کوم هېواد به لومړی طالبان په رسمیت وپېژني؟
د طالبانو له لوري د کابل له نیول کېدو پوره یوه اونۍ وشوه خو لا هم د نړۍ هېوادونه په دې فکر کوي چې ایا دا ډله د افغانستان د حکومت په توګه په رسمیت وپېژني که نه؟
ملګري ملتونه: زرګونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا (اوچا) وايي، اوس مهال په دغه هیواد کې زرګونه بېځایه شوي کورنۍ بشري مرستو ته اړتیا لري.
اردوغان: له طالبانو سره د ترکیې د راتلونکي رول په هکله خبرې کوو
که څه هم مخکې ویل شوي و چې ترکیې د کابل د نړیوال هوايي ډګر امنیت د ساتلو له پلان څخه لاس اخیستی، خو د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جمعې په ورځ د اګست ۲۰ ( زمري ۲۹) وویل چې ترکیه چمتو ده له طالبانو سره په دې باندې خبرې وکړي چې په افغانستان کې کوم رول لوبولی شي.
د امریکا ولسمشر جوبایډن د قطر له امیر سره تیلیفوني خبرې وکړې
ولسمشر جوبایډن د قطر له امیر تمیم بن حمد آل ثاني سره په خپلو تیلیفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږد مهاله دوستانه اړیکو په لاټېنګښت ټینګار وکړ.
بایډن: له افغانستان څخه د خلکو اېستل خطرناک دي
د امریکا جمهور رئیس جو بایډن وایي چې امریکایي ځواکونو د جولای د میاشتې راپدیخوا شاوخوا ۱۸ زره کسان د افغانستان نه را ایستلي دي.
ملګري ملتونه: طالبان د بهرنیو ځواکونو د ژباړونکو پسې کور په کور ګرځي
سره لدې چې طالبانو پخوا ویلي و هغو کسانو ته څه نه وایي چې په افغانستان کې د یې د بهرنیو ځواکونو سره د ژباړونکو په توګه کار کړی خو د ملګرو ملتونو د استخباراتو یو راپور وایي چې دا ډله د افغان ژباړونکو او د هغوي د کورنۍ د غړیو پسې کور په کور لټه کوي.
دویچه وله: طالبان د خبریالانو موندلو لپاره کور په کور تالاشي کوي
د جرمني خبري اژانس دویچه وله وايي طالبانو د هغوی د یو همکار کور پلټلی، د کورنۍ یو غړی یې وژلی او یو بل یې ژوبل کړی دی.
طالبان: په افغانستان کې به نوی اساسي قانون جوړ شي
په قطر کې د طالبانو د مذاکراتي ټیم غړي او ویاند سهیل شاهین د چین له یوه ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي دي چې په افغانستان کې به نوی اساسي قانون تدوین او تائید شي.
بلینکن د جي ۷ د بهرنیو چارو وزیرانو سره په افغانستان بحث وکړ
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټني بلینکن د اګست په ۱۹ ( زمري ۲۸) د جي ۷ هیوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره د افغانستان د وضعیت په اړه خبري اتري وکړې.
جک سلوان: له افغانستان څخه د امریکایانو ایستل " له خطره ډک ماموریت دی"
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جک سلوان له ان بي سي نیوز سره په مرکه کې ویلي دي چې له افغانسان څخه د امریکایانو ایستل " له خطره ډک ماموریت دی".
بایډن او امنیتي ټیم یې په افغانستان خبرې وکړې
سپینې ماڼۍ د پنجشنبې په ورځ اګست ۱۹ (زمري ۲۸) وویل چې د متحده ایالاتو ولسمشر او د هغه مرستیالې د خپل ملي امنیت له ټیم سره په کتنه کې په افغانستان کې د امریکا د امنیتي، دپلوماتیک او استخباراتي هڅو په اړه تازه معلومات ترلاسه کړل.
په یمن کې القاعده شبکې طالبانو ته مبارکي ویلې
په یمن کې د القاعدې د شبکې څانګې طالبانو ته د کابل د نیولو مبارکې ورکړې. القاعده د عربو په ټاپو وزمې کې طالبانو ته د مبارکۍ د ویلو تر څنګ په اعلامیې کې همدارنګه د وسله والې مبارزې د دوام هوډ کړی.
د افغانستان د درې رنګه بیرغ په ملاتړ مطاهرې؛ څو تنه وژل شوي
د افغانستان په څو ښارونو کې د پنجشنبې په ورځ اګست ۱۹ (زمري ۲۸) ددې هیواد د لر غوني درې رنګه بیرغ په ملاتړ مظاهرو کې څو تنه وژل شوي دي.
روسیه: په پنجشیر کې د طالبانو ضد مقاومت منسجم کیږي
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف، وایي د افغانستان د جمهور رئیس د لومړي مرستیال امرالله صالح او احمد مسعود په مشرۍ د طالبانو په وړاندې مقاومت د پنجشیر په دره کې د منسجم کیدو په حال کې دی.
پاکستان کې د عاشورا په مراسمو کې د بم چاودنه شوې
د پاکستان د پنجاب په ایالت کې د شعیه مسلمانانو په مراسمو (عاشورا) باندې په برید کې لږ تر لږه ۳ تنه وژل شوي او څه باندې ۵۰ ټپي شویدي.