شاته

د افغانستان د درې رنګه بیرغ په ملاتړ مطاهرې؛ څو تنه وژل شوي 

د افغانستان په څو ښارونو کې د پنجشنبې په ورځ اګست ۱۹ (زمري ۲۸) ددې هیواد د لر غوني درې رنګه بیرغ په ملاتړ مظاهرو کې څو تنه وژل شوي دي.

هغه ویدیو چې په رسنیو کې خپره شوې ښیي چې یوې ډلې نارینو او یو شمیر ښځو د "زمونږ بیرغ زمونږ هویت" شعارونو په ورکولو سره د افغانستان تور، سور او زرغون درې رنګه بیرغ په کابل کې هسک او ورپاوه. اعتراض کوونکو د "الله اکبر" نعرې وهلې.

پدې ترڅ کې د کونړ ولایت په مرکز اسعد اباد کې د ملي درې رنګه بیرغ په ملاتړ مظاهرو کې څو تنه ووژل شول. خو څرګنده نده چې دغه مرګ ژوبله د طالبانو د ډزو په نتیجه کې شوې او که په ګڼه ګوڼه کې. طالبانو پدې هکله څه ندي ویلي.

یو عیني شاهد سلیم رویترز اژانس ته ویلي چې: "په پیل کې ډاریدم او نه مې غوښتل چې لاړ شم، خو کله چې مې ولیدل یو ګاونډی مې د مظاهرو سره یوځای شوی ما هم هغه بیرغ چې په کور کې مې درلود راواخیست او راووتلم. څو تنه د طالبانو په ډزو او ګڼه ګوڼه کې مړه او ټپیان شول."

دا پداسې حال کې دي چې پرون هم د جلال اباد په ښار کې په مظاهره کوونکو باندې د طالبانو په ډزو کې درې تنه وژل شوي او څو تنه نور ټپیان شوي دي.

د رویترز اژانس د دوو عیني شاهدانو او د پولیسو د یو پخواني مقام له قوله وایي ډزې هغه وخت وشوې چې د جلال اباد ښار یو شمیر اوسیدونکو هڅه وکړه چې د افغانستان درې رنګه بیرغ په یوه څلور لارې کې اوچت کړي.

پدې ترڅ کې د خوست ولایت یو شمیر ځوانانو هم د چهارشنبې په ورځ د هیواد د درې رنګه بیرغ په ملاتړ لاریون وکړ او له طالبانو یې وغوښنل چې د هیواد ملي بیرغ لرې نکړي. خو طالبانو اعتراض کوونکو ته خبرداری ورکړی چې که د مظاهرو نه لاس وانخلي نیول کیږي او ورسره به قانوني برخورد وشي.

د جمهور رئیس محمد اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح، چې د طالبانو ضد مقاومت د رامنځته کیدو په هڅه بوخت دی ددغو اعتراضونو ملاتړ یې کړی دی.

هغه په ټویټر لیکلي: "په مختلفو سیمو کې د طالب نیابتي ډلې پر ضد د ملي بیرغ د لوړولو په خاطر د هیواد د عزتمنو خلکو د وطنپاله زړور حرکتحرمت، ملاتړ او درناوی کون. یو شمیر کسان پدغه باعزته لار کې شهیدان شول."

امرالله صالح د سه شنبې په ورځ ځان پداسې حال کې د جمهوري ریاست متصدي اعلان کړ چې محمد اشرف غني له استفی او یا واک له انتقال پرته له هیواد وتلی دی.