شاته

جاپان له کابل څخه خپل سفارت قطر ته انتقالوي

د جاپان د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې په کابل کې ددې هیواد سفارت چې په موقتي توګه ترکیې ته انتقال شوی و، اوس به قطر ته انتقال شي چې طالبان په کې سیاسي دفتر لري.

د جاپان د بهرنیو چارو وزیر توشیمیتسو موتیګي د سه شنبې په ورځ اګست ۳۱ (وږي ۹) خبریالانو ته وویل چې د سیمې مشرانو سره له تماسونو وروسته دې نتیجې ته رسیدلي چې دوحه مخ په زیاتیدونکی سیاسي اهمیت لري.

قطر چې له نژدې یوې لسیزې راهیسې د طالبانو سره د اړیکې یواځنی ادرس دی د امریکا-طالبانو ترمنځ په مذامراتو کې یې اساسي رول لوبولی دی او د امریکا-طالبانو ترمنځ موافقه د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹ لاس لیک شوه.

همداشان د محمد اشرف غني په مشرۍ د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ د خبرو څو پړاونه په قطر کې ترسره شول.

په کابل کې د جاپان د سفارت کارکوونکي لومړني کسان وو چې د افغانستان څخه د پوځي انتقال د عملیاتو په پیل کې بهر ته انتقال شول. په کابل کې میشت د جاپان اکثر اتباع او دپلوماتان د بریتانیا د پوځي پروازونو له لارې له کابل څخه د افغانستان نه بهر انتقال شول.

خو د جاپان حکومت تیره اونۍ وروسته له هغې د خپل هوایي ځواک یوه الوتکه د پوځي تخلیې د عملیاتو لپاره کابل ته واستوله چې د کابل د هوایي ډګر بهر ګډوډیو د ایستلو بهر له مشکلاتو سره مخامخ کړ.

د جاپان پوځي الوتکې د تیرې پنجشنبې او جمعې په ورځو د امریکا د پوځي ځواکونو په غوښتنه یواځې یو جاپانی او ۱۴ افغانان د کابل له هوایي ډګر څخه پاکستان ته انتقال کړل.

د جاپان حکومت ویلي دي چې د نورو جاپانیانو او هغو افغانانو انتقال یې د لومړیتوبونو څخه دي چې د جاپان د سفارت او د جاپان د مرسته رسونکو سازمانونو سره یې کار کړی دی.