ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


طالبانو د خپل بري په لومړۍ کليزه کې له نړيوالې ټولنې د همکارۍ غوښتنه وکړه

د طالبانو حکومت په افغانستان په خپل یو کلن کېدو سره، یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې د همکارۍ غوښتنه وکړه. په هغو مراسمو کې چې نن په کابل کې د همدې ورځې په مناسبت جوړ شوي و، طالب چارواکو وویل، دوی په خپلو ژمنو ولاړ دي او د افغانستان خاوره به د نړۍ د هېڅ هېواد په زیان نه کارول کېږي. خو داسې مهال چې د مقاومت ملي جبهې نن په پنجشېر کې له طالبانو د یو شمېر سیمو د نیولو ادعا وکړه، د طالبانو د دفاع وزارت بیا خبرداری ورکوي چې په کور دننه به د دوی پر ضد را پورته شوې ډلې وځپي. په داسې حال کې، چې طالبانو تېر یوه کال کې په ځلونو له نړیوالې ټولنې د خپل حکومت د رسمیت پېژندنې غوښتنه کړې او کومه پایله یې نه‌ده ورکړې، تازه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکوي که افغانستان کې ګډوډي راشي، نړۍ به هم ارامه پاتې نه‌شي. د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي چې نن یې د کابل د بیا ځلي نیولو د یو کلنۍ په مناسبت غونډې ته خبرې کولې وویل، د افغانستان ثبات او امن د ټولې نړۍ په ګټه دی او نه‌باید د افغانستان د بې‌ثباتۍ هڅه وشي. ښاغلي متقي داسې مهال چې د روان میلادي کال د جولای په ۳۱مه نېټه د القاعده شبکې مشر د کابل په وزیر اکبرخان کې ووژل شو، دعوه کوي چې له نړۍ سره په خپلو ژمنو ولاړ دي او د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد په زیان و نه کارول شي. نوموړي وويل: "موږ له دنیا سره مثبتې او ښې اړیکې غواړو. د افغانستان خاوره به د چا په ضرر نه کارول کېږي، په دې خبره باندې کلک ولاړ یوو، خو له نړیوالو مو هم همدا غوښتنه ده چې تا پرون په میلیاردونو ډالر او پنځوسو هېوادونو نه د داعش مخه نیولای شوای  نن هغه همکاري خو پرېږده بندیزونه دې هم لګولي دي. فشارونه هم واردوي، تبلیغات هم کوي او بې‌ثباتۍ ته هم لمن وهې، خو که دلته ګډ وډې راشي بیا به څه کوې." خو نړیوالې ټولنې له دې وړاندې په ځلونو طالبان د افغانستان په بې‌ثباتۍ تورن کړي او ویلي یې دي، د حذف سیاست یې غوره کړی دی چې پایله نه لري. د طالبانو د بیا ځلي واکمنۍ په لومړي کلیزه کې د دوی د رئیس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي بیا تر ډېره د مخکني جمهوري نظام په چارواکو نیوکې وکړې او هغوی یې غصب، فساد او چور تورن کړ. داسې مهال چې د مخکني جمهوري نظام چارواکو بیا طالبان د افغانستان ویجاړونکي او په افغانستان کې د پاکستان د نیابتي جګړې وسله‌وال بلل. خو د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر محمد یعقوب مجاهد له طالب چارواکو وغوښتل چې د نړیوالې ټولنې له بندیزونو او فشارونو سره سره، د افغانانو د هوساینې لپاره کار وکړي. خو مجاهد داسې مهال چې د مقاومت ملي جبهې نن په پنجشېر کې له طالبانو د یو شمېر سیمو د بېرته نیولو او طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا وکړه، خبرداری ورکړ چې د خپل رژیم پر ضد را پورته شوې ډلې به وځپي. نوموړي وويل: "هر هغه څوک چې د بغاوت په نامه وي او که دا یو څو خیرن تور کالایان وي، دا به په سزا رسېږي. دوی نه شي توانېدلای چې د هېواد امنیت خراب کړي او دا راغلي خوشحالي ترې واخلي." طالبان داسې مهال د خپل واک لومړۍ کلیزه نمانځي چې واکمني یې د بشري حقونو په نقض، د اقتصادي وضعیت د لوېدو او تر خوا یې په نړۍ کې د افغانستان کې د حیثیت په منزوي کېدو تورن دی.

15.08.2022 ازادي راډیو

يونېسف: د نجونو د ښوونځيو له بندېدو وروسته د افغانستان اقتصاد ته ۵۰۰ ميليون ډالره زيان اوښتی

ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو سازمان وجهي صندوق (یونېسف) وايي، له هغې وروسته چې په افغانستان کې له شپږم ټولکي پورته د نجونو په وړاندې د ښوونځیو دروازې وتړل شوې د افغانستان اقتصاد په تېرو دولسو میاشتو کې ۵۰۰ میلیونه ډالره زیان کړی دی. د یونېسف په تازه راپور کې چې نن خپور شوی راغلي، که په افغانستان کې نجونو بیا ځلي ښوونځيو ته پرېښودل شي او له لوړو زده کړو وروسته ورته د کار زمینه برابره شي د افغانستان اقتصاد ته به په کلنۍ ډول له پنځه میلیاردو ډالرو زیات عواید راشي. سیمین غوښتل سږ کال خپل ښوونځی پای ته ورسوي او د لوړو زدوکړو وروسته له خپلې کورنۍ سره اقتصادي مرسته وکړي. خو پر نجونو د طالبانو له لوري د ښوونځیو تړل کېدل، نوموړې خپلې راتلونکې ته ناهیلې کړې او کورنۍ یې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شوې. نوموړې وويل: "د ملکه ثریا په ښوونځي کې دیولسم ټولکي زده کونکې یم، ما غوښتل چې په راتلونکې کې ډاکټره شم، د دې لپاره چې ما ورور نه درلود او غوښتل مې په راتلونکې له خپل پلار سره د کور په اقتصادي مسایلو کې مرسته وکړم، خو له هغې ورځې چې ښوونځي وتړل شول، زه او پلار مې ډېر ناهیلې شوي یو." کرشمه هم، چې د کابل ښار اوسیدونکې ده او له ورته حالته اندېښنه لري وايي، د نجونو په وړاندې دې ښوونځي ژر تر ژره پرانیستل شي. نوموړې وايي: "زه په دولسم ټولکي کې وم چې ښوونځي وتړل شول، زه غواړم چې ښوونځي ژر تر ژره خلاص شي، تر څو درس ووایم او د افغانستان راتلونکي لپاره یوه تکړه ډاکټره شم." په ورته وخت کې ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو سازمان وجهي صندوق(یونېسف) په یو تازه راپور کې ویلي، وروسته له هغې چې ښوونځي د افغان نجونو پر مخ تړل شوي د افغانستان په نا خالصه عوایدو کې ۲،۵ سلنه کموالی راغلی دی. په دغه راپور کې ویل شوي، له هغې ورځې راهیسې چې نجونې ښوونځیو ته نه ځي د افغانستان اقتصاد ۵۰۰ میلیونه ډالره زیان کړی او که دغه لړۍ همداسې روانه وي او افغان نجونو ته دکار زمینه هم برابره نه‌شي د دوی په نشتون کې ښايي د افغانستان اقتصاد په راتلونکو کلنو کې ۵ میلیارده ډالره زیان وویني. دغه راپور کې ویل شوي چې په تېر یو کال کې د شاوخوا درې میلیونه نجونو پر مخ ښوونځي تړل شوي او له زده کړو بې برخې پاتې دي. په افغانستان کې د ماشومانو د وجهې صندوق استازي (اګ ایویا) له ازادي راډیو سره په خبرو کې د دې راپور په اړه وویل، له ښوونځيو د نجونو محروم پاتې کېدل نه یوازې دا چې اقتصادي ستونزې زیاتوي بلکه د دوی راتلونکي هم له ګواښ سره مخ کوي. نوموړي وويل: "د روان کال د مارچ میاشتې په ۲۳مه د نجونو د ښوونځیو په تړاو پرېکړه ټکان ورکونکې وه او د ژور خفګان مسله ده، دغه پرېکړه نه یوازې دا چې دوی له تعلیم لرې پرېږدې بلکې دوی لپاره نورې ستونزې لکه له دوی څخه ناوړه استفاده، جبري ودونه او د دوی قاچاق ته لاره پرانیزې، زموږ اوسنی تحلیل دا ښيي چې دغې پرېکړې د افغانستان د ناخالصه عوایدو په برخه کې هم اغېز کړی." ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د وجهي صندوق (یونېسف) په خپل راپور کې ویلي چې د افغانستان د سقوط وړاندې شاخوا ۴ میلیونه ماشومان چې نجونو او هلکان په‌کې شامل دي له ښوونځیو محرومه پاتې وو. خو په افغانستان کې د سیاسي بدلون وروسته د ۳ میلیونو نورو نجونو محروم پاتې کېدل، شاقه کارونه، جبري ودونه او روغتیايي ستونزې ددوی ژوند نور هم ګواښي.

15.08.2022 ازادي راډیو

د طالبانو حکومت جوړښت؛ ایا په طالبانو کې ډلې شته؟

پر طالبانو یوه نیوکه دا ده چې تېر یو کال کې یې په خپل حکومت کې له طالب مشرانو پرته د نورو نظرونو لرونکو ته ځای نه‌دی ورکړی، خو دا هم ویل کېږي چې د طالبانو حکومت کې راټول طالبان هم خپلو کې یوه واحده ډله نه‌دي. د طالبانو حکومت ویاندویان بیا دا ردوي وايي، دوی ټول تر یو چتر او یو مشرتابه لاندې کار کوي.

15.08.2022 ازادي راډیو

ارزګانی: طالبان د پخوانیو پوځیانو له تجربې ګټه نه اخلي

پر افغانستان د طالبانو د ولکې د بیا ټینګولو نن دوشنبه کال پوره شو. طالبانو پر افغانستان د ولکې له ټینګولو سره د افغانستان ملي امنیتي ځواکونه ړنګ کړل او ویې ویل چې په خپلو لیکو کې به دوی ته ځای نه ورکوي. زموږ همکار له پخواني پوځي جنرال، عبدالروف ارزګاني د مرکې په پیل کې پوښتنه کړې، چې ایا طالبان د پخوانیو پوځيانو له تجربې استفادې ته حاضر دي؟ د جنرال عبدالروف ارزګاني مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

15.08.2022 ازادي راډیو

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د افغانستان امنيتي وضعيت ښه شوی؟

