټولنې اوسنۍ کړنلاره سمه نهده
د افغان مېرمنو د حقونو د خونديتوب په اړه د ملګرو ملتونو او نړيوالې ټولنې پر کړنلاره نيوکې. افغانستان ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې په مشرۍ د پلاوي د سفر له پای او د افغان ښځو د حقونو په اړه د دغه سازمان د ښځو د برخې له یو تازه توېټ سره هممهاله د ښځو د حقونو یو شمیر فعالانې وایي، د ملګرو ملتونو په ګډون، نړیوالې ټولنې د افغان مېرمنو د حقونو د خوندي کولو په برخه کې یوازې پر ټویټونو، اعلامیو او رسمي غونډو بسنه کړې او عملي اقدام نهکوي. د ښځو د حقونو فعالانې په دې باور دي چې، د طالبانو له حکومت سره د نړیوالې ټولنې تېر یو کلن تعامل بېپایلې وو او اوس باید پر طالبانو د فشار داسې مېکانیزمونه رامنځته شي، چې عملي پایلې ولري. د ښځو د حقونو فعاله، امينه مایار وایي، افغان مېرمنې او نجونې نور د شته محدودیتونو د زغملو توان نهلري او باید نقض شوي حقونه یې بېرته ورکړل شي. نوموړې وايي: "تقریباْ له یونیم کال را پهدېخوا له ښځو څخه د ملاتړ لپاره غوڼډې، اعلامیې جریان لري، خو عملاْ اقدام نهدی لیدل شوی. بلکې ورځ تر بلې محدودیتونه ډېرېږي. هیلهمن یو چې نړیواله ټولنه د فشار له لارې وتوانیږي، چې اوسني وضعیت ته بدلون ورکړي." د ښځو د حقونو فعاله او د جمهوري نظام پر مهال د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رئیسه، هوا علم نورستانۍ هم انتقاد کوي او وایي، کومه تګلاره چې نړیواله ټولنه له تېر یو نیم کال راهیسې له طالبانو سره مخته وړي، دې تګلارې هیڅ نتیجه نهده ورکړې. اغلې نورستانۍ وايي: "دا د افغانستان د ښځو درد نه دوا کوي، باید عملي اقدامات وشي. ملګري ملتونه، ستر قدرتونه او نفوذ لرونکي هېوادونه باید عملي اقدام وکړي، ځکه هلته باید د ښځو په ژوند کې مثبت بدلون رامنځته شي، تر اوسه خو دا بدلون نهدی لیدل شوی." تازه د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت د ښځو څانګې په یوه ټویټ کې لیکلي چې، ملګري ملتونه د افغان مېرمنو او نجونو ترڅنګ دریږې. په ټویټ کې لیکل شوي چې ملګري ملتونه د افغان مېرمنو له حق غوښتنې ملاتړ کوي، ځکه دوی د ښځو پر کار، تعلیم، تحصیل او حقونو د رامنځته شویو محدودیتونو د لیرې کېدو غوښتونکي دي. بل لور ته د افغانستان د ځواکمنو ښځو اصلي خوځښت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د افغان مېرمنو له حقونو څخه د دفاع لپاره د دوی فعالیتونه دوام لري، خو د دوی په خبره، فعالیتونه یې ولسي اړخ لري او هیڅ سیاسي جریان پورې تړلي نهدي. د دې خوځښت غړې، مونسې مبارز ازادي راډیو ته وویل، په دې وروستیو کې ځیني سیاسي جریانونو هڅه کړې، چې د دوی له ادرسه امتیازات او شهرت ترلاسه کړي. نوموړې وايي: "په دې شپو ورځو کې ځیني سیاستوال او فرصت طلبه کسان هڅه کوي چې د معترضو مېرمنو له ادرسه ځان مطرح کړي، موږ وغوښتل د دې اعلامیې په خپرولو سره د ښځو د خوځښتونو خپلواکي په ښکاره ټکو څرګنده کړو. افغان مېرمنې او معترضین هغه کسان دي چې د کابل او ولایتونو په واټونو کې حضور لري او هره ورځ د طالبانو دورې زغمي." خو نوموړې مشخص د کوم سیاسي جریان یا شخص نوم وانهخیست. د ښځو د حقونو د خوندي کولو په برخه کې د نړیوالې ټولنې پر کړنو نیوکې داسې مهال کېږي، چې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیالې امينې محمد افغانستان ته د خپل څلور ورځني سفر په پای کې ویلي چې، له طالبانو سره په خبرو کې پر افغان نجونو او ښځو د لګېدلو بندیزونو د کمېدو په برخه کې لږ پرمختګ شوی. دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې اروپایي ټولنه نن په یوه غونډه کې د افغانستان پر روان وضعیت، په ځانګړي ډول د ښځو پر ژوند خبرې وکړي. د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ د دفتر ویاندې نبیلا میزرالي تېر ماښام ازادي راډیو ته په یوه رالېږلي غږیز پیغام کې تایید کړې چې، افغانستان د نن غونډې د اجندا یوه مهمه موضوع ده. اروپایي ټولنې وړاندې له دې د دې غونډې په اړه په یوه اعلامیه کې لیکلي وو، چې د دې ټولنې وزیران او چارواکي به په افغانستان کې له پوهنتونونو او په نا دولتي مؤسسو کې له زدهکړو او کار څخه د نجونو او ښځو د راګرځولو پر موضوع تمرکز وکړي.
