شاته

امریکا له افغانستان څخه ووتله؛ ننګونې څه دي؟ 

امریکايي عسکر د اګست په ۳۱ نېټه له افغانستان څخه ووتل او په لومړي ځل په تېرو ۲۰ کلونو په افغانستان کې دا مهال هېڅ بهرنی عسکر نشته.

مګر له افغانستان څخه د عسکرو وتل په دې مانا نه دي چې هر څه ختم شول، لا هم د ولسمشر جوبایډن اداره له سختو انتقادونو سره مخامخ ده، په تېره بیا له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو دهمکارانو او نورو اسیپ پذیره لسګونه زره افغانانو د اېستلو د ماموریت په اړه.

اسیب پذیر افغانان

د امریکا عسکرو د اګست له ۱۴ نېټې راهېسې شاوخوا ۵۵۰۰ امریکايي اتباع له افغانستان څخه واېستل خو بیا هم یو شمېر امریکایي اتباع په افغانستان کې له خپلو کورنیو سره پاتې دي.

د امریکا حکومت هیله لري چې طالبان امریکايي اتباعو او ټولو هغو کسانو ته چې له افغانستان څخه وتل غواړي، مصونه لاره ورکړي.

خو د کابل له هوايي ډګر څخه د امریکایي عسکرو له وتلو وروسته اوس دا غیر واقعي ښکاري‌ چې بهرني اتباع او د بهرنیو ځواکونو ترجمانان، همکاران، د بشري حقونو فعالان او نور اسیب پذیره افغانان له افغانستان څخه ووځي.

یو شمېر امریکايي چارواکي او د ګانګرس غړي‌ اندېښنه لري چې ښايي دا خلک د طالبانو له غچ اخیستونکو بریدونو سره مخامخ شي.

مګر امریکا او لسګونو نورو هېوادونو ویلي دي چې طالبانو ژمنه کړې هغو خلکو ته به، چې د سفر اسناد لري، له افغانستان څخه د وتلو مصونه لار ورکوي.

د کابل د هوايي ډګر برخلیک

په تېرو دوو اونیو کې ۶۰۰۰ امریکايي‌ عسکر د کابل په هوايي ډګر کې دېره وو چې د تخلیې د ماموریت امنیت ونیسي.

اوس طالبان له ترکیې او قطر سره په تماس کې دي چې افغانستان ته او له افغانستان څخه د ملکي پروازونو په پيلولو کې مرسته وکړي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د شنبې په ورځ وویل چې د کابل په هوايي ډګر کې د ملکي پروازونو تر پیل مخکې باید د میدان ځینې برخې بیا ورغول شوي.

په تېرو دوو اونیو کې د کابل په هوايي‌ ډګر کې د خلکو د بېروبار او تخلیې د ماموریت له کبله د دغه هوايي ډګر ځینې برخې زیانمنې شوې دي.

په تېرو شپږو کلونو کې ترکیې د ناټو په چوکاټ کې د کابل د هوايي‌ ډګر امنیت په غاړه لره.

د کابل د هوايي ډګر بیا پرانیستل له نړۍ سره د افغانستان د پیوستون او افغانستان ته د بشري مرستو د پروازونو د راتلو لپاره هم مهم او حیاتي دي.

د طالبانو او امریکا روابط

امریکایي چارواکي‌ وایي دا مهال یې په افغانستان کې هېڅ‌ دپلومات نه دی پاتې او له طالبانو سره اینده روابط به د هغوی د چال چلند په اساس وي.

خو د امریکا حکومت باید په دې اړ پرېکړه وکړي چې څنګه په افغانستان کې د بشري او اقتصادي کړکیچ مخه ونیول شي.

ملګري‌ ملتونه وايي په افغانستان کې څه باندې ۱۸ میلیون خلک -د ټول نفوس نیمایي- مرستو ته اړتیا لري او تر پنځو کلونو د کم عمره ماشومان نیمایي یې خوارځواک او سوتغذیه دي.

د بریتانیا په ګډون یو شمېر هېوادونو ویلي دي چې هېڅ هېواد باید د طالبانو حاکمیت د افغانستان د مشروع حکومت په توګه په رسمیت ونه پېژني.

د طالبانو په لومړي دور کې (۱۹۹۶-۲۰۰۱) یوازې پاکستان، سعودي عربستان او متحدو عربو اماراتو د طالبانو نظام په رسمیت پېژنده.

د داعش تهدید

په افغانستان کې داعش ډلې ګواښ ښايي یوازینۍ وسیله وي‌ چې د امریکا د متحدو ایالتونو او طالبانو ترمنځ همکارۍ ته لار پرانیزي. خو له طالبانو سره د امریکا د هماهنګۍ او د داعش په ضد د معلوماتو د احتمالي‌ شریکولو د څرنګوالي په اړه پوښتنې شته دي.

د داعش-خراسان ډله په ۲۰۱۶ کې په افغانستان کې رادبره شوه. دې ډلې په تېرو څو کلونو کې د ځینو خونړیو بریدونو مسولیت اخیستی دی او په خاص ډول په شیعه اقلیت باندې.

د داعش-خراسان ورستی خونړی برید د کابل د هوایي‌ ډګر مخې ته ځانمرګی برید و چې بهر ته په تلوونکو افغانان وشو. په دغه برید کې شاوخوا ۱۶۰ افغانان او ۱۳ امریکايي عسکر ووژل شول او لسګونه نور کسان ژوبل شول.

د امریکا ولسمشر جوباید د دغه برید له غندلو وروسته د غچ اخیستلو ګواښ وکړ. له برید وروسته امریکایي ځواکونو په ننګرهار او کابل کې هوايي بریدونه وکړل.‌

د امریکا پوځ وايي‌چې په ننګرهار کې په ځانمرګي برید کې دخیل کس او په کابل کې په هوايي ډګر باندې د ځانمرګي برید لپاره د داعش چمتو شوی موټر په نښه کړي دي. خو عیني شاهدان وايي‌ چې د کابل په برید کې ځینې ملکي خلک هم وژل شوي‌ دي،‌ امریکايي چارواکي وايی د ملکي تلفاتو په اړه پلټنې کوي.

له دې هر څه سره سره لا معلومات نشته چې په افغانستان کې د داعش څومره جنګیالي شته او څومره قوي دي.