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته امنیتي وضعیت په نسبي ډول ښه شوی خو لا هم بمي او انتحاري بریدونه دوام لري. عصمت څاروان په دې موضوع د پوځي چارو له نظر خاوند احمد خان اندړ سره مرکه کړې او لومړی یې ترې پوښتلي، په تېر یو کال کې چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي، د افغانستان امنیتي وضعیت څنګه ارزوي؟ د ښاغلي احمد خان اندړ مرکه د لاندې غږيز فايل په کليک کولو اورېدلی شئ:

15.08.2022 ازادي راډیو

د جمهوریت له سقوط وروسته دافغانستان اقتصاد کومې خوا ته روان دی؟

په تېر یوه کال کې لکونه افغانان بې روزګاره شوي، له ګاونډیو هېوادونو سره تجارتي راکړه ورکړه کمه شوې او هغه میلیاردونه ډالره نړیوالې مرستې درېدلې چې د افغانستان د پرمختیايي چارو او یا امنیتي برخو لپاره کېدې. عصمت څاروان د اقتصادي چارو له افغان نظرخاوند دریا خان بهیر سره د افغانستان د تیر یوه کال د اقتصاد په اړه لنډې خبرې کړي او لومړۍ يې ترې پوښتلي چې، د جمهوریت له سقوطه وروسته دافغانستان اقتصاد کومې خوا ته روان دی؟ د ښاغلي دريا خان بهير مرکه د لاندې غږيز فايل په کليک کولو اورېدلی شئ:

15.08.2022 ازادي راډیو

کاناډا کې معترضې فعالانې: نړیواله ټولنه دې پر طالبانو فشار ډېر کړي

د مدني ټولنې یو شمېر فعالانو او په بهر کې مېشتو افغان مېرمنو له نړیوالې ټولنې وغوښتل څو پر طالبانو خپل فشارونه زیات کړي او د افغانانو هغو ستونزو ته دې رسیده ګي وکړي چې د طالبانو له امله اوس ورسره مخ دي. په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د یوه کال په پوره کېدو سره د کاناډا په کلګري ښار کې د افغان مېرمنو اعتراض. دغو فعالانو د اګسټ ۱۵مه کابل ته د طالبانو د بیا راتګ ورځ د افغانانو لپاره توره ورځ بولي. په کاناډا کې د افغان مېرمنو د اعتراض یوې ګډونوالې شمایل زارع ازادي راډيو ته وویل: "د اګسټ ۱۵مه د افغانانو لپاره توره ورځ ده، په دې ورځ د افغانانو لاسته راوړنې په یوه شېبه کې له منځه لاړې. د طالبانو له واک ته رسېدو سره افغانستان سل کاله شاته لاړ." په داسې حال کې چې د افغانستان مدني او سیاسي فعالانو او په بهر کې مېشتو افغان مېرمنو په یوه پرېکړه لیک کې د اګسټ ۱۵ مه د افغانستان لپاره توره ورځ بللې ده، تېر کال د اګسټ په ۱۵مه چې د زمري میاشتې له ۲۴مې سره برابره وه، طالبان کابل ته دننه شول. په دې پرېکړه لیک کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې تړون د اګسټ په ۱۵مه د جمهوریت د سقوط یو مهم عامل بلل شوی دی، هغه څه چې مخکنیو امریکايي چارواکو هم ورته اشاره کړې ده. په پرېکړه لیک کې راغلي دي چې په تېر یوه کال کې افغانان له خپلو لومړنیو او اساسي حقونو لکه سیاسي مشارکت، د زده کړو٬ کار او د سیاسي فعالیت له حقونو محروم وو چې نجونې او ښځې بیا تر ټولو ډېرې له خپلو حقونو محرومې شوې دي. په پرېکړه لیک کې په افغانستان کې د بشر حقونو د نقضېدلو او د صحرايي محکمو پر وړاندې د نړۍ په چوپتیا نیوکه شوې او له نړيوالو سازمانونو په ځانګړې توګه له ملګرو ملتونو غوښتل شوي څو د طالبانو د دې کړنو پر وړاندې ودرېږي او پر هغوی فشار راوړي. د ازادي راډيو خبریال هڅه وکړه، د دې پرېکړه لیک په اړه د طالبانو حکومت ځواب هم واخلي، خو ویاندویانو یې د دې راپور تر خپرېدو پورې څه ونه ویل، خو له دې مخکې یې په ځلونو ویلي چې د "اسلام په چوکاټ کې" بشري حقونو او د ښځو حقونو ته ژمن دي خو په دې اړه یې نور وضاحت نه دی ورکړی. طالبانو دغه شان ویلي چې خپلې اعلان شوې عمومي بخښنې ته ژمن دي، هغه ادعا چې د ملګرو ملتونو په ګډون ډېرو نورو نړیوالو بنسټونو ننګولې ده. د مدني او سیاسي فعالانو او په بهر کې د مېشتو افغانانو اعتراضونه په داسې حال کې مطرح کېږي چې سبا دوشنبه د اګسټ ۱۵مه او زمري میاشتې ۲۴مه د طالبانو د بیا واکمنۍ یو کال پوره کېږي.

14.08.2022 ازادي راډیو

له ښوونځي لرې؛ د زده‌کوونکو نجونو د زړه خبرې

په دې برخه کې د هغو افغان نجونو چې له یو کال راهیسې یې ښوونځي تړلي هیلې درسره شریکوو. دوی ازادي راډیو ته هغه رسامۍ استولي چې دوی په‌کې له ښوونځي لرې خپله مأیوسي انځور کړې. د دوی د هیلو دا انځورونه او د زړه خبرې پرله‌پسې په دې ټولګه کې خپرېږي.