نن د اروپايي ټولنې يوه غونډه کې د افغان نجونو او مېرمنو پر محدوديتونو خبرې کېږي
ټاکل شوې چې اروپایي ټولنه نن په یوه غونډه کې د افغانستان پر روان وضعیت خبرې وکړي. د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ د دفتر ویاندې نبیلا میزرالي تېر ماښام ازادي راډیو ته په یوه رالېږلي غږیز پیغام کې تایید کړه چې، د افغانستان موضوع د سبانۍ غونډې د اجندا یوه مهمه موضوع ده. نوموړې ويلي: "دغه غونډه چې سبا جوړیږي، مشري به یې د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ او امنیتي چارو مشر جوزیف بوریل کوي. د بهرنیو چارو وزیران په دې غونډه کې د افغانستان، ایران، ونیزیویلا، ایتوپیا او مونتینګرو پر وضعیت خبرې کوي." مېرمن میزرالي په دې اړه نورجزیات ورنهکړل خو اروپایي ټولنې د دې غونډې په اړه په وروستۍ اعلامیه کې ویلي، چې د دې ټولنې وزیران او چارواکي به په افغانستان کې له پوهنتونونو او په غیر دولتي مؤسسو کې له زدهکړو او کار څخه د نجونو او ښځو د راګرځولو پر موضوع تمرکز وکړي. په بروکسل کي د نننۍ غونډې له جوړېدو یوه ورځ مخکې یعنې پرون د اروپایي پارلمان مخته په یوه لاریون کې په افغانستان کي د نجونو او ښځو د تعلیم او کار پر حقونو لګول شوي بندیزونه وغندل شول او د هغو د لیري کېدو غوښتنه وشوه. په دې لاریون کې چې د پيټيایم په نوښت رابلل شوی و، ګډونوالو یې له طالبانو وغوښتل چې پر نجونو او ښځو لګول شوي بندیزونه سمدستي لیرې کړي. د دې لاریون یوه تنظیمونکي امین باوري ازادي راډیو ته وویل: "ټولو ګډونوالو په یوه اواز په افغانستان کې په اوسنیو واکمنانو غږ وکړ چې، د ښځو د حقوقو، د هغو چې خدای رسول او قران عظیم شان هغوی ته ورکړي، له هغو حقوقو څخه بېبرخې نهکړي او دغه خپل شاته پاتې فکر لیرې او دا حقوق دوی ته ورکړي." د دې لاریون ګډونوالو همدارنګه له اروپایي ټولنې او نړیوالوهم وغوښتل چې د افغانستان پر نویو واکمنانو فشار راوړي چې د افغانانو بشري حقونو ته درناوی وکړي. په عین حال کې د ملګروملتونو ښوونیزه، علمي او فرهنګي اداره یا یونسکو وایي، په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان په پوهنتونونو کې د ښځو ګډون کابو شل چنده زیات شوی و خو نن ورځ دوی اجازه نهلري چې په هېواد کې لوړې زدهکړې وکړي چې دا د منلو وړ نهده. دې ادارې دغه څرګندونې د زدهکړې د نړیوالې ورځې په مناسبت پرون په یوه ټویټ کې کړي او غوښتنه یې کړې چې راځئ له دې ورځې سره یو ځای شو او په لوړ غږ او واضح دا خبره وکړو چې پرېږدئ چې افغان نجونې زدهکړې وکړي. یونسکو ویلي، د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ له نسکورېدو وروسته په ۲۰۰۱ کال پنځه زره نجونې د لوړو زدهکړو په مؤسسو کې شاملې وې او دا شمېره په ۲۰۲۱ کال چې په دوبي کې یې بیا طالبان واک ته ورسېدل، ۱۰۳ زره او ۸۵۴ ته رسېدلې وه خو روان ۲۰۲۳ کال د لوړو زدهکړو په مؤسسو کې د نجونو او ښځو ګډون صفر ته رسېدلی. دې ادارې ویلي چې، د زدهکړې سږنۍ نړیواله ورځ یې چې سبا د جنوري ۲۴مه ده، د افغان نجونو او ښځو د زدهکړې موضوع ته ځانګړې کړې ترڅو د نړیوالو پام دغې ستونزې ته راجلب کړي. په عین حال کې د ملګروملتونو د ښځو د چارو ادارې ویلي، چې په افغانستان کې ښځې یوازې نهدي، بلکې د هغوی مبارزه نړیواله ده. دغې ادارې پرون په یوه ټویټ کې افغانستان ته له سفر وروسته د ملګروملتونو د سرمنشي د مرستیالې امینه محمد پر څرګندونو تمرکز کړی چې ویلي یې دي، دا ډېره مهمه ده چې د افغان نجونو او ښځو چې له تر ټولو تیاره وخت سره مخامخې دي، سمدستي ملاتړ وشي. په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر کار او زدهکړو د بندیزونو د لیرې کولو لپاره د نړیوالو له زیاتېدونکو غوښتنو سره سره، تر اوسه د طالبانو په دریځ کې کوم بدلون نهدی راغلی او طالب چارواکو تل دغه پرېکړې له اسلامي اصولو او افغاني دود سره سمې بللې دي.
د افغان نجونو په نوم د زدهکړو نړيواله ورځ ځانګړې کول؛ نجونو او فعالانو يې هرکلی کړی
یو شمېر افغان نجونې چې ښوونځيو ته له تګ بېبرخې دي، د یونسکو راتلونکې جوړېدونکې غونډې ته په اشارې وايي، دا غونډه باید یوازې د افغان نجونو سره د خواخوږۍ د ښودلو لپاره جوړه نهشي. بهار چې د يوولسم ټولګي زدهکوونکى ده له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، غواړي په راتلونکي تعليمي کال کې بېرته خپلې زدهکړې پيل کړي. نوموړې وايي: "کاش چې په نوي کال کې موږ یو بې توپیره او عادلانه حکومت ولرو چې د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وکړي او د ښوونځیو دروازې بېرته زموږ پر مخ پرانیزي. زه هیله لرم چې د یونسکو غونډه یوازې د افغان نجونو لپاره د خواخوږۍ څرګندولو لپاره نه وي او نړیواله ټولنه باید په رښتیني ډول اقدام وکړي ترڅو موږ له خپلو حقونو برخمن شو." دا غوښتنه په داسې حال کې کېږي چې د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) د جنورۍ ۲۴مه د زدهکړې د نړیوالې ورځې په توګه د هغو افغان مېرمنو او نجونو زدهکړو ته ځانګړې کړې چې له زدهکړو بې برخې دي. په پام کې ده یونسکو راتلونکې اوونۍ د یوې لوې غونډې د جوړېدو په ترڅ کې د افغان