بلینکن د جي ۷ د بهرنیو چارو وزیرانو سره په افغانستان بحث وکړ
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټني بلینکن د اګست ۱۹ (زمري ۲۸) د جي ۷ هیوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره د افغانستان په وضعیت خبري وکړې.
په دې ان لاین غونډه کې د کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان او بریټانیا د بهرنیو چارو وزیرانو او د اروپايي ټولنې استازي برخه درلوده.
د جي ۷ د بهرنیو چارو وزیرانو د ټولو هغو کسانو په خوندي تګ ټینګار وکړ چې غواړي له افغانستان څخه ووځي. هغوی همدارنګه د یوه همه شموله سیاسي توافق د کیدو په ضرورت چې د ټولو افغانانو اساسي بشري حقونه تامین کړي، ټینګار وکړ.
په دې غونده کې د نړۍ ددغو سترو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ټینګار وکړ چې له طالبانو سره به د نړیوالې ټولنې اړیکې د هغوی د اعمالو پورې اړه ولري نه د هغوی د خبرو پورې.
د بهرنیو چارو وزیر بلینکن د جي اوه د بهرنیو چارو وزیرانو او همدارنګه د اروپايي ټولنې استازې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې، بشري هڅو ، کډوالۍ بحث وکړ او توافق وشو چې په ټولو برخو کې نږدې روابط ولري.
ښاغلي بلینکن له خپلو سیالانو څخه د افغانانو د ثابت ملاتړ له امله مننه وکړه.
نوموړي په داسې حال کې د جي اوه د بهرنیو چارو وزیرانو سره خبري وکړې چې نوموړي د اګست په ۱۸ په یوه ټویټ کې وویل، له خپلو نړیوالو متحدینو سره یوځای، پر هغو کسانو چې په ټول افغانستان کې قدرت او اقتدار لري، غږ کوي چې د میرمنو او نجونو حقونه خوندي کړي.
هغه زیاته کړه، دا له نږدې څاري چې راتلونکی حکومت څنګه د هغوی حقونه او آزادي ګانې تامینوي.
د طالبانو له خوا د کابو ټول افغانستان تر نیول وروسته ، په افغانستان کې د نجونو او میرمنو د حقونو د خوندیتوب په اړه اندیښنې زیاتې شوي دي.