شاته

بایډن او امنیتي ټیم یې په افغانستان خبرې وکړې

سپینې ماڼۍ د پنجشنبې په ورځ اګست ۱۹ (زمري ۲۸) وویل چې د متحده ایالاتو ولسمشر او د هغه مرستیالې د خپل ملي امنیت له ټیم سره په کتنه کې په افغانستان کې د امریکا د امنیتي، دپلوماتیک او استخباراتي هڅو په اړه تازه معلومات ترلاسه کړل.

دوی همداشان په کابل کې د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې په عملیاتو خبرې وکړې چې د امریکا د دفاع وزارت د هڅو په نتیجه کې اوس فعال او امن شوی دی.

امریکا هڅه کوي چې له افغانستان څخه امریکایي اتباع، د سفارت پرسونل، د ځانګړې ویزې غوښتونکي او د هغوی کورنۍ، او همداشان هغه افغانان چې له ګواښ سره متوجه دي څومره ژر چې ممکن دي وباسي.

د امریکا د دفاع وزارت ویلي هره ورځ چې په افغانستان کې دغه عملیات پرمخ بیایي امریکایي سرتیري هلته له خطر سره مخامخ دي.

د امریکا د ملي امنیت ټیم ولسمشر جو بایډڼ او د هغه مرستیاله کاملا هریس په وروستیو پرمختګونو خبر کړل او وویل چې د اکست له ۱۴ څخه یې له افغانستان نه ۷۰۰۰ کسان ایستلي چې د جولای د میاشتې د پای راهیسې د ټولو ایستل شویو کسانو مجموعي شمیر ۱۲۰۰۰ تنو ته رسیږي.

د امریکا ولسمشر، د ولسمشر مرستیالې او امنیتي ټیم همداشان په افغانستان کې د داعش خراسان د ډلې په ګډون د هر ډول مهم تروریستي ګواښ په موضوع غور او بحث وکړ.

دا پداسې حال کې دي چې د امریکا د پوځ جنرال هنګ ټیلر، د پنجشنبې په ورځ اګست ۱۹ خبریالانو ته وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲ سي-۱۷ الوتکو شاوخوا ۲۰۰۰ تنه له افغانستان څخه ایستلي دي.

جنرال ټیلر وویل اوسمهال د امریکا پوځ په ۲۴ ساعتونو کې د ۵۰۰۰ څخه تر ۹۰۰۰ کسانو د انتقال ظرفیت لري. اوس د کابل په نړیوال هوایي ډګر کې ۵۲۰۰ امریکایي سرتیري حضور لري او ټاکل شوې چې دغه شمیر ۶۰۰۰ ته لوړ کړای شي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي وویل د امریکایي ځواکونو او طالبانو ترمنځ هیڅ ډول تاوتریخوالی ندی پیښ شوی او دغې ډله له افغانستان څخه د امریایي اتباعو مخنیوی ندی کړی.