شاته

بایډن تر ۲۰ کلن نظامي ماموریت وروسته د افغانستان نه ووتو

د امریکا جمهور رئیس جو بایډن د افغانستان نه د ټولو امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته د نظامي قوماندانانو او ځواکونو نه مننه وکړله او هغوي یې وستایل.

ښاغلي بایډن د دوشنبې په ورځ اګست ۳۰ (وږي۸) په یوې اعلامیې کې ویلي چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د ماموریت د نه تمدید کولو د پریکړې په هکله د سه شنبې په ورځ اګست ۳۱ (وږي۹) ملت ته وینا کوي.

په اعلامیه کې ویل شوي، "د بهرنیو چارو د وزیر نه مې غوښتي چې د خپلو نړیوالو شریکباڼو سره ګډ کار وکړي تر څو ډاډمن شو چې ټول امریکایي اتباع، افغان همکاران او هغه بهرني اتباع چې غواړي هغه هواد (افغانستان) پریږدي، وکړی شي چې ووځي. "

د ښاغلي بایډن په وینا امریکایي ځواکونو په تیرو ۱۷ ورځو کې د امریکا په تاریخ کې د تخلیې تر ټولو ستر عملیات وکړل او تر ۱۲۰ زرو ډیر امریکایي اتباع، د ملګرو هیوادونو اتباع، افغان همکاران او د خطر سره مخ افغانان د افغانستان نه وایستل او اوس په افغانستان کې ۲۰ کلن نظامي ماموریت پای ته ورسید. "

جمهور رئیس جو بایډن د افغانستان د تخلیې د بهیر په خاطر د امریکا د ولس نه مننه وکړله .

هغه وویل، " د امریکا د ټول ولس نه د دریو شیانو منندویي کوم. لومړی د امنیتي ځواکونو او دیپلوماتانو نه چې دا عملیات یې د ډیر لوړ خطر سره سره وکړل. دویم د رضاکارانو هغه شبکه چې د خطر سره مخ کسان یې مشخص کړل او د تخلیې په بهیر کې د هغوي سره مرسته وکړله. او دریم ټول هغه کسان چې اوس او په آینده کې افغان همکارانو ته په متحده ایالاتو او ټولې نړۍ کې د هغوي په نویو کورونو کې هرکلی وایي. "