ښځو پر زدهکړو د بندیز د ژر تر ژره لیرې کولو غوښتنه وکړي. د دغه سازمان په اعلاميه کې د يونسکو عمومي مشرې (اډري ازولي) ویلي چې يونسکو به په دې غونډه کې د تعلیم د بنسټیزې غوښتنې بیا رغولو لپاره خپل غږ تازه کړي. مېرمن ازولي وړاندې ویلي، نړيواله ټولنه دا مسووليت لري چې د افغان نجونو او ښځو حقونه له ځنډ پرته تامين کړي او ټينګار يې کړی چې د ښځو پر وړاندې جګړه بايد ودرول شي. خو د پوهنې په برخه کې یو شمېر فعالان وايي، که د یونسکو غونډه په یوې اعلامیې کې له طالبانو څخه د نجونو پر مخ د زدهکړو د دروازې د پرانېستلو په اړه پای ته ورسېږي، دا به کومه مثبته پایله ونهلري. د دغو فعالانو له ډلې څخه نوري نزهت ازادي راډیو ته وویل، نړيوال دې موخې ته د رسېدو لپاره باید د طالبانو پر حکومت د بندیزونو په لګولو او د مالي مرستو په بندولو فشار راوړي. اغلې نزهت وايي: "یونسکو، د نورو سازمانونو سره په همغږۍ کې باید د هغو ډلو او حکومتونو لپاره هڅه وکړي چې واک ترلاسه کوي او ښځې له خپلو اساسي حقونو څخه بې برخې کوي، د هغو ډلو او حکومتونو په توګه چې د ښځو د حقونو او بشري حقونو اصلي سرغړونکي دي، د نړیوالو بندیزونو تابع دي. دوی دغه ډلې او حکومتونه مجبوروي چې د ښځو حقونو ته درناوی وکړي." له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو محدودیت او پوهنتونونو کې د ښځينه محصلينو پر تحصیل د بندیز تر څنګ په غیر دولتي ادارو او اکثرو دولتي ادارو کې د ښځو پر کار بنديز هغه لوى محدوديتونه دي چې طالبانو پر ښځو لګولي دي. خو د طالبانو حکومت تل ټینګار کړی چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته ژمن دي. د ملګرو ملتونو د تعلیمي، علمي او فرهنګي ادارې د معلوماتو لهمخې، د طالبانو د پرېکړې له امله په افغانستان کې ۸۰ سلنه نجونې (۲،۵ میلیونه) له زده کړو بې برخې شوې دي. یونسکو د طالبانو دغه پرېکړه د افغانستان لپاره یو ګواښ بولي او په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان د پرمختيايي لاسته راوړنو په اړه د معلوماتو په وړاندې کولو سره وايي چې له ٢٠٠١ کال څخه تر ٢٠٢١ کال پورې ددغه هېواد د پوهنې په ټولو کچو کې د زدهکړو په برخه کې لس برابر زياتوالى راغلی و چې له يو ميليون زدهکوونکو څخه شاوخوا لس ميليونو ته د زدهکوونکو شمېر رسېدلی و. خو د یونسکو د معلوماتو لهمخې په دې برخه کې هم په ورستیو کې کموالی راغلی.
امريکا: د نجونو او ښځو په اړه د طالبانو اوسنۍ تګلاره بشري حقونو ته سپکاوی دی
د امریکا متحدهایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا طالبانو ته روښانه کړه چې د مشروعیت پیدا کولو لپاره لپاره څه اړین دي. د دې وزارت د ویاند مرستیال ویدانت پټېل پرون یوه خبري کنفرانس کې ویلي، که طالبان غواړي چې مشروعیت پیدا کړي، باید د ټولو افغانانو حقونو ته احترام وکړي. پټېل د افغان نجونو او ښځو په اړه د طالبانو اوسنۍ کړنلاره بشري حقونو ته سپکاوی وباله. نوموړي ويلي: "د نجونو او ښځو په اړه د طالبانو سیاستونه بشري حقونو ته سپکاوی دی او تر هغه چې طالبان نجونې او ښځې ځپي، له نړیوالې ټولنې سره به یې اړیکې زیانمنې وي. موږ روښانه ویلي، د مشروعیت او باور خپلولو لپاره باید په واضحه ټکو خبرې وشي او دوی باید د ټولو افغانانو بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو ته درناوی وکړي، نه یوازې د لنډ وخت لپاره." له طالبانو مو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال ویاند د څرګندونو په اړه پوښتنه وکړه، خو ویاند یې ځواب را نهکړ، مګر له دې وړاندې یې ویلي چې، په افغانستان کې د ټولو افغانانو حقونه خوندي دي. خو د بښنې نړیوال سازمان په خپله ټویټرپاڼه د یو شمېر هغو بندیزونو او محدویتونو نوملړ خپور کړی چې طالبانو په افغان نجونو او ښځو لګولي دي دي. دا سازمان لیکي، طالبانو همدا اوس افغان نجونې او ښځې له ورزش کولو منع کړي، په رسنیو کې یې د هغوی فعالیت محدودیت کړی، له پوهنتونونو یې را ګرځولي، ورزشي کلبونو ته یې هم د دوی په تګ بندیز لګولی، په نا دولتي مؤسسو کې یې د هغوی د کار مخه نیولې، له شپږم ټولګي پورته یې د نجونو ښوونځي تړلي او ترڅنګ یې له ۷۲ کیلومټره واټن ليرې بې له محرمه د نجونو او ښځو په سفر بندیز لګولی دی. دا ټول هغه څه یادېږي چې د بشري حقونو ملاتړي بنسټونه یې د افغانانو له بنسټیزو حقونو د طالبانو ښکاره سرغړونه بولي. هاخوا د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیره ریتنو مرسودي چې نیویارک ته تللې، د ملګرو ملتونو سازمان کې د یو شمېر هېوادونو له استازو سره په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه خبرې کړي دي. اندونیزیا له ۲۰۲۴ تر ۲۰۲۶ کاله د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو شورا ریاست ته نومانده ده. ریتنو مرسودي په ملګرو ملتونو سازمان کې د امریکا له دایمي استازې لیندا توماس سره هم خبرې کړي او اغلې توماس وايي، اندونیزیا د افغان نجونو او ښځو له بشري حقونو ملاتړ کوي. طالبان د افغان نجونو او ښځو او په ټوله کې د افغانانو له حقونو په ملاتړ او د بشري حقونو په نقض تورن دي، خو طالبان یې نه مني.
