شاته

د امریکايي عسکر ووتل؛ طالبان واشنګټن او نړۍ سره ښه روابط غواړي 

طالبانو د سه شنبې په ورځ اګست ۳۱ (وږي۹) د کابل له هوايي‌ میدان څخه د امریکايي ځواکونو وتل ونمانځل او دا یې د «نورو یرغلګرو» لپاره یو درس وګاڼه، مګر وايي چې له امریکا او نړیوالې ټولنې سره ښه روابط غواړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل «زموږ د ټولو لپاره بریا»‌ ده. هغه په خپلو خبرو کې د طالبانو د حکومت کولو په اړه هم ځینې اشارې ورکړې.

د کابل هوايي ډګر د طالبانو د «بدري قطعې» په لاس کې دی او هغوی ته سپارښتنه شوې ده چې له افغانانو سره ښه چال چلند وکړي.

ذبیح الله مجاهد دغې قطعې ته په خطاب کې وویل: «له افغانانو سره مهربان او ښه چلند وکړئ. عام خلک د ښه چلند لایق دي.»

هغه همدغه راز طالبانو ته وویل: «تاسو د خلکو خادمان یاست او نباید په هغوی باندې ځانونه لوړ وګڼئ.»

سره له دې چې د طالبانو له لوري د کابل تر نیول کېدو وروسته، د خلکو په ټېل ماټېل او بېروبار کې د هوايي ډګر ځينې تاسیسات زیانمن شوي، خو طالبان وايي چې د کابل هوايي ډګر به د ملکي‌ پروازونو لپاره اماده شي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن اعلان کړی و چې د روان ۲۰۲۱ د اګست په ۳۱ به یې په افغانستان کې پوځي ماموریت پای ته ورسېږي.

د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال فرانګ مککنزي وویل چې د امریکا وروستۍ پوځي الوتکه د ټاکل شوي ضرب الاجل څخه یوه دقیقه مخکې له افغانستان څخه ووتله.

د امریکا او ایتلاف الوتکو په شاوخوا یوه میاشتې کې له افغانستان‌ څخه ۱۲۳۰۰۰ کسان اېستلي دي. په دوی کې امریکايي‌ او د نورو هېوادونو اتباع هم وو، خو اکثریت یې افغانان وو، چې د بهرنیو ځواکونو ترجمانان، د نړیوالو ټولنو همکاران،‌ د بشري حقونو فعالان، خبریالان، د افغان حکومت مامورین او نور په کې شامل دي.

جنرال مککنزي وویل: «طالبانو ژمنه کړې چې خلکو ته به د وتلو مصونه لار ورکوي او نړۍ به طالبان په دغې ژمنې نیسي.»

د امریکا ولسمشر جو بایډن د افغانستان څخه د ټولو امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته د خپلو نظامي قوماندانانو او ځواکونو مننه وکړه او ویې وستایل.

ښاغلي بایډن په یوې اعلامیې کې ویلي چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د ماموریت د نه تمدید کولو د پریکړې په هکله به نن سه شنبه اګست ۳۱ (وږي۹) ملت ته وینا کوي.

په اعلامیه کې ویل شوي، "د بهرنیو چارو د وزیر څخه مې غوښتي چې د خپلو نړیوالو ملګرو سره ګډ کار وکړي چې ډاډمن شو ټول امریکایي اتباع، افغان همکاران او هغه بهرنيان چې غواړي هغه هیواد (افغانستان) پریږدي، وکړی شي چې ووځي. "