ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


زابل کې بهرنیو جنګیالیو ځای پرځای کیدو د سیمه ایزو چارواکو اندیښنې

د زابل ولایت امنیتي او د ولایتي شورا چارواکو د دغه ولایت په یو شمیر سیمو کې د داعش او دالقاعدې ډلې پورې د تړلو بهرنیو جنګیالیو پر ځای په ځای کیدو اندیښنه ښودلې ده.

25.11.2016 امریکا غږ

په بلغاریې کې پنا غوښتونکو د پولیسو سره اخ او ډب کړی

دا پیښه په بلغاریې کې په هغه کمپ کې شویده چې اکثره پکې افغانان پراته دي. پولیس وایي د پیښې په تړاو یې دوه سوه کسان نیولي دي.

25.11.2016 امریکا غږ

سپین غر:نوي کمشنران دی گام په گام خپل فعاليتونه له خلکو سره شريک کړي

په افغانستان کې پر ټاکنو د څار سازمان مشر جانداد سپين غر اشنا راډيو ته وويل نوي کمشران دی د روان وضيعتپه نظر کې نيولو سره د لازمو اصلاحاتو لپاره برنامه جوړه او د راتلونکو ټاکنولپاره داسی نيټهچې انتخاباتو ترسرهکيدل پکې ممکن وي وټاکي. ښاغلی جانداد زياته کړه نوي کمشنران د قومي ترکيب په نظر کې نيولو سره د سیاسی مشرانو لخوا ټاکل شوي چې دا دوئ ته د انديښنې وړ خبره ده. هغه دا هم وويل د انديښنو د حل لاره دا ده چې د کميسيونو دارالا نشا که خپلواکه او مسلکي شي دا به تر يو حده د کمشنرانو د سیاسی کيدو مخه ونيسي. په افغانستان کې پر ټاکنو د څار سازمان مشر وايی کميسيونونه بايد قدم په قدم خپل فعاليتونه د خلکو سره شريک کړي ، د خلکو او کار پوهانو نه نظر واخلي تر څو پر ټاکنو د خلکو باور پيدا شي. ولسمشر غني د ټاکنیزو کمیسیونو پر خپلواکۍ ټینګار وکړ او ویې ویل "خلک د ټاکنیزو کمیسیونونو له غړو څخه تمه لري، ترڅو چاته په خپلو چارو کې د مداخلې اجازه ورنکړي او خپل مسولیت د اساسي قانون پر بنسټ ترسره کړي".   جانداد سپين غر سره د نوشابې اشنا بشپړه مرکه دلته اوريدلائ شئ:  

24.11.2016 امریکا غږ

د چک جمهوریت پوهانو د انسان د سږو د درملنۍ ماډل جوړ کړ

کارپوهان وایي د سږو د درملنۍ دغه نوی ماډل به د استما یا ساه لنډۍ د ناروغۍ په درملنه له ډاکترانو سره زیاته مرسته وکړي.

24.11.2016 امریکا غږ

د ناټو پر مرکز برید کې د استخباراتو د همکارۍ نه شتون

افغان چارواکي وایي د بگرام په پوځي اډې کې د وروستي ځانمرگي برید نه وروسته اوس امریکایي پوځیان د استخباراتي معلوماتو په شریکولو کې له دوی سره همکاري کوي.

24.11.2016 امریکا غږ

پاکستان، روسیه او چین د افغانستان په اړه سلامشورې کوي

افغان چارواکو د طالبانو او مسکو ترمنځ د اړیکو په اړه د روسیې د استازي خبرې د اندیښنې وړ بللي دي.

24.11.2016 امریکا غږ

حمیدي: یوازې جزائي اجرأت له ښځو سره تاوتریخوالی نشي کمولی

د افغانستان لویې څارنوالۍ د پنجشنبې په ورځ له دریو وزارتونو او د سیمه ایزو ارګانونو له خپلواکې ادارې له ښځو سره د ښځو د تاوتریخوالي د مخنیوي څلور هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

24.11.2016 امریکا غږ

د نورستان په دواب کې د تودې جګړې اومه ورځ

حکومتي ځواکونو په نورستان کې طالبانو ته د درنو تلفاتو د اړولو ادعا کړې، خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

24.11.2016 امریکا غږ

د افغان لوبغاړو په ګډون د امریکا د کرکټ سیالۍ نن پیلیږي

په لومړي ځل د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم مشهور لوبغاړي د امریکا په کرکټ میدان لوبیږي

24.11.2016 امریکا غږ

هندي الاصله امریکایۍ په ملګرو ملتونو کې د امریکا د سفیرې په توګه نومول شوې

د متحده ایالاتو منتخب جمهور رئیس دونالډ ټرمپ هندي الاصله امریکایۍ او د جنوبي کاریلونا والۍ نیکي هیلي په ملګرو ملتونو کې د امریکا د سفیرې په توګه ټاکلې.

24.11.2016 امریکا غږ

هند له ولس څخه پر پوځ د باور ساتلو غږ کړی

ّد کشمیر په لانجمنو سرحدې سیمو کې د هند او پاکستاني پوځيانو ترمنځ نښتو خلک سخت اندېښمن کړي دي.

23.11.2016 امریکا غږ

لورا بش ټرمپ ته: افغان ښځو لپاره مرستو ته دوام ورکړه

د امریکا د پخواني ولسمشر جورج بش میرمنې د افغان ښځو نه د ملاتړ په خاطر جایزه واخیسته.

23.11.2016 امریکا غږ

خلیلي: داعش تر طالبانو خطرناک دی

د افغانستان د حکومت یو پخوانی مقام په وروستیو ترهګریزو بریدونو کې د حکومتي کړیو لاس لرل "غیر منطقي" بولي.

23.11.2016 امریکا غږ

اردوغان وایي اروپا د ترهگرو سازمانونو خوا نیسي

د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان یو ځل بیا اروپا په دې تورنه کړه چې د ترهگریزو سازمانونو اړخ نیسي.

23.11.2016 امریکا غږ

ایران ګواښ وکړ که امریکا تړون مات کړ غچ به یې واخلي

د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه يي ګواښ کړی که پر ایران د متحدو ایالتونو د بندیز د مودې غزول تاید شي، تهران به يې غچ واخلي.

23.11.2016 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more