شاته

اردوغان: له طالبانو سره د ترکیې د راتلونکي رول په هکله خبرې کوو

که څه هم مخکې ویل شوي وو چې ترکیې د کابل د نړیوال هوايي ډګر امنیت د ساتلو له پلان څخه لاس اخیستی، خو ولسمشر رجب طیب اردوغان د جمعې په ورځ د اګست ۲۰ ( زمري ۲۹) وویل چې ترکیه چمتو ده په افغانستان کې له طالبانو سره د خپل ممکنه رول په اړه خبرې وکړي.

ښاغلي اردوغان وویل: " که زمونږ دروازه وټکول شي، مونږ به یې د خبرو لپاره خلاصه کړو."

اردوغان زیاته کړه، ترکیه په افغانستان کې د زیربناوو د رغولو په چارو کې ښکېله وه او اوس هم په همدې برخو کې له کار سره علاقه لري.

ښاغلي اردوغان د تیرې هفتې د چارشنبې په ورځ په یوې تلویزیوني مرکې کې وویل ترکیه اوس هم علاقه لري چې د کابل د هوايي ډګر امنیت تامین کړي. اردوغان دغه څرګندونې وروسته له هغه کوي چې د دوشنبې په ورځ رویټر رپوټ ورکړی و چې د کابل د هوايي ډګر د امنیت د ساتلو پلان، د طالبانو له خو اد دغه ښار له نیولو وروسته اوس لغوه شوی دی.

اردوغان وویل: "په افغانستان کې د ترکیې پوځي ‌حضور به په نړیواله سطحه د افغانستان د نوې ادارې لاس اوچت کړي." هغه په مرکه کې وویل ترکیه په افغانستان کې له ټولو غاړو سره په تماس کې ده.

ترکیه چې د ناټو د تړون غړی هیواد دی، په افغانستان کې شاوخوا ۶۰۰ سرتیري لري او ترکي چارواکي خپل حضور ته د یوه جنګي ځواک د شتون په سترګه نه ګوري.

د جون په ماشت کې ترکیې وړاندیز وکړ چې له افغانستان څخه د ناټو د ځواکونو له وتلو وروسته به د کابل د هوايي ډګر د امنیت د ساتلو چاره په غاړه واخلي. د امریکا متحده ایالاتو او ترکیې په دې باندې خبرې وکړې چې هوايي ډګر په افغانستان کې د دیپلوماتیک ماموریت لپاره د یوه خوندي معبر په توګه، پرانیستي وساتي.

د جولاۍ په میاشت کې ترکیې ته طالبانو د کابل په هوايي ډګر کې د پوځي‌حضور د ساتلو په خاطر خبرداری ورکړ او د ترکیې وړاندیز یې د افغانستان د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نقض بللی و.

نوی تصوير

د تیرې هفتې د چارشنبې په ورځ اردوغان وویل په افغانستان باندې د طالبانو له تسلط موندلو وروسته د کابل په هوايي ډګر کې د امنیت د ساتلو د چارې یو نوی تصویر رامنځته شو.

هغه زلاته کړه: "اوس مونږ د همدغو نویو واقعیتونو پربنا پلانونه جوړو او په مطابقت کې یې عمل کوو."

د چارو ځینې کارپوهان وايي، ترکیه به د هوايي ډګر د امنیت ساتلو ته دوام ورکړي که طالبان یې وغواړي؛ خو ناټو او امریکا به، د طالبانو تر کنترول لاندې افغانستان کې له دې ډول پوځي شتون سره مالي مرسته ونه کړي.

د بهرنۍ پالیسۍ د څېړنې په انستیتیوت کې د څېړنې د برخې مسئول ارون ستین امریکا غږ ته وویل کوم څه ته چې په لومړنی توافق کې د خلکو پام نه دی شوی هغه دادي چې انقرې نه غوښتل چې له " طالبانو سره جنګ وکړي، انقرې په غیر مستقیمه توګه اویاهم د دوحې او پاکستان له لارې له طالبانو سره په مستقیم ډول بحث کړی چې په دې اړه د طالبانو توافق ترلاسه کړي. "

د تركي اتباعوو ویستل

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د حریت ورځپانې ته ویلي، وختي ده چې وویل شي ترکیې د کابل د هوايي ډګر د امنیت د ساتلو پلان لغوه کړی.

چاووش اوغلو وویل: "مونږ له امریکا او نورو هیوادونو سره له افغانستان څخه د خلکو په ویستلو او نورو برخو کې کار کوو. زمونږ لومړیتوب، زمونږ د هغو اتباعو انتقال دی چې غواړي له افغانستان څخه ووځي."

د اګست تر ۱۸ مې ( زمري ۲۷)‌ ترکیې خپل ۵۵۲ کسه اتباع له افغانستان څخه ویستلي دي.

اپوزیسون

دترکیې د اپوزیسون ګوندونه له حکومت څخه غواړي چې له افغانستان څخه ترکي عسکر وباسي. دغه ګوندونه همدارنګه ترکیې ته د افغان مهاجرینو له ورتګ سره مخالف دي.

مخالف ګوندونه وروسته له هغه دغه مخالفت څرګندوي چې د جرمني صدراعظمې انګلا مرکل وویل چې هیواد به یې له ترکیې سره د افغان مهاجرینو د مهاجرت د زیاتوالي په هکله له نږدې کار وکړي.

زیات شمر افغان کډوال د ایران له لارې ترکیې ته ځي چې په دغه هیواد کې د خلکو او مخالفو ګوندونو له خوا یې په وړاندې مخالفت، مخ په زیاتېدو دی.