ترکیه کې افغان پناه غوښتونکي په ناوړه حالت کې دي
ترکي مقامات وایي پداسې حال کې چې د هیواد نه د مهاجرو د شړلو مرکزونه د افغان پناه غوښتونکو څخه ډک دي په سلګونو نور افغانان چې د طالبانو د واکمن کیدو وروسته له افغانستان څخه تښتيدلي ځانونه یې د ښه ژوند په هیله ترکیې ته رسولي دي.
امیر خان متقي: د پنجشېر مسئله باید د خبرو او مفاهمې له لارې هواره شي
د طالبانو د دعوت او ارشاد کمیسیون مشر مولوي امیر خان متقي د پنجشېر له خلکو غوښتي چې په دغه ولایت کې مقاومت کوونکو ته د جګړې نه کولو قناعت ورکړي.
ملګري ملتونه: ۱۸ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري
د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي، د افعانستان نژدې نیمايي نفوس ۱۸ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.
امریکا: له افغانستان سره د امریکا د تعامل نوی فصل پرانیستل شو
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي له افغانستان څخه د امریکایي پوځیانو په وتلو سره ، د امریکا دیپلوماتیک حضور له کابل څخه د قطر دوحې ته انتقال شوی دی.
اروپايي ټولنه غواړي د کډوالو په اړه د افغانستان له ګاونډیو سره مرسته وکړي
د اروپايي ټولنې د داخلي چارو کمیشنیره یلوا جانسن د سه شنبې په ورځ اګست ۳۱ (وږې نهمه) وویل د اروپايي ټولنې هیوادونه غواړي د "انساني ناورین" د مخنیوي په هدف عاجل اقدام وکړي، ځکه په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنیدو وروسته خلک له هغه هیواد څخه وځي.
له افغانستان څخه د امریکا د تخلیې پر بهیر د جمهوري غوښتونکو انتقاد
د امریکا د استازو په مجلس کې د جمهوري غوښتونکو مشر کیون مک کارتي په افغانستان کې د جوبایډن د حکومت پر چلند په نیوکې سره ویلي دي چې د تخیلې بهیر "ممکن زما په ژوند کې په نظامي برخه کې د امریکا د حکومت تر ټولو ستره ناکامي وي."
امریکا پر سعودي عربستان د حوثیانو برید وغانده
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټني بلینکن د سه شنبې په ورځ اګست ۳۱ ( وږې نهمه) پر سعودي عربستان د یمن د حوثیانو برید په ټینګه غندلی دی.
بایډن د افغانستان څخه د وتلو په اړه د خپل تصمیم دفاع وکړه
د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن په سپینه ماڼۍ کې په وینا کې وویل: «تیره شپه په افغانستان د متحده ایالاتو ۲۰ کلنه جګړه پای ته ورسیدله.» او زیاته يط کړه چې دا د امریکا تر ټولو اوږده جګړه وه.
پاکستان: نړیواله ټولنه باید افغانستان کې د اقتصادي سقوط مخه ونیسي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د طالبانو له لوري د کابل تر نیول کېدو وروسته باید په افغانستان کې د «اقتصادي سقوط» د مخنیوي لپاره اقدام وکړي.
جاپان له کابل څخه خپل سفارت قطر ته انتقالوي
د جاپان د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې په کابل کې ددې هیواد سفارت چې په موقتي توګه ترکیې ته انتقال شوی و، اوس به قطر ته انتقال شي چې طالبان په کې سیاسي دفتر لري.
امریکا له افغانستان څخه ووتله؛ ننګونې څه دي؟
امریکايي عسکر د اګست په ۳۱ نېټه له افغانستان څخه ووتل او په لومړي ځل په تېرو ۲۰ کلونو په افغانستان کې دا مهال هېڅ بهرنی عسکر نشته.
هند په قطر کې له طالبانو سره خبرې کړي
د هند د بهرنیو چارو وزارت وایي په قطر کې د هند سفیر د طالبانو له یو لوړپوړي چارواکي سره کتلي دي. دا په افغانستان باندې د طالبانو له ولکې وروسته د هند او ددې ډلې ترمنځ لومړنی رسمي تماس دی.
د امریکايي عسکر ووتل؛ طالبان واشنګټن او نړۍ سره ښه روابط غواړي
طالبانو د سه شنبې په ورځ اګست ۳۱ (وږي۹) د کابل له هوايي میدان څخه د امریکايي ځواکونو وتل ونمانځل او دا یې د «نورو یرغلګرو» لپاره یو درس وګاڼه، مګر وايي چې له امریکا او نړیوالې ټولنې سره ښه روابط غواړي.
امریکايي عسکر ووتل خو لا هم خلک د کابل هوايي ډګر ته د ننوتلو انتظار کوي
په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر څخه د امریکايي سرتیرو د وتلو وروسته د دغه هوايي ډګر شاوخوا ته ژوند بیرته عادي شوی.
بایډن تر ۲۰ کلن نظامي ماموریت وروسته د افغانستان نه ووتو
د امریکا جمهور رئیس د افغانستان نه د ټولو امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته د نظامي قوماندانانو او ځواکونو نه مننه وکړله او هغوي یې وستایل.