14.08.2022 ازادي راډیو

د طالبانو د بیا ځلي واک یو کال؛ ۳ افغان خبریالان وژل شوي، ۳۴ توقیف او ۱۳ وهل شوي

ازادي راډیو موندلې چې د طالبانو د واکمنۍ په یوه کال کې ۳۴ خبریالان توقیف شوي دي. دغو خبریالانو له څو ساعتونو نیولې بیا تر څو میاشتو پورې په توقیف کې تېره کړې او یو شمېر یې لا هم زنداني دي. وارث حسرت د هغو په ګوتو شمېر خبریالانو له ډلې دی چې ډاډه‌یې د توقیف د مهال کیسې له ازادي راډیو سره شریکې کړې. دی چې د اریانا ټلوېزیون د سیاسي خپرونو مسؤل و، د طالبانو له‌خوا د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ په ۳۱مه توقیف شو او درې ورځې یې په بند کې تېرې کړې. ښاغلي حسرت ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو استخباراتو د دارالامان پر سړک د ټلوېزیون له مخې ونیوه او په وهلو ډبلو یې د ملي امنیت تر دفتره بوته. ښاغلی حسرت زیاتوي: "پر لاره‌یې چې بولو، توهین او سپکاوی یې کاوه، بدې خبرې یې کولې، ویل‌یې چې تاسو به دې رنجر موټرو کې ډېر ناست وی. ویل یې چې تاسو د پخواني نظام پاته شوني او جاسوسان یئ، لږ مې چې غږ پورته کړ، په لغتو یې ووهلم، زما لاسونه تړلي وو، نو دردونه مې ډېر احساسول." حسرت وایي، دی څو ساعته شش درک سیمه کې د ملي امنیت یوه دفتر او بیا سترګې تړلی د بګرام زندان ته ولېږدول شو. نوموړی د توقیف د لومړۍ شپې یوه کیسه کوي: "زه‌یې د زندان یوه تنګه خونه کې واچولم، په دې سلول ډوله خونه کې تشناب هم و، ماته‌یې د شپې لوبیا او وچه ډوډۍ راوړه، لوبیا خرابه وه او ما ونه‌خوړه. کله چې دوی د لوښو ټولولو پسې راغلل نو ویې‌ویل، ولې دې د مجاهدینو ډوډۍ نه‌ده خوړلې؟ بیا یې په څپېړو ووهلم، پر شا یې په لغتو وهلم، ټولې درې شپې مو په همدې وضعیت کې تېرې کړې، دوی به هر دوه ساعته وروسته راتلل، سپکاوی او ښکنځلې به‌یې کولې." وارث حسرت درې شپې او ورځې توقیف کې تېرې کړې، خو بې له دې چې جرم یا ګناه‌یې معلومه شي، بېرته خوشې شو. اسلم حجاب بل افغان خبریال دی چې د طالبانو توقیف‌یې تېر کړی دی، دی که څه هم د شکنجې او ربړونې څه نه‌وایي، خو زیاتوي چې زندان طبعاً ستونزې لري. دی وايي: "سترګې یې راته وتړلې، زه‌یې بوتلم، دوه درې ورځې مو ورسره تېرې کړې، طبعاً بندیتوب خپلې ستونزې او مشکلات لري، دغه دوه درې ورځې ما ټیلیفون ته لاسرسی نه‌درلود او کورنۍ مې هم نه‌پوهېده چې زه چېرې یم." ښاغلی حجاب د رسنیو د ملاتړ له کورنیو او بهرنیو بنسټونو ناراضه دی او وایي ده له ټولو نه د لاسنیوي او له افغانستانه د وتلو غوښتنه وکړه، خو هېڅ یوه بنسټ غوږ پرې ونه‌ګراوه. دا یوازې دا دوه خبریالان نه‌دي چې تېر یوه کال کې یې د طالبانو د زندان پنجرې کتلي، بلکې ازادي راډیو موندلې چې دې موده کې ۳۴ خبریالان په کابل او ولایتونو کې توقیف شوي دي. د دې موندنو له مخې پلازمېنه کابل د هغو ولایتونو په سر کې دی چې د یوه کال په ترڅ کې په‌کې ګڼ شمېر، یعنې ۲۰ خبریالان د طالبانو له‌خوا نیول شوي دي. پر کابل سربېره په هرات کې ۲، فاریاب کې ۴، پکتیا کې ۱، ارزګان کې ۳ او دغه‌راز هلمند، بلخ، کندهار او کاپیسا کې هم یو یو خبریال توقیف شوي دي. د توقیف شویو شمېر ممکن له دې هم لوړ وي، خو مونږ یوازې هغه را اخیستي چې نیول‌یې رسنیز شوي او یا د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ، نی پر خپله وېب‌پاڼه ثبت کړي وو. د خبریالانو ناویلې ​مونږ په کابل او ولایتونو کې له لږ تر لږه ۵ نورو توقیف