قطر او ترکیه د کابل د هوایي ډګر په بیا پرانیستلو کې د طالبانو سره کار کوي
د قطر چارواکي وایي د طالبانو سره کار کوي چې د کابل نړیوال هوایي ډګر ژر تر ژره بیرته پرانیستل شي.
په نیویارک کې سیلابونو ۱۴ تنه مړه کړي
د ایډا توپان چې تیره اوونۍ یې په جنوب کې د نیور آرلینز په ټول ایالت بریښنا پرې کړې وه او څو نور ایالتونه یې هم ځپلي و، د امریکا ختیځو سواحلو ته ورسید. د توپان نه وروسته د نیویارک په ښار کې سیلابونه راغلل او د پنجشنبې په شپه په ښار کې اضطراري حالت اعلان شو.
امریکا د ترهګرو په ضد د طالبانو په همکارۍ شک لري
متحده ایالاتو په افغانستان کې د اسلامي دولت یا داعش د ډلې له ګواښ سره د مقابلې لپاره له طالبانو سره د کار کولو احتمال نه دی رد کړی، خو امریکایي چارواکو پدې اړه په احتیاط څرګندونې کړي.
د افغانستان د نظام تر ړنګیدو وړاندې د غني او بایډن خبرې
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني او د امریکا جمهور رئیس جو بایډن د جولای د میاشتې په ۲۳ مې په ټیلیفون کې تقریباً ۱۴ دقیقې خبرې کړیدي.
بریتانیه: د طالبانو د حکومت په رسمیت پیژندلو پلان نلرو
د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیر ډومنیک راب وایي چې د افغانستان په هکله طالبانو سره د خبرو "اړتیا" نشته او وایي چې هیواد یې د هغوي (طالبانو) د حکومت په رسمیت پیژندلو هیڅ پلان نلري.
د افغانستان بانک: شهزاده سرای به راتلونکې شنبه پرانیستل شي
د افغانستان بانک وايي، په کابل کې د اسعارو د تبادلې لوی مرکز «شهزاده سرای» به راتلونکې شنبه پرانیستل شي.
د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د بېلتون غوښتونکو مشر 'ګیلاني' مړ شو
د هند تر ولکې لاندې کشمېر کې د بېلتون غوښتونکو مشر سید علي ګیلاني د ۹۲ کلونو په عمر ساه ورکړه.
د طالبانو په وړاندې ننګونه؛ د داعش او نورو جهادي ډلو پیاوړي کیدل
له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له بشپړ وتلو وروسته، طالبانو ډاډ څرګند کړ چې دوی په افغانستان کې داعش ته د ماتې ورکولو وړتیا لري.
لائید آسټن: امریکا به د داعش - خراسان څخه غچ واخلي
د امریکا دفاع وزیر لائید آسټن د چهار شنبې په ورځ سپټمبر ۱ (وږې لسمه) ژمنه وکړه چې متحده ایالات به په افغانستان د داعش له خراسان څانګې څخه په مناسب وخت کې غچ واخلي.
د تښتیدلو افغان پیلوټانو د خوندیتوب په اړه د بشري حقونو د ډلو اندیښنه
د بشري حقونو یو شمیر ډلې د افغان پوځ د پخوانیو سل ګونو غړو او د هغوی د کورنۍ د غړو د خوندیتوب په اړه چې تیره میاشت کابل ته د طالبانو په نږدې کیدو سره په څو الوتکو کې ازبکستان ته تښتیدلي، اندیښنه لري.
په افغانستان کې د "انساني ناورین" په اړه د ملګرو ملتونو خبرداری
د ملګرو ملتونو یوه جګپوړي چارواکي د چهار شنبې په ورځ سپټمبر ۱( وږې لسمه) خبرداری ورکړ چې افغانستان د "انساني ناورین" ته د تلو په حال کې دی.
چین: له طالبانو غواړو چې له ترهګریزو سازمانونو سره روابط وشلوي
چین وایي هیله من دی چې افغانستان د یوه "ازاد او همه شموله" سیاسي جوږښت په اړه د نړیوالې ټولنې توقعات په پام کې ونیسي.
د کابل هوایي ډګر بندیدل؛ افغانانو ځمکنیو سرحدونو ته مخه کړې
له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په بشپړه وتلو سره په هیواد کې د ناڅرګند وضعیت او د واک د تشې په وجه په زرګونو افغانانو د هیواد نه د وتلو د هڅو په ترڅ کې د ګاونډیو هیوادونو سرحدونو ته مخه کړې ده.
طالبان د افغانستان نوی دولت ډیر ژر اعلانوي
د طالبانو مشرتابه د دولت د جوړیدو په ګډون د مختلفو موضوعګانو په اړه له درې ورځنیو خبرو او بحثونو وروسته ټاکل شوې چې ډیر ژر د افغانستان نوی دولت اعلان کړي.
مککال: د امریکا د نړیوالو رسنیو د ادارې د خبریالانو انتقال کې ناکامي 'سپکاوی' دی
د امریکا د کانګرس غړي مایکل مککال، د پوځي عملیاتو د پای دمخه له افغانستان څخه بهر د متحده ایالاتو د نړیوالو رسنیو د خبریالانو په انتقال کې د امریکا د حکومت "ناکامي"، "سپکاوی" ګڼلی دی.