شاته

پاکستان: نړیواله ټولنه باید افغانستان کې د اقتصادي سقوط مخه ونیسي 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د طالبانو له لوري د کابل تر نیول کېدو وروسته باید په افغانستان کې د «اقتصادي سقوط» د مخنیوي لپاره اقدام وکړي.

ښاغلی قریشي وایي نړیوال باید په افغانستان کې دخیل پاتې شي، ځکه چې د هغه په خبره دا کار د سولې او ثبات په ګټه دی. هغه وویل چې د افغانستان پرېښودل او د طالبانو له واکمنۍ څخه د افغانانو مهاجرت د سیمې لپاره ښه نه دي.

ښاغلي قریشي زیاته کړه: «دا د افغانستان په تاریخ کې یوه حیاتي شېبه ده. نړیواله ټولنه باید دخیله پاتې شي او اجازه ورنکړي‌ چې په افغانستان کې اقتصادي سقوط پېښ شي.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د سه شنبې په ورځ اګست ۳۱ (وږی۹) په اسلام اباد کې د خپل جرمني‌ سیال هایکو ماس سره په ګډ خبري کنفرانس کې دا څرګندونې وکړې.

هغه وویل د کابل له نیول کېدو وروسته پاکستان له افغانستان څخه د ۱۰۰۰۰ بهرنیانو په وتلو کې مرسته کړې ده.‌ امریکايي چارواکي‌ وايي په تېرو څو اونیو کې یې له افغانستان څخه یې ۱۲۳۰۰۰ کسان اېستلي دي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس وویل چې طالبانو د همه شمول حکومت د جوړولو او بشري حقونو ته د درناوي ژمنه کړې ده. هغه وویل چې وبه کتل شي چې طالبان په خپلو ژمنو عمل کوي‌ که نه.

دا په داسې حال کې دي چې تېره شپه له افغانستان څخه ټول امریکایي ځواکونونه ووتل.