شویو خبریالانو سره هم خبرې وکړې، خو یو یې هم حاضر نه‌و چې د نوم اخیستو په شرط خبرې وکړي. دوی ویل، که‌یې غږ او نوم خپور شي، ممکن د سر په بیه ورته تمام شي. یوه خبریال چې مونږ یې خپل غږ نه‌خپروو وویل: "زه د طالبانو په توقیف کې بې‌دلیله شکنجه کېدم، زما په لوڅه پښه به د زندان یو ساتونکی په بوټونو خاته، لاندې به سمنټ ځمکه له پاسه به د زندان د ساتونکي پښه او منځ کې به زما ګوتې وې. ډېر درد راباندې تېرېده. په پلاس‌یې زما د بدن مخصوصو غړو ته شکنجه راکوله، کله به مې چې وپوښتل ګناه مې څه ده، ویل یې ګنا دې چې معلومه شي بیا به ګورو." یوه بل خبریال وویل: "زه نږدې دوه میاشتې بندي وم، زندان کې مې سپکې سپورې ولیدې، هېڅ ګناه مې نه‌وه، اخر د طالبانو قاضیانو هم ومنله چې بې‌ګناه یم، خوشې یې کړم، خو په زوره‌یې اقرار رانه واخیست چې زه ملامت وم او د بهرنیو په لمسون مې خپرونې کولې." د فارین پالېسي خبریالې لین اودانېل بیا په زغرده له دوی سره د طالبانو د استخباراتو د ناوړه چلند کیسې رسنیزې کړې. هغه چې تېره جولای میاشت کې افغانستان ته تللې وه، وایي د طالبانو استخباراتو د تېر کال د ځینو راپورونو په تړاو ونیوله، څلور ساعته‌یې کېنولې وه او ورته‌یې وویل، که بخښنه ونه‌غواړي، زنداني به شي. دې خبریالې ۲۰۲۱ کال کې ځینو راپورونو کې ادعا کړې وه چې د طالبانو یو شمېر قوماندانان په زوره وړې نجونې ځان ته ودوي او یا له هغوی نه د جنسي غلامې په توګه کار اخلي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند قهار بلخي هغه مهال وویل، دې خبریالې د شویو ادعاو ثبوت نه‌درلود نو ځکه دوی د بیا فعالیت اجازه ورنه‌کړه. د خبریالانو ملاتړي بیا وایي، د رسنیو د اصولو له مخې خبریال یا خبریاله نه‌شي کولای چې امنیتي ادارو ته خپلې سرچینې ورپه ګوته کړي. له خبریالانو سره د زورزیاتي نور ډولونه پر توقیف سربېره د تېر کال د اګسټ له ۱۵مې چې طالبان په‌کې واک ته ورسېدل د سږکال تر همدې نېټې پورې لږ تر لږه ۱۳ خبریالان وهل شوي هم دي. د خبریالانو ملاتړي بنسټونه د خبریالانو د وهلو عاملین تر ډېره د طالبانو وسله‌وال ځواکونه یادوي. پر دې سربېره تېر یوه کال کې درې خبریالان وژل شوي چې یو یې د اریانا ټلوېزیون خبریال حامد سیغانی، بل‌یې د مشرانو جرګې د ټلوېزیون خبریال محمد هارون نیرومند او درېیم یې هم د رها خبري اژانس خبریال علي رضا احمدي و. حامد سیغاني تېر نومبر کې نامعلومه کسانو وواژه، محمد هارون نیرومند د بې‌وزلۍ له کبله ځان‌وژنه کړې او علي رضا احمدي د کابل هوایي ډګر مخې ته د داعش په خونړۍ حمله کې ووژل شو. د نړیوالو بنسټونو اندېښنې څه دي؟ له خبریالانو سره د شوي زورزیاتي یادونه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی مأموریت یا یوناما په وروستي راپور کې هم شوې ده. دغه راپور کې چې د تېرې جولای میاشتې په ۲۰مه خپور شو د طالبانو د واکمنۍ په ۱۰ میاشتو کې له خبریالانو سره د ناوړه چلند پېښې ۱۷۳ ښودل شوې دي. په دغو پېښو کې د ۱۶۳ هغو مسؤلیت د طالبانو د حکومت پر چارواکو اچول شوی دی. په دغو پېښو کې ۱۲۲ هغه د سملاسي نیول کېدو او توقیف، ۵۸ د ناوړه چلند او ۳۳ هغه د ګواښ او وېرولو دي. افغانستان کې پر رسنیو او خبریالانو فشار هغه موضوع ده چې د تېر کال په اوږدو کې په وار وار د بې‌پولې خبریالانو، د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې او بشري سازمانونو له‌خوا ورته اشاره