يو شمېر مېرمنې: د طالبانو وروستيو محدوديتونو راته رواني ستونزې پيدا کړي
یو شمېر افغان مېرمنې وايي، د طالبانو لهخوا پر دوی لګول شويو محدودیتونو ورته رواني ستونزې او ناروغۍ پیدا کړې دي. يوه محصله چې د هرات ولايت اوسېدونکې ده او د امنيتي ستونزو له امله نهغواړي نوم يې راپور کې ياد شي وايي: "۲۴ ساعته ژاړم، د کور په څلورو دېوالونو کې راګیر یم، راته لکه زندان ښکاري." نوموړې ازادي راډیو سره په خبرو کې زیاتوي، چې ډېرې هیلې یې درلودلې، خو د طالبانو په راتګ سره ټولې له خاورو سره خاورې شوي. دا محصله وايي: "د دوی دا کارونه د دې لامل شوي چې زه خپګان پيدا کړم، د کور په کونج کې کېنم او هیڅ چېرې هم ولاړه نهشم، موږ ته بېلابېلې ناروغۍ، اضطراب او استرس پیدا شوی، له ټولنې لرې پاتې یو، نه یوازې زه بلکې ټولې خویندې په رواني، جسمي او نورو ستونزو اخته شوې یو." دا په کور ناسته افغان محصله وايي، ان نهغواړي نوې جامې واغوندي، سینګار وکړي، محفلو کې ګډون وکړي، ځکه په خبره یې هر هغه څه چې پخوا د دې د خوښۍ لامل ګرځېدل اوس ترې اخیستل شوي. شګوفه بیا هغه افغان مېرمنه ده، چې د طالبانو په راتګ بې دندې شوې ده. نوموړې وايي، د دندې اخيستو محدودیت له یو ډول غیر نارمل حالت سره مخ کړې ده. شګوفې ازادي راډیو سره په خبرو کې وويل، د حقوق په برخه کې یې د ماسټرۍ تر کچې زدهکړې وکړې، په خبره یې په تېر جمهوري نظام کې یې په یوې دولتي اداره کې د امرې په توګه دنده ترسره کوله، خو اوس په کور ده او شپږ میاشتې کېږي، چې د یو رواني ډاکټر تر درملنې لاندې ده. نوموړې وايي: "په اولادو مې په غوسه کېږم، د خاوند سره مې چلند ښه نه وي، کورنۍ را څخه خوشاله نه وي، وضیعت مې خرابيږي خو چې کورنۍ ته ګورم ځان کنټرولوم خو بیا هم زما په لاس نهدی ځان نهشم کنټرول کولای." اروپوهان وايي، په داسې شرایطو کې په کومو کې چې نن، سبا افغان مېرمنې ژوند کوي، دا شان ستونزې او ناروغۍ پیدا کېدلی شي. د پوهنتون استاد شرف الدین عظیمي وايي: "د انسان ژوند د انسان کار، زدهکړې او کورنۍ ژوند یې جوړوي کله چې څوک زدهکړې او کار ونهلري نو دا واضح خبر ده چې د دوی کورنۍ ژوند ترې اغېزمن کېږي او ښځو ته ګڼې ذهني، عاطفي، ټولنیزې، جسمې د خوب او اروایي اختلالونو ستونزې پيدا کېږي." دغه راز د رواني او عصبي ناروغیو متخصص ډاکټر ایمل عبدالله ناصري وايي، په داشان حالتو کې باید ډاکټر ته مراجعه وشي، ځکه په خبره یې که پر وخت درملنه یې ونهشي ستونزه پراخېدای شي. ډاکټر ناصري وايي: "که دا سټرس کنټرول نهشي، شخص چې په مرض اخته دی، هغه څه چې دوی ته یې خوند ورکاوه لکه: سفر، چکر يا مېلمستیاو ته د تګ خوند له لاسه ورکوي حتی د دوی په جسمي اړیکه کې هم تغیر راځي، خوند نهشي اخیستلای، مېل یې له منځه ځي ان جنسي عمل ورته یو جبري حالت ښکاري او نورې هورموني ستونزې رامنځته کوي لکه د دوی د میاشتنۍ ناروغۍ نظم هم خراب کوي." ښاغلی ناصري زیاتوي دا حالت انسانانو ته ځني نورې ناروغۍ او دردونه هم پیدا کوي، لکه د زړه ټکان، معدې، ځان، سر او ملا دردونه. د نوموړي په خبره، په تېر یو نیم کال کې د رواني برخې ډېری ناروغانې ښځې دي او لوی لامل یې هم له دوی د کار او زدهکړو حق اخیستل دي. د رواني ناروغانو د دقیق شمېر په اړه د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان وايي، د ۲۰۱۸ کال د سروې په بنسټ هر دویم شخص د رواني فشار لاندې و خو په خبره یې اوس دا چې جګړه ختمه شوې، هیله ده چې دا شمېر کم شوی وي. نوموړي ازادي راډيو ته وويل: "روغتیایي مراکزو کې د رواني ناروغانو شمېر کم شوی او لامل یې دا دی چې هېواد کې امنیت تامین شوی دی." د یادونې ده، چې طالبانو پر افغانستان د دوی له واکمنېدو را ورسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو بندیز ولګاوه، لرې واټن سفر یې هم له شرعي محرم پرته پرې بند کړ، حجاب یې پرې اجباري کړ او دغه شان پارکونو، ښاري حمامونو او ورزشي کلبونو ته یې هم له تګ منع کړې. همدا تېره میلادي میاشت یې بیا له پوهنتونونو او نا دولتي مؤسسو کې له کار هم راوګرځولې. مخکې یې په ډېری دولتي ادارو کې هم له کار کولو راګرځولې وې.
