شاته

طالبان په افغانستان د پاکستاني طالبانو د شتون په هکله پلټنه کوي

د پاکستان له شکایت وروسته چې وایي د پاکستان د طالبانو تحریک د افغانستان د خاورې څخه د پولې اخوا بریدونو لپاره استفاده کوي، د طالبانو مشر ملاهبت الله آخندزاده، پدې اړه د پلټنو امر کړی دی.

په اسلام آباد کې معتبرو منابعو چې د موضوع د حساسیت په وجه ونه غوښتل چې په رپوټ کې یې نوم واخیستل شي د امریکاغږ ته ویلي چې د طالبانو د ډلې مشر تازه یو درې کسیز کمیسیون ټاکلی چې د اسلام آباد د شکایت په هکله تحقیق وکړي.

سرچینو ویلي دي د افغان طالبانو ډلې د پاکستان د طالبانو تحریک ته خبرداری ورکړی چې د اسلام آباد سره خپله ستونزه حل کړي او د پاکستان د حکومت له لورې د احتمالي عفو نه په استفادې خپلو کورنیو ته ستانه شي.

خو سرچینو د امریکاغږ ته وویل چې ښایي اسلام آباد د پاکستاني طالبانو غوښتنې ونه مني او هر ډول عفوه به ددې هیواد د اساسي قانون په چوکاټ کې وړاندیز کړای شي؛ هغه قانون چې له سخت دریځو غواړي خپلې وسلې حکومت ته تسلیم کړي.

خو بیا هم پاکستاني او افغان مقاماتو په دې هکله په علني بڼه تبصره نده کړې.

د محمد اشرف غني په مشرۍ حکومت پاکستان د افغان طالبانو په تجهیز او تمویل تورن کړی و او ویلي وو چې اسلام آباد هغوی ته او نورو ترهګرو ډلو ته په خپل هیواد کې پناه ځایونه برابر کړي دي. خو اسلام آباد تل دغه ادعاوې رد کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ذاهد حفیظ چوهدري دوه ورځې مخکې ویلي وو چې د پاکستان د تحریک طالبان اړوندو اندیښنو په هکله به د کابل سره خبرې وکړي.

متحده ایالات او ملګري ملتونه هم د د پاکستاني طالبانو ډله د یو ترهګر سازمان په توګه پیژني.

د طالبانو یو ویاند سهیل شاهین، د امریکاغږ ته وویل: "دغه اندیښنه په ځای ده او پدې هکله زمونږ پالیسي څرګنده ده چې هیچا ته اجازه نه ورکوو چې د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان په ګډون زمونږ د ګاونډیانو په ضد استفاده وکړي. نو هغوی باید اندیښنه ونلري."

سهیل شاهین پدې هکله نور جزییات ورنکړل.

دا پداسې حال کې دي چې د روانې میاشتې په پیل کې د خیبر پښتونخوا ایالت یو شمیر سیاسي ګوندونو په چارسده کې د یوې "قومي جرګې" په جوړولو سره وویل چې هره ورځ په زرګونو سخت دریځه د پاکستان له خاورې څخه افغانستان ته داخلیږي.

د عوامي نشنل ګوند ایالتي مشر ایمل ولي خان، وویل: "پدې ورځو کې د تروریستانو جسدونه پاکستان ته راوړل کیږي، او د پاکستان د ملي بیرغ لاندې هغوی ته سلامي وهل کیږي او په درناوي خارو ته سبارل کیږي...ولې مونږ خپلې سترګې پټوو؟ د طالبانو د زده کړو مرکزونه چیرته دي؟ "

پخوانیو افغان مقاماتو تل ټینګار کاوه چې د افغان طالبانو مشرتابه په پاکستان کې ژوند کوي او حتی ددې ډلې ټپیان د پاکستان په روغتونونو کې تداوي کیږي.