شوې. د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د افغانستان د څانګې څېړونکې فرشتې عباسي ازادي راډیو ته وویل، افغانستان کې پر رسنیو محدودیتونو دوی ډېر اندېښمن کړي. اغلې عباس وايي: "یوه موضوع چې د بشري حقونو د څار سازمان د طالبانو له واکمنۍ وروسته په جدي ډول او له نږدې تعقیب کړې هغه پر ازادو رسنیو محدودیت دی، افغانستان کې خبریالان شکنجه شوي او دغه‌راز پر تفرېحي پروګرامونو پراخ بندیزونه لګول شوي دي، د دې ترڅنګ ښځې هم رسنیو کې له کار کولو منعه شوي دي." د ګوتو په شمېر یو شمېر نجونې چې له ټلوېزیونونو سره کار کوي، هغوی اړې شوي چې د خپرونو پر مهال باید له سترګو پرته ټول مخ پټ کړي. طالبان له خبریالانو سره د تاوتریخوالي په اړه څه وایي؟ ازادي راډیو له خبریالانو سره د دغه زورزیاتي قضیې د طالبانو د حکومت له ویاندویانو سره شریکې کړې. د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي وایي، دوی د رسنیو له مسؤلانو سره په پرله‌پسې ډول د همغږۍ غونډې جوړوي او هغوی ته د ازاد فعالیت ډاډ ورکوي. کریمي تأییدوي چې د دوی استخباراتو او وسله‌والو کسانو یو شمېر خبریالان توقیف کړي، خو نوموړی وایي د توقیف شویو خبریالانو قضیې د هغوی په رسنیز کار پورې تړلې نه‌وې. ده وویل: "د استخباراتو او کشفي ارګانونو له لوري څخه یوازې هغه کسان تعقیبېږي چې د هغوی کړنې له رسنیو او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره هېڅ تړاو نه‌لري، هغه یوازې له ملي امنیت سره اړوند وي، دا خو بیا د هغو ارګانونو حق جوړېږي." خو د خبریالانو ملاتړي بنسټونه وایي، استخبارات په هېڅ صورت حق نه‌لري چې حتی په شخصي مسایلو کې هم خبریالان تعقیب کړي. دوی وایي، که چېرته کوم خبریال شخصي قضیه هم ولري، باید د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په چوکاټ کې د هغه قضیه تعقیب شي. د افغانستان د ازادو ژورنالېستانو د ټولنې ویاند پروېز امین‌زاده وایي، که پر رسنیو او خبریالانو فشارونه همداسې دوام کوي، ممکن ډېرې ازادې رسنۍ بندې شي. هغه له ازادي راډیو سره په خبرو کې له طالبانو وغوښتل چې د رسنیو له ارګانونو او ژورنالېستانو سره د چلند په برخه کې هغه ژمنې عملي کړي چې دوی ته‌یې ورکړې دي. ښاغلی امین‌زاده وايي: "د اسلامي امارت په راتګ او پر افغانستان د دوی له واکمنۍ راوروسته ډېر زیان رسنیو او خبریالانو ګاللی، دا د خلکو له سترګو پټ هم نه‌دي، موږ همدې تجربو ته په کتو ویلی شو چې د افغانستان رسنۍ به ښه، روښانه او له وېرې پرته راتلونکې ونه‌لري." د رسنیو ملاتړي بنسټونه وایي، افغانستان کې نږدې ۷۰ سلنه غږیزې، انځوریزې او چاپي خپرونې له فعالیته غورځېدلي او ګڼ شمېر خبریالان بې‌دندو شوي دي. په افغانستان کې د رسنیو او خبرخونو یو شمېر مسؤلان وایي، اطلاعاتو ته لاسرسی ستونزمن شوی، خبریالان د مظاهرو او جګړو د راپورونو په خپرولو کې تر فشار لاندې وي او هېڅ خبریال او ویاند په زغرده او ازاد ډول د طالبانو چارواکي نه‌شي پوښتلی. د خبریالانو مسؤلان او ملاتړي بنسټونه وایي، طالبان دې ژر تر ژره توقیف شوي خبریالان خوشې او نورو خبریالانو ته دې د ازاد فعالیت ډاډ ورکړي. مشهور یوټیوبر اجمل حقیقي، په هرات کې ازاد خبریال خالد قادري، دایکنډي کې د افتاب راډیو مسؤل مرزا حسني، د ګردېز غږ راډیو مسؤل جمال‌الدین دلدار او په کاپیسا کې د پژواک خبریال عبدالحنان محمدي هغه ژورنالېستان دي چې تر اوسه هم د طالبانو په بند کې دي.