امينه محمد: طالبان دې د ښځو او نجونو د کار او تحصيل د بنديز پر پرېکړو بيا کتنه وکړي
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینه محمد په کابل کې د خپل سفرونو په دوام د چهارشنبې په ورځ د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي سره په کتنه کې د طالبانو د هغې پرېکړې د بیا کتنې غوښتنه وکړه، چې پر بنسټ یې په دغه هېواد کې د ښځو زدهکړې او کار کول منع ګرځول شوي دي. د طالبانو د حکومت د ارګ په ټویټر پاڼه لیکل شوي امینه محمد چې افغانستان ته د ملګرو ملتونو د راغلي پلاوي مشري کوي، په دې لیدنه کې یې ویلي، چې د افغانستان راتلونکی د دغه هېواد د نسلونو له تعلیم سره تړاو لري. د ارک په ټویټر پاڼه وړاندې لیکل شوي چې، مولوي عبدالسلام حنفي کابل ته د راغلي پلاوي د غوښتنې په ځواب کې بیا ویلي، چې د ښځو حقونه د اسلامي شريعت او افغاني کلتور په چوکاټ کې په پام کې نیول شوي او نړيواله ټولنه بايد بشري مرستې چې ميليونونه افغانان ورته اړتيا لري له سياسي مسايلو سره ګډې نهکړي. په لیکنه کې راغلي، ښاغلي حنفي د خپلو خبرو په دوام غوښتنه کړې چې د ښځو د کار او زده کړو ستونزه دې د خبرو له لارې هواره شي. د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد ددغو کتنو په اړه د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "په دې لیدونو کې ټینګار وشو چې دغه ډول لیدونو ته به دوام ورکول کېږي، یوازینۍ لاره د اعتماد جوړونې دا ده چې دغه لړۍ دوام پیدا کړي او نظریات له یو بل سره شریک شي، په خپل وخت سره په به اړیکه کې ووسو چې دا کار وشو او ګټور به هم وي." په ورته وخت کې د بشري حقونو یو شمېر فعالان له طالب چارواکو سره د ملګرو ملتونو د پلاوي د ناستو لړۍ مهمه ګڼي، خو وايي، چې د دغو ناستو پایلې د طالبانو د تګلارو پر بدلون سمدستي اغېز نهشي کولای. د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون چې د طالبانو لهخوا منحل شوی پخوانۍ مشرې شهرزاد اکبر ازادي راډیو ته وویل: "البته، افغانستان ته د ملګرو ملتونو د لوړ پوړو چارواکو سفر ښايي د تګلارو په بدلېدو سمدستي اغېز ونه کړي، خو دا ډېره مهمه ده چې د ملګرو ملتونو چارواکي افغانستان ته سفر وکړي او د ښځو د اساسي حقونو په اړه خپلو خبرو ته دوام ورکړي، فشار او غوښتنې ته دوام ورکړي." د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امینه محمد چې د دغه سازمان د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته تللې، تر دې مخکې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي او پخواني ولسمشر حامد کرزي او د جمهوري نظام پر مهال د ملي مصالحې د عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره لیدلي وو. نړیوالې ټولنې تل ټینګار کړی چې له طالبانو سره یې اړیکه د بشري حقونو په رعایت او د یوه ټول ګډونه حکومت په جوړولو پورې تړلې ده او له همدې امله تر اوسه هیڅ یوه هېواد د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت نهدی پېژندلی. طالبانو د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې پر ښځو ډېر محدودیتونه لګولي دي او په وروستيو کې یې دوی په پوهنتونونو کې له زدهکړو او په نادولتي ادارو کې له کار کولو هم منع کړې.
يو شمېر افغان مېرمنې: تحصيل او کار مو شرعي او قانوني حق دی
د افغان نجونو او ښځو د زدهکړو او کار پر حق د ترکیې و ایران له ټینګار ورسته، یو شمېر افغان مېرمنې وایي، زدهکړه او کار د دوی قانوني او شرعي حق دی. نرګس چې په کابل کې د مورا پوهنتون د طب پوهنځي محصله وه، اوس په کور ناسته ده. نوموړې وايي، په ټولو اسلامي هېوادونو کې ښځو ته د زدهکړو او کار حق ورکړل شوی، یوازې افغان نجونې او ښځې دي چې له دې قانوني او شرعي حق محرومې شوې دي. نرګس ازادي راډیو ته وویل: "قطر، عربستان، ترکیه، ایران، اسلامي هېوادونه دي، هلته د ښځو زدهکړې او کار نارمل روان دی، موږ هم حق لرو چې زدهکړې وکړو، هیڅ انسان حق نهلري چې بل انسان له زدهکړو محرومه کړي." د طالبانو حکومت په تېرې دسمبر میاشت کې په دوو جلا جلا فرمانونو کې پوهنتونونو کې د ښځو او نجونو پر تګ بندیز ولګاوه او دغه شان یې په نا دولتي مؤسسو کې مېرمنې له کار راوګرځولې. مخکې له دې یې بیا له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي هم تړلي وو او د ګڼو نورو محدودیتونو تر څنګ یې دوی په ډېری دولتي ادارو کې هم له کار راګرځولې وې. مدني فعاله حمیرا قادري وايي، ډېری دغه مېرمنې چې له کار راګرځول شوي دي، خپلو کورنیو ته یوازینۍ ډوډۍ ګټونکې وې. نوموړې وايي: "اقتصادي شرایط ډېر ځورونکي دي، اکثره ښځو به کورنيو ته نفقه برابروله، دوی باید دندو ته بېرته پرېښودل شي، دا د ښځو قانوني حق دی چې دندې تر سره کړي، موږ هغه مېرمنې چې اوس بېکاره شوي یو." اغلې قادري پر افغان نجونو او ښځو د محدودیتونو د لرې کولو په برخه کې د اسلامي هېوادونو رول مهم ګڼي او وايي، تر اوسه چې کومې هڅې دوی کړي د ستاینې دي او هیله ده، چې خپلو دغو هڅو ته دوام ورکړي. دا په داسې حال کې ده، چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دغه هېواد او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د سېشنبې په ورځ په ترکیه کې سره کتلي او په افغانستان کې يې د طالبانو د حکومت لهخوا پر مېرمنو د زدهکړو او کار د محدودیتونو په اړه خبرې کړې دي. د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د دغه کنفرانس ویډیو هم په خپلې وېب پاڼې خپره کړې ده. د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزير مولود چاوش اوغلو په دې ناسته کې ویلي: "په افغانستان کې د نجونو پر تعلیم او د ښځو پر کار د بندیز په اړه ترکیه او ایران سره په اړیکه کې دي او دغه شان د اسلامي همکاریو کنفرانس له لارې له طالبانو سره ښکېل یو او خپلو هڅو ته دوام ورکوو. زموږ دین اسلام، د زدهکړو په ضد نهدی، بلکې په زدهکړو ټینګار کوي او د نجونو پر تعلیم بندیز زموږ له دین سره اړخ نه لګوي. موږ خپل دریځ د اسلامي همکاریو سازمان د اعلامیې له طریقه په ټینګه په ډاګه کړی." ومو غوښتل چې په دې اړه د طالبانو د حکومت نظر هم ولرو خو د دوی د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي د دې راپور تر خپرېدلو پورې زموږ پوښتنې ځواب نهکړې. د یادونې ده، چې د اسلامي همکاریو سازمان د تېرې اوونۍ د چهارشنبه په ورځ د افغانستان په اړه غونډه کې وویل، چې ښځې او نجونې باید په افغانستان کې کار او زدهکړو ته لاسرسی ولري. دا غونډه، چې د سعودي عربستان په جدې ښار کې جوړه شوې وه، په اخر کې یې یوه ګډه اعلامیه هم خپره کړه، چې پهکې راغلي وو، تعلیم ته د نجونو لاسرسی د پوهنتون په ګډون په هره کچه چې وي، د بشر اساسي حق دی او باید محدود نهشي. ټاکل شوې، چې په مارچ میاشت کې هم د اسلامۍ نړۍ په هېوادونو کې د ښځو د حقونو په اړه یو نړیوال کنفرانس جوړ شي. دا خبره د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیالې امينه محمد چې دا مهال د افغانستان په سفر ده، له سفر مخکې په قطر کې د یو شمېر هېوادونو له سفیرانو سره تر کتنې ورسته کړې ده. دا هڅې په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش ویلي، چې په ټوله نړۍ کې له ۱۱۸ میلیونو څخه زیاتې نجونې له ښوونځي څخه محرومې دي. ښاغلي ګوتریش د چهارشنبې په ورځ په خپل یو ټوېټ دا خبره کړې او ویلي یې دي، هیڅ دليل نهشي کولی چې له تعلیم څخه د نجونو محرومیت توجیه کړي.
