شاته

بایډن د افغانستان څخه د وتلو په اړه د خپل تصمیم دفاع وکړه

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن په سپینه ماڼۍ کې په خپله وینا کې وویل: «تیره شپه په افغانستان د متحده ایالاتو ۲۰ کلنه جګړه پای ته ورسیدله.» او زیاته يې کړه چې دا د امریکا تر ټولو اوږده جګړه وه.

ښاغلي بایډن په افغانستان کې د امریکا د ۲۰ کلنې جګړې د پای ته رسولو په اړه د خپل تصمیم دفاع وکړه او وویل: «ما نه غوښتل چې دا جګړه د تل لپاره وغزوم.» او زیاته یې کړه چې ویل چې د بهرنیو چارو وزیر، په افغانستان کې د امریکا د پوځ د قوماندانانو په شمول د لوړپوړو پوځي مقاماتو سره په مشورې یې دغه تصمیم نیولی دی.

ولسمشر جو بایډن وویل په افغانستان کې د امریکا ۲۰کلنه جګړه د تخلیې په عملیاتو سره چې په تاریخ کې یې ساری نه درلود پای ته ورسیده.

ښاغلي بایډن د افغانستان څخه د امریکایي پوځیانو د بشپړه وتلو یوه ورځ وروسته په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو او دپلوماتانو د هڅو ستاینه وکړه.

ولسمشر بایډن وویل د افغانستان څخه د وتلو تصمیم یې پدې خاطر ونیو چې د ترهګرو پر ضد د مبارزې برسیره د ۲۰۲۱د ګواښونو په وړاندې چې د چین او روسیې او د سایبري بریدونو له درکه امریکا ته متوجه دي، مقابله وشي.

ښاغلي بایډن وویل ګمان دا و چې د افغانستان ۳۰۰زره کسیز مجهز امنیتي او دفاعي ځواک چې ۲۰کاله روزل شوی و د طالبانو په وړاندې به مقاومت وکړي، خو "دا فرضیه ناسمه وه."

ښاغلي بایډن افغانستان څخه د محمد اشرف غني "تیښتې" ته په اشارې او د طالبانو په واسطه د افغانستان سقوط په هکله وویل چې د امریکایانو او، امریکایي دپلوماتانو او افغان همکارانو د مصونې تخلیې په خاطر یې افغانستان ته ۶۰۰۰پوځیان ولیږل.

ولسمشر بایډن وویل چې متحده ایالات ژمن دي چې په افغانستان کې د پاتې امریکایانو او د امریکایي ځواکونو د همکارانو د ایستلو لپاره او همداشان د بهرنیانو د ایستلو لپاره عمل وکړي.

ښْاغلي بایډن همداشان وویل: "د دپلوماسۍ، نړیوال نفوذ او بشري مرستو له لارې د افغانستان د خلکو ملاتړ ته دوام ورکوو.

ښاغلي بایډن وویل چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت د مارچ د میاشتې راهیسې ۱۹ځلې یې په افغانستان کې د امریکایانو سره تماس نیولی چې له افغانستان څخه ووځي. هغه وویل چې د دوشنبې اګست ۳۰تر ماښامه شاوخوا ۵۵۰۰امریکایان له افغانستان نه ایستل شوي دي.

هغه وویل چې د ۱۰۰څخه تر ۲۰۰بورې امریکایان چې په افغانستان کې پاته دي زیات شمیر یې دوه ګونې تابعیت لري چې په خپله خوښه په افغانستان کې پاته دي. هغه وویل که هغوی وغواړي له افغانستان ووځي د امریکا حکومت د هغوی انتقالولو ته ژمن دی.

ښاغلي بایډن وویل د افغانستان څخه د بشپړه وتلو لپاره یې د اګست د ۳۱ ضرب الاجل د امریکایانو د ژوند د ژغورلو په خاطر ټاکلی و.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پریکړه لیک ته په اشارې ښاغلي بایډن وویل چې طالبان باید په خپلو ژمنو ودریږي او هغوی ته چې غواړي له افغانستان څخه ووځي هوایي او ځمکنۍ لارې پرانستې پریږدي. همداشان هغه وویل چې طالبانو په څرګنده ویلي دي چې د امریکا د همکارانو په ګډون د خلکو مصوون وتلو ته زمینه برابروي.

ښاغلي بایډن وویل کله چې یې د امریکا د جمهوري ریاست چارې ترلاسه کړې "طالبان د ۲۰۰۱کال راوروسته تر ټولو زیات ځواکمن" شوي وو. ولسمشر بایډن وویل پرته له دې چې د ټرمپ د حکومت موافقې ته دوام ورکړي بله چاره یې نه درلودله، یا به یې نور په زرګونو امریکایي سرتیري د طالبانو سره جګړې ته استولی وای.

ښاغلي بایډن د افغانستان څخه د تخلیې د عملیاتو په بهیر باندې د انتقادونو په اړه وویل چې دغه انتقادونه په "محترمانه" توګه ردوي. هغه وویل د دونالډ ټرمپ د حکومت د لاس لیک شوې موافقې د پرمخ بیولو پرته یې بله چاره نه درلودله.

ښاغلي بایډن د داعش د خراسان څانګې ته په خبرداري وویل چې ددې ډلې سره د امریکا معامله لا نده ختمه شوې.

ښاغلي بایډن د افغانستان د جګړې مالي او ځانې تاوان ته په اشارې وویل چې په دوو تیرو لسیزو کې متحده ایالاتو په وسطي توګه په ورځ کې ۳۰۰ میلیون ډالر په هغه هیواد کې لګولي دي او زیاته یې کړه

چې ۲۴۶۱ امریکایي پوځیان د افغانستان په جګړه کې وژل شوي او ۲۰۷۴۴ تنه نور پوځیان ټپیان شوي دي.