14.08.2022 ازادي راډیو

ملګرو ملتونو کابل کې د ښځو په پروني لاریون شوې ډزې ځوروونکي بللي

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي پر طالبانو له دې کبله انتقاد کړی چې په کابل کې د ښځو د پرونیو اعتراضونو په ترڅ کې یې له تاوتریخوالي کار اخیستی. د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ هغه څه چې پرون په کابل کې د یوشمېر ښځو د مظاهرې پرمهال پېښ شول ځوروونکي بللي. یو شمېر مېرمنو پرون د کار، ډوډۍ او آزادۍ له شعارونو سره په کابل ښار کې مظاهره وکړه او ویې ویل، طالبانو په تېر یوه کال کې له افغان ښځو او نجونو څخه د دوی ټول حقونه تروړلي دي. دې مېرمنو وروسته ادعا وکړه چې طالبانو پر دوی هوايي ډزې وکړې او ځکه د دوی لیکې هم ګډې وډې شوې. پر ټولنیزو شبکو پر خپرو شویو ویډیوګانو کې د طالبانو وسله وال د هوايي ډزو په حال کې لیدل کېدل. د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ښاغلي بېنېټ پر ټویټر په یوه بیان کې ویلي دي چې طالبانو د زړورو افغان مېرمنو د سوله ییزې مظاهرې پر وړاندې زیات ځواک کارولی. هغه لیکلي چې زور- زیاتی، وېرول او د مرمیو ډزې د بیان د آزادۍ، راټولېدو او د غونډو د جوړولو په برخه کې د ښځو له حقونو څخه سرغړونه ده. د طالبانو حکومت د کورنیوچارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور د ډزو خبرونه رد کړي، خو ویلي یې دي چې د ښځو دا مظاهره د ده په وینا غیرقانوني وه. بل خوا د دې مظاهرو پرمهال له ځینو خبریالانو سره د ناوړه چلند په اړه هم ځینې راپورونه خپاره شول. د راپورونو له مخې درې بهرني خبریالان او یو همکار یې د مظاهرې په اړه د راپور د جوړولو په خاطر د طالبانو له خوا د لنډ وخت لپاره ونیول شول او وروسته خوشې شول. همداراز د افغانستان د خبریالانو خپلواکې ټولنې ویلي چې دوه تنه افغان خبریالان د پولیسو د ډزو په نتیجه کې برسېرن ټپیان شوي دي. د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي په پروني بیان کې دې موضوع ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې ژورنالیستان د بشري حقونو د نړیوالو قوانینو له مخې باید خوندي وي. په پلازمېنه کابل کې د ښځو د اعتراض غږ یوځل بیا په داسې حال کې اوچت شوی چې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ کلیزه په رارسېدو ده. د ۲۰۲۱ کال د اګست په پنځلسمه جمهوري نظام سقوط شو او طالبان له څلورو خواوو کابل ښار ته ننوتل او خپل موقت حکومت یې اعلان کړ. د ملګروملتونو د کارپوهانو ډلې د جمعې په ورځ د طالبانو د واکمنېدو د کلیزې په مناسبت په یوه تازه راپور کې وویل چې نړیواله ټولنه باید جدي اقدام وکړي څو پر افغانستان واکمن طالبان دې ته وهڅوي چې د وګړو د بشري حقونو اساسي اصولو ته درناوی وکړي.

14.08.2022 ازادي راډیو

د زده‌کوونکو نجونو کیسې؛ معصومه باک

معصومه باک یمه، د غزني ولایت اوسېدونکې او د غزني ولایت په جهان ملکه لېسه کې د ۱۱م ټولګي زده‌کوونکې. موخه هره ورځ هغه وخت شروع کېده کله به چې سهار لمر څرک وهه، زموږ تګ یوازې له کوره تر ښوونځي نه‌وو په دې کار سره مو د وطن هیلې رڼولې دا زموږ حق وو چې په دې موخه کې باید هېڅ ستونزه ونه‌لرو، موږ د دې وطن اولادونه وو، موږ هغه وخت چې ټولې نجونې د ښوونځي په لور روانې وو د ټولو هیلې به زما په څېر ژوندۍ وې. منظم مهال‌وېش، د موخو لاسته راوړل، ډاکتره کېدل او خپلو خلکو ته کار کول غوره ژوند و. کله چی هیلې دې ژوندۍ بڼه ولري له بده مرغه هر څه بدل شوو، هر څه مخ واړاوه، هیلې ړنګې شوې، رڼا ورځې اوس نه‌شته موږ تر یو لوی ذهني فشار لاندې یو، دا هر څه په ویلو هم ډېر سخته دي، خو بیا هم له بده مرغه موږ هره ورځ اوس داسې ژوند کوو. اوس د خوب بستر ته تلل یو بې‌هدفه، بې‌هیلو، بې‌ارمانونو ګنل کېږي د سهار پاڅېدل بې‌رنګه شوی. موږ چې هر سهار سترګې وغړولې نه هدف وینو نه مخ ته تګ، نه مهالوېش نه هم ژوندۍ هیلې. دا احساس ډېر بد ده، خو له بده مرغه موږ داسې حالت په سترګو وینو او تېروو یې. ټولو ته سخته ده چې د ښوونځي نجونې په کور کې کېني، زموږ د سترګو وړاندې ایښي کتابونه موږ لا ځوروې، د تېرو وختونو یادول مو لا ځوروي، موږ ډېر سخت حالت کې یو. موږ وینو چې زموږ مېرمنو راتلونکی ورانېږي، موږ وینو چې موږ بیا ړندېږو، موږ وینو چې نسل مو بې‌تعلیمه پاتې کېږي. یو موږ نه‌یو ډېری د ټولو مېرمنو هیلې دې ته ورته یا هم تر دې بدتره سخت حالت لري. هغه وخت چې ښوونځي ته به تلو له هرې ممکنه لارې مو ګټه واخيسته چې نورې مېرمنې هم تعليم ته وهڅوو، موږ دا کار وکه، د رسنیو له لارې، مخامخ د خبرو له لارې، موږ کار کاوه تر څو د مېرمنو ستونزې حل شي اوس هر څه بدل شوو اوس هېڅ هم نه‌شته.