کندز کې د چرګانو د هګيو پېر او پلور؛ خلک ترې ورځني لګښتونه پوره کوي
پنځوس کلن زرجان د چرګانو د هګیو پېر او پلور له لارې خپلې لس کسیزې کورنۍ ته نفقه پېدا کوي. زرجان اصلا د پلازمېنې کابل د فرزې ولسوالۍ اوسېدونکي دی. نوموړی له یوې لسیزې راهیسې د کندز ښار د چوک څېرمه د سړک تر غاړې د چرګانو هګۍ پلوري او له همدې لارې د خپلې لس کسیزې کورنۍ لګښتونه او اړتیاوې پوره کوي. نوموړی وايي: "د کابل ولایت د فرزې ولسوالۍ یمه،دغلته هګۍ خرڅومه، دغه فارمې دي او دا وطني هګۍ دي. دغلته سهار راځمه او بېګاه بېرته اتاق ته ځمه مسافر یمه. نور څه وکړو که چوک ته ولاړ شو هلته هم کارو بار نهشته. بس دغلته ناست یو الله مهربانه دی." نوموړي له ازادي راډیو سره د خبرو پر مهال وویل، د کندز له بېلابېلو سیمو څخه خلک ورته د کورنیو چرګانو هګۍ ور وړي او دی ورڅخه یوه هکۍ په دولس افغانۍ پېرې. نوموړی وايي: "ترکمنان او نور خلک راته هم وطني هګۍ او هم فارمې هګۍ راوړي، وطني په دولس افغانۍ اخلو په ۱۳ افغانۍ يې خرڅوو او دا فارمې په لس نیمې افغانۍ اخلو او په ۱۱ افغانۍ پلورو." هغه، له هګیو ډک سطلونو ته په اشاره وویل، چې د تېر نظام پر مهال د خلکو اقتصادي وضعیت ښه و او هره ورځ یې دوه سطله هګۍ پلورلي، خو اوس يې کاروبار پيکه شوی دی. د زرجان په سل مترۍ کې ۷۰ کلن محمدیار هم د سړک تر غاړې ناست دی او مخې ته يې له هګیو ډک سطلونه ايښې دي او د پېرېدونکو په تمه دی. محمد يار وايي: "د هګیو پېرېدونکي کم شوي دي، ځینې ورځې درې څلور ډوډۍ کور ته وړمه او ځینې وخت خالي لاس ځمه. نه یوازې زما د ټولو خلکو کارو بار خراب دی. چاره څه ده دغه وضعیت د افغانستان پر خلکو راغلی دی." محمدیار چې د شکر ناروغي هم لري وايي، پخوا یې کار ښه و، د کورنۍ د لګښت ترڅنګ يې د ځان درملنه یې هم پرې کېده، خو اوس په سختي سره د څلور پنځو ډوډیو پیسې پېدا کوي. نوموړی وايي: "پخوا کار ښه و هره ورځ مې پنځه شپږ سوه افغانۍ ګټلې، هغه وخت د خلکو اقتصاد وضعیت ښه و هر چا به هګۍ اخیستلي. اوس خلک د یو وخت ډوډۍ پېداکولو ته حیران دي. ځینې ورځې د موټر د کرايي پیسې نهشم پيدا کولی." د هګيو همدا کاروباريان وايي، سوړ ژمی، اقتصادي ستونزې، د کار او روزګار نشتوالی او فقر دا څلور هغه جدې ستونزې دي، چې ګڼ شمېر افغانان ورڅخه کړیږي. دوی د طالبانو له سرپرست حکومت غوښتنه کوي، چې خلکو ته د کار زمېنه برابره کړي، ترڅو د خپلو کورنیو اړتیاوې پوره کړي.
