شاته

امریکايي عسکر ووتل خو لا هم خلک د کابل هوايي ډګر ته د ننوتلو انتظار کوي

په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر څخه د امریکايي سرتیرو د وتلو وروسته د دغه هوايي ډګر شاوخوا ته ژوند بیرته عادي شوی.

نن د سه شنبې په ورځ طالبانو دغه هوايي ډګر ته ټولې غځولې لارې پرانیستې وې او وضعیت مخ په عادي کیدو وو. د هوايي ډګر شاوخوا ته د خلکو د تیرو ورځو ګڼه ګوڼه نه په سترګو کیده، خو لا هم یو شمیر کورنۍ د هوايي ډګر د سړک په اوږدو کې د ونو سیوري ته دغه هوايي ډګر ته د ننوتلو انتظار کاوه.

د محمد اسلم په نوم د یوې پنځه کسیزې کورنۍ مشر امریکا غږ ته وویل، چې لا هم په دې تمه دی، چې بهر ته به د تللو فرصت ترلاسه کړي.

طالبانو د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر څخه د وروستي امریکايي سرتیري د وتلو لږ وروسته د ښار په بیلابیلو برخو کې د خوښۍ لپاره هوايي ډزې وکړې، چې د شپې تر ناوخته یې دوام درلود.

د طالبانو هوايي ډزو خلک اندیښمن کړي وو، چې ګوندې د طالبانو او بهرنیو ځواکونو ترمنځ کومه نښته روانه ده.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د خپل ټویټر په پاڼه خلکو ته ډاډ ورکړ، چې د شپې ناوخته روانې ډزې د طالبانو له خوا له افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو د وتلو لپاره کیږي او د خوشالۍ ډزې دي.