13.08.2022 ازادي راډیو

د زده‌کوونکو نجونو کیسې؛ حمیده

حمیده یمه د غزني په جهان ملکه لېسه کې د ۱۲م ټولګي زده‌کوونکې. موږ افغانې نجونې تل خپل قسمت ځورولې او ژړولې یو. د نړۍ نجونې ښوونځیو ته ځي، درسونه وايي، زده‌کړې کوي، خپل هدفونه ټاکي، خو زموږ قسمتونه خوار دي، داسې څوک راباندې مسلط شوي چې خپل حق نه‌راکوي، مکتبونو ته مو نه‌پرېږدي، هغوی غواړي چې زموږ راتلونکی تیاره کړي. کله چې زموږ مکتبونه خلاص وو، موږ به سهار وختي له خوبه پاڅېدو، د کور ځیني اړین کارونه به مو کول، مکتب ته د تلو تیاری به مو نیوی، د کتابونو، کتابچو او قلمونو په راټولولو بوختې وو، خو اوس هغسې نه‌ده. موږ به یو وخت سهار په یوه هیله له خوبه راپاڅېدو، د ټاکلي هدف لپاره به موږ هڅې پیلولې، موږ به د رڼا پر لور ګامونه اخیستل، خو اوس نهیلې راپورته کېږو، نهیلې ورځ سبا کوو او نهیلی ژوند کوو. زه اوس په کور کې د ځینو کتابونو مطالعه کوم او د کور په کارونو بوخته یمه. د نورو نجونو ترڅنګ ما په ژوند کې ډېر امېدونه لرل، خو داسې ښکارېږي چې هغه ارمانونه او هیلې مې خاورې شوې. ما غوښتل ۱۲م خلاص کړم، بیا لوړې زده‌کړې وکړم، وروسته یوه ښوونکې سمه، یوه ښکلې نړۍ وروزم، خو اوس د کور په څلورو دېوالونو کې بنده پاته یمه. زه خپل راتلونکي ته حیرانه یمه چې څه کړمه. خو بیا هم امېد شته چې طالبان به خامخا موږ ته د زده‌کړو کولو اجازه راکوي او موږ به بیا د رڼا پر لور خپل منزل ته مزل وهو.

13.08.2022 ازادي راډیو

د زده‌کوونکو نجونو کیسې؛ هدیه

سلامونه! زه هدیه نومېږم، د نجونو د یوې لېسې د ۱۰م ټولګي زده‌کوونکې یم. نږدې یو کال کېږي چې ښوونځي ته نه‌یم تللې، له هغه وروسته چې ښوونځي مو تړل شوي، له خپلو ټولګیوالو او ښوونکو سره هم اړیکه نه‌لرم، خو کور ته نږدې یو شمېر نجونې زده‌کوونکې کله کله وینم او د ښوونځي په باب ورسره د زړه خواله کوم. هغوی هم ډېرې مأیوسه دي او نه‌پوهېږي چې د اووم ټولګي څخه د پورته نجونو ښوونځي به کله پيلېږي؟ له اتم ټولګي څخه وروسته زموږ درسونه ډېر ښه شوي و، ښوونکې مو ښځې وې، هغوی ډېر ښه تدریس کولای شو. زموږ ساینسي مضمونونه ډېر ښه زده کېدل، د سهار له ۷نیمو بجو څخه د غرمې تر ۱۲نیمو بجو به په ښوونځي کې وو. ښوونکو به کورنۍ وظیفه راکوله چې د شپې تر ناوخته به په هغې لګیا وو. د سبا ورځې لوستونو ته به مو پوره تیاری نیوه، زموږ په ټولګي کې د شااوخوا ۱۰ نجونو ترمنځ سخت رقابت روان وو، کورنۍ مو زموږ راتلونکې ته ډېرې متوجې وې. د کور کارونو کې مو ونډه لږه وه، د کور په برخه کې ډېر کارونه مې مور او مشرې خور په غاړه اخیستي وو. اوس چې زموږ د ښوونځي رخصتۍ ډېرې اوږدې شوې دي، نو د پخوا په شان د کتاب په لوستلو کې خوند نه‌دی پاتې شوی، پخوا مې چې راتلونکې ته کومې هیلې په زړه کې درلودې، اوس مې په راتلونکي هېڅ باور نه‌دی پاتې شوی. خپلو ټولګیوالو، نورو نجونو او هغو ښځو ته چې وظیفې يې دلاسه ورکړي، ټولو ته ځورېږم. په دې هیله یم چې یوه ورځ بیا زموږ د ښوونځي د درسي ساعت زنګ په کړنګېدو شي، هیلې مو بېرته وغوړېږي او د خپل ځان، پلار او مور دا هیله به پوره کړم چې ډاکتره شم او د ناروغانو درملنه وکړم. په درناوي، هدیه

13.08.2022 ازادي راډیو

د زده‌کوونکو نجونو کیسې؛ شریفه

زه مخکې د ښوونځي زده‌کوونکې وم. مکتب ته تللم هره ورځ. ځان سره مې ډېرې هیلې درلودلې چې زه به په راتلونکي کې یوه ښه ښوونکې شمه. یوه ښه ډاکتره شم او خپل راتلونکي او نوي نسل ته خدمت وکړم. هم به کورنۍ سره اقتصادي مرسته وکړم او هم به خپل وطن ته خدمت وکړم، خو اوس چې کله زه جګېږمه زه راتلونکې ته هېڅ هیله نه‌لرم. ما ته زما ټولې هیلې مړې شوې دي. ژوند خو ټول په هیله کېږي. اوس چې کله زه هیله نه‌لرم ما ته ټول ژوند ناامېده شوی دی، اوس ژوند راته هېڅ معنی نه‌لري. زه فقط دعا کوم چې بېرته زموږ مکتبونه خلاص شي او موږ وکولای شو بېرته راتلونکي ته هیله‌منې شو او ژوند ته امېد پیدا کړو. خپل ټولګیوال بېرته ووینو، خپل ښوونکي بېرته ووینو. لاړ شو هره ورځ مکتب ته او یو نوی شی له خپل استاد او ټولګیوالو څخه زده کړو.

13.08.2022 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more