امينه محمد طالب چارواکو ته: افغان ښځې د کار او تحصيل حق لري
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امینه محمد د کابل پر سفر بوخته ده او تر اوسه یې له یو شمېر طالب چارواکو او پخوانیو سیاستوالو سره کتلي دي. د ملګرو ملتونو په خبرپاڼه کې راغلي چې، نوموړې د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې د افغان ښځو او نجونو د تعلیم او کار په تړاو خبرې کړي دي. خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي چې، ښځو او نجونو ته د کار او تعلیم د حق په اړه ښکاره اجماع شته، خو دا جزیات نهدي ورکړل شوي چې اجماع په کومو برخو کې وه. د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امینه محمد د کابل تر سفر مخکې د افغانستان په تړاو له ترکي، قطري او پاکستاني ډیپلوماتانو او چارواکو سره غږېدلې ده. د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، متقي د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې ته ویلي چې، د طالبانو په رسمیت نه پېژندلو، پر چارواکو یې د سفر د بندیزونو نه لغوه کېدو او بانکي محدودیتونو افغانان له ستونزو سره مخامخ کړي دي. امینې محمد د چهارشنبې په ورځ له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره هم لیدلي دي. ښاغلي کرزي پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې دغې کتنه کې د نجونو د تعلیمي بنسټونو پر بیا پرانيستې او کار ته د هغوی پر بیا ګرځېدو ټینګار شوی دی. بل لور ته د ملي مصالحې عالي شورا پخواني مشر عبدالله عبدالله پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې له مېرمن محمدي سره یې د افغانانو پر پیاوړي کېدو او له بېوزلۍ نه د وتلو پر لارو چارو خبرې کړي دي. له دې سره هممهاله د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ادارې مشر وولکر تورک د چهارشنبې په ورځ په جینوا کې خبریالانو ته وویل، افغانستان دا مهال د ښځو او نجونو د بشري حقونو له اړخه تر ټولو بد وضعیت لري. نوموړي ويلي: "موږ د ډېرو داسې شاتګونو شاهدان یو چې ښځې او نجونې یې زیانمنې کړي دي، باید ووایو چې د تر ټولو جدي وضعیت بېلګه یې په افغانستان کې ده." طالبانو، چې تېر نژدې یو نیم کال کې یې حکومت په رسمیت نهدی پېژندل شوی، تېره میاشت يې د نجونو پر منځنیو او لېسو ښونځیو سربېره د هغوی پوهنتونونه هم تر دویم اعلانه بند کړل. تر دې وړاندې پارکونو، حمامونو او ورزش ځایونو ته هم د ښځو ورتګ بند شوی او ښځې په اوږده سفر کې له محرم پرته تګ نه هم منعه شوي دي. تر ټولو وروستي بندیز کې طالبانو تېره میاشت د نادولتي مؤسسو ښځینه کار کوونکو ته وویل چې دندو ته دې نه ځي. د طالبانو دې اقدام په پراخه کچه غبرګونونه هم وپارول. تر اوسه دغه سپیناوی نهشته چې طالب چارواکو د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې ته د ښځو د تعلیم او کار په اړه څه ژمنې ورکړي او دا څرک هم نه لګیږي چې طالبان به د مېرمنو د کار او تعلیم په پرېکړو کې څومره نرمښت وښيي.
هلمند کې وحشي ژويو سلګونه څاروي داړلي او وژلي دي
د هلمند ولایت اوسېدونکي وايي، یاد وحشي ژوي له غرونو څخه ابادو سیمو ته راښکته شوي او د شپې لهخوا پر څاریو بریدونه کوي. دوی وايي، اوس مهال دغلته وحشي ژويو د یو ماشوم په ګډون چې څاروي يې څرول وژلی او لسګونه څاروي يې هم داړلي او وژلي دي. سيمه کې طالب چارواکې هم دا مسله تائیدوي او زیاتوي وحشي ژويو سلګونه څاوري وژلي او یا يې هم خوړلي دي. نور حال د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
ازادي راډيويي مجله؛ کابل کې د پاچاخان تلين نمانځل کېږي
کندهار کې د چاپي رسنيو وضعيت، د شعر په اړه د هميم جلالزي خبرې، شعر، کيسه او پر کيسې نقد درته وړاندې کېږي. ازادي راډيويي مجله چې هره اوونۍ يې احمد شيبر جوړوي پهکې هنري، ادبي، کلتوري او ټولنيز مطالب راټوليږي. دا خپرونه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
کابل کې يوې نجلۍ له زدهکړو د بې برخې نجونو لپاره کورنی ښوونځی جوړ کړی
په کابل کې یوې نجلۍ د یو شمېر نورو نجونو په مرسته له زدهکړو د بې برخې نجونو لپاره یو کورنی ښوونځی جوړ کړی دی. قدریه رضايي د کابل په يوه کور کې له زدهکړو د بې برخې نجونو ته درس ورکوي. دغه مېرمن وايي، وروسته له هغه چې د طالبانو د حکومت لهخوا له شپږم ټولګي پورته پر نجونو زده کړې بندې شوې او دغه شان کورسونو او پوهنتونونو ته یې په تګ بندیز ولګېدو له يو شمېر نورو نجونو سره يې د "ایستاده ګي برای تحصیل" په نوم د کابل په لوېدیځ کې دا ښوونځی جوړ کړ، ترڅو په خبره یې له زده کړو بې برخې نجونې پهکې درس ووايي. قدریې رضايي ازادي راډيو ته وویل: "کله چې طالبانو تر بل امر پورې د نجونو پر مخ ټول ښوونیز مرکزونه وتړل، ما فکر وکړ چې د دوی لپاره یو ځای ځانګړی کړم، ترڅو دوی له درسونو څخه لرې پاتې نهشي، له نېکهمرغه موږ دلته ډېر ټولګي لرو، دلته بېسواده مېرمنې، نجونې، سوالګر ماشومان او هغه کسان چې د کورس فېس نهلري راځي او زدهکړه کوي." د دې کورني ښوونځي یوې بلې ښوونکې پروین سلطاني ازادي راډيو ته وویل، چې د دوی د زدهکوونکو شمېر ورځ په ورځ زیاتیږي. نوموړې وايي، چې په اوسنيو حالاتو کې پکار ده، د هغو نجونو لپاره چې له زدهکړو بې برخې دي یو څه وکړو. نوموړې وايي: "د دې کورني ښوونځي له جوړولو څخه زموږ موخه دا ده هغه کسان چې له زده کړې څخه لرې پاتې دي د لیک لوست زمینه ورته برابره کړو، دلته درې برخې دي، یو هغه ماشومان چې د کورس فېس نهلري، بل هغه مېرمنې چې سواد نهلري، د سواد اموزۍ کورس ورته لرو او درېیم هم هغه نجونې چې له زدهکړو څخه لرې پاتې دي درس ورکوو." د دغه کورني ښوونځي د ښوونکو په وینا د دوی د زدهکوونکو شمېر تر ۶۰ تنو رسېږي. مرضيه چې يوه زدهکوونکې ده، ازادي راډيو ته وويل: "کله چې یو کال مخکې ښوونځي زموږ پر مخ وتړل شول، موږ ډېر مایوسه وو خپلې هیلې مو په بشپړه توګه له لاسه ورکړې وې، خو اوس زه ډېره خوشحاله یم، چې دلته راغلې یم، لږ تر لږه څه مې چې زده دي هغه خو به نه هېروم، په دې هیله چې یوه ورځ وکولی شو چې په ازاده توګه خپلې زده کړې پر مخ یوسوو." د زليخا په نوم يوه بله زدهکوونکې وايي: "ما هیله درلوده چې په راتلونکي کې ډاکټره شم، خو ما هیڅ امید نه درلود، کله چې دې کورس ته راغلم ډېره خوشحاله شوم او د خوښۍ احساس کوم، چې دلته ښوونکي درس راکوي، ترڅو په راتلونکي کې ډاکتره شم او خپل هېواد ته خدمت وکړم." د دې کورني ښوونځي ښوونکي له هغو نجونو څخه چې باسواده دي غواړي چې په هر ځای کې وي، د سیمې د نجونو د زدهکړې له پاره کورني ښوونځی جوړ کړي.
