شاته

جک سلوان: له افغانستان څخه د امریکایانو ایستل " له خطره ډک ماموریت دی"

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جک سلوان له ان بي سي نیوز سره په مرکه کې ویلي دي چې له افغانسان څخه د امریکایانو ایستل " خطرناک ماموریت دی".

نوموړي په دې مرکه کې زیاته کړې:" موږ اوسمهال له طالبانو سره اړیکه برقراره کړې چې هوایي ډګر ته په خوندي ډول د خلکو د تللو اجازه ورکړي او دا کار اوسمهال د تلونکو امریکایانو او افغانانو لپاره چې له خطر سره مخ دي، نتیجه ورکويي." خو هغه زیاته کړې: "موږ په هیڅ شي حساب نشو کولی."

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې امریکا له افغانستان څخه د خپلو زرګونو اتباعو او افغان همکارانو د ایستلو هڅې ډیرې کړي دي.

پر کابل د طالبانو له واکمنیدو وروسته پر دغه هوایي ډګر د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته شوېده، یو شمیر کسان چې حتی د سفر پوره اسناد هم نلري، دې ډګر ته تللي څو بهر ته ولاړ شي.

ښاغلي سلوان په دې مرګه کې زیاته کړې:" موږ باید د هر ډول احتمالاتو په اړه اندیښنه ولرو. یو احتمال چې موږ جدي تمرکز پرې کوو، هغه د داعش په شان یوې ډلې له خوا احتمالي ترهګریز برید دی، کوم چې د طالبانو قسم خوړلي دښمنان دي، بنا موږ هڅه وکړو څو خطرات کم او په الوتکو کې د خلکو شمیر زیات کړو."

د امریکا دغه جګپوړي چارواکي څرګنده کړې، هغوی به هر هغه امریکایي هوایي ډګر ته راولي چې تماس یې نیولی او غواړي ووځي.

بلخوا سپینې ماڼۍ د اګست ۱۹ وویل چې د متحده ایالاتو ولسمشر او د هغه مرستیالې د خپل ملي امنیت له ټیم سره په کتنه کې په افغانستان کې د امریکا د امنیتي، دیپلوماتیکو او استخباراتي هڅو په اړه تازه معلومات ترلاسه کړل.

دوی همداشان په کابل کې د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې په عملیاتو خبرې وکړې چې د امریکا د دفاع وزارت د هڅو په نتیجه کې اوس فعال او امنې شوي دي.

امریکا هڅه کوي چې له افغانستان څخه امریکایي اتباع، د سفارت پرسونل، د ځانګړې ویزې غوښتونکي او د هغوی کورنۍ، او همداشان هغه افغانان چې له ګواښ سره متوجه دي څومره ژر چې ممکن دي وباسي.

د امریکا د دفاع وزارت ویلي هره ورځ چې په افغانستان کې دغه عملیات پرمخ بیایي امریکایي سرتیري هلته له خطر سره مخامخ دي.