د تېر نظام د ولسي جرګې ښځينه وکيلانو کاناډا کې د پناه ورکولو د غوښتنې هرکلی کړی
په خیبر پښتونخوا کې مېشته د تېر جمهوري نظام په ولسي جرګې کې د ننګرهار ولایت د خلکو پخوانۍ استازې سایمه خوږیاڼۍ افغانستان کې د ټولو مېرمنو په ځانګړي ډول د ښځينه وکيلانو په اړه اندېښمنه ده. دا اندېښنې وروسته له هغه زیاتې شوي، چې د تېرې یکشنبې په شپه د کابل په احمدشاه مېنه کې د جمهوري نظام پر مهال په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو پخوانۍ استازې مرسل نبيزاده له خپل یوه ساتونکي سره د نامعلومه کسانو لهخوا ووژل شوه، او ورور یې ټپي شو. له دې پېښې وروسته پرون د جنورۍ په ۱۶مه نېټه د کاناډا یو شمېر معتبرو رسنیو د یاد هېواد د پارلمان د شپږو تنو غړو یوه کډه اعلامیه خپره کړه، چې پهکې د کاناډا په هېواد غږ شوی و، چې په افغانستان کې له خطر سره د مخ ښځینه وکیلانو د خوندیتوب په برخه کې ژر تر ژره اقدام وکړي. په دې اعلامیه کې د مرسل نبيزاده په وژنه خواشیني او د ټولو افغان نجونو او ښځو د ژوند په اړه اندېښنه ښودل شوې ده. د تېر جمهوري نظام په ولسي جرګې کې د ننګرهار ولایت د خلکو پخوانۍ استازې سایمه خوږیاڼۍ، له افغان ښځو په ځانګړي ډول ښځینه وکیلانو د کاناډا هېواد د پارلمان د غړو ملاتړ ستايي او له هغه هېواد غواړي، چې د افغان ښځو د ژغورنې لهپاره خپلې هلې ځلې چټکې کړي. نوموړې ازادي راډیو ته وویل: "دا چې د کاناډا پارلمان احساس د مسولیت کړی او د انساني همدردۍ لهمخې یې د افغانستان د وکیلانو ملاتړ کړی دی، مننه کوم. د کاناډا حکومت باید ژر تر ژره اقدام وکړي، ځکه مرسل په ډېر وحشتناک ډول ووژل شوه او زما هیله دا ده چې له نورو وکیلانو سره دې د مرسل نبيزاده کورنۍ هم له افغانستان څخه وباسي." د تېر جمهوري نظام د ولسي جرګې پخوانۍ غړې چې په افغانستان کې دننه پاتې دي وايي، د امنیتي ستونزو له امله خبرې نهشي کولای. خو له دوی یوه، چې نهغواړي نوم او غږ یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته په یو پیغام کې ادعا کړې، چې د دې په کور هم څو ځله چاپې اچول شوې دي. ياده پخوانۍ وکيله وايي: "له هغې ورځې څخه چې جمهوریت سقوط کړی، ټولو ښځو په تېره بیا سیاسیونو او پخوانیو ښځینه وکیلانو ته ستونزې پیدا شوي، شخصاً زما پر کور ۱۲ ځله چاپې واچول شوې، مرسل نبيزاده زما نږدې ملګرې وه، زه خپل د اوسېدلو ځای ته وخت په وخت تغیر ورکوم، مرسل ته مې وویل چې خوش باوري مه کوه، خو هغې ونه منله، ویل یې چې همدا مې وطن دی او غواړم همدلته کار وکړم. بالاخره پهدې وطن کې یې د کار انجام مرګ شو." د تېر جمهوري نظام د ولسي جرګې دا پخوانۍ وکیله هم د کاناډا له حکومت غوښتنه کوي، چې د مرسل نبيزاده کورنۍ او پاتې وکیلانې ژر تر ژره له افغانستان وباسي. له طالب ویاندویانو ذبیحالله مجاهد او بلال کریمي مو د دغو ادعاو او په افغانستان کې د تېر جمهوري نظام پر مهال د ملي شورا د غړو د خوندیتوب په اړه وپوښتل، خو د راپور تر خپرېدو پورې مو ځواب تر لاسه نهکړ. د کابل لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدران په خپل ټوېټر پاڼه د مرسل نبيزاده د وژل کېدو په تړاو لیکلي، چې د پېښې په اړه تر اوسه څوک نهدي نیول شوي خو څېړنې روانې دي. د یادونې ده، چې کاناډا د تېر جمهور نظام د ملي شورا ډېری غړو ته پناه ورکړې، چې دقیق شمېر یې نهدی معلوم. د کاناډا هېواد د بهرنیو چارو وزیرې میلاني جولي او د کډوالو وزیر شان فریزر د دوشنبې په ورځ په یوه ګډه اعلامیه کې وویل، چې موږ د افغانستان د پارلمان د پخوانۍ غړې مرسل نبيزاده وژنه غندو او د دوی په ټکو، هغې د ښځو او نجونو د حقونو لپاره په زړورتیا سره مبارزه کوله. په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې، د کاناډا حکومت ژمن دی چې د ۲۰۲۳ کال تر پایه په کاناډا کې ۴۰ زره افغان کډوال مېشت کړي، چې پهکې ښځینه قاضیانې، د بشري حقونو مدافعانې، مدني فعالانې، خبریالانې او د پارلمان ښځینه غړې هم شاملې دي.