شاته

کوم هېواد به لومړی طالبان په رسمیت وپېژني؟

د طالبانو له لوري د کابل له نیول کېدو پوره یوه اونۍ وشوه خو لا هم د نړۍ هېوادونه په دې فکر کوي چې ایا دا ډله د افغانستان د حکومت په توګه په رسمیت وپېژني که نه؟

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ۱۹۹۹ کې د طالبانو ډله یوه ترهګره ډله وبلله او له شاوخوا شلو کلونو راهېسې هغوی یوه منزوي او په نړیواله کچه په رسمیت نه پېژندل شوې ډله بلل کیږي.

لا هېڅ یو هېواد هم د هغوی «اسلامي‌ امارت» په رسمیت پېژندلی نه دی او داسې ښکاري چې نړۍ به د هغوی په رسمیت پېژندلو کې بېړه نکوي. یو شمېر هېوادونو د طالبانو د رسمیت پېژندلو د خطرونو او ګټو په اړه بحثونه پيل کړي‌ دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل چې «په افغانستان کې واک په رسمي بڼه انتقال شوی نه دی» خو دغه وزارت په افغانستان کې د حاکمې طبقې په اړه څه ونه ویل.

داسې ښکاري چې روسیه او چین به په سیمه کې دخپل نفوذ د پراخولو او زیاتولو لپاره د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.

د ملګرو ملتونو د کړکیچ د نړیوالې ډلې مشر ریچارد ګوون وايي: «د امنیت شورا لویدیځ غړي هېوادونه د ښځو د حقونو په څېر مسائیلو باندې تمرکز کوي خو روسیه بیا د سیمې له امنیت او نشه يي توکو د قاچاقو له مسئلې سره لیوالتیا لري.»

هغه وویل چې د سیمې د امنیت په اړه د روسیې او چین عاجلې اندېښنې ته په کتو دا هېوادونه «له طالبانو سره د اړیکو لپاره ښه دلایل لري».

په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسلي نبنزیا د طالبانو له لوري د کابل تر نیول کېدو یوه ورځ وروسته پر افغانستان د امنیت شورا په عاجلې غونډې کې وویل: «بېړه نه شته» او په کابل کې به د روسیې سفارت خپل عادي فعالیت روان ساتي.

هغه وویل چې « د افغانستان وضعیت او د طالبانو مشخصو اقداماتو ته په کتو به» د طالبانو په هکله نور رسمي‌ ګامونه پورته کوي.

د طالبانو یوه ډله څه موده مخکې د چین د تیانجین ښار ته تللې وه او هلته یې له چارواکو سره خبرې کړې دي. چین تېره اونۍ له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په طالبانو باندې د فشار راوړلو په ځای باید هغوی ښه لوري ته «ترغیب او رهنمايي»‌ شي.

پاکستان چې له ډېره وخته د طالبانو پناه ځای بلل کیږي ویلي دي چې په افغانستان کې به د یو همه شمول سیاسي حل لپاره «خپلې فعالې هڅې» روانې ساتي.

ممکن لویدیځ هېوادونه هم په دې اړه خپل لیدلوري او نظرونه څرګند کړي. ټاکل شوې چې روانه اونۍ د جي-۷ هېوادونو مشران په افغانستان کې د روانو حالاتو په اړه غونډه او خبرې وکړي.

ښايي دا هېوادونه د طالبانو د رسمیت پېژندلو لپاره په یو لړ شرایطو او اقداماتو موافقه وکړي.

په ۱۹۹۰ کلونو کې دریو هېوادونو پاکستان، سعودي عربستان او متحدو عربو اماراتو، د طالبانو د هغه وخت نظام په رسمیت پېژنده او نورې نړۍ به ښاغلی برهان الدین رباني د افغانستان جمهور رئیس باله او له افغانستان سره به یې رسمي معاملې د هغه له حکومت سره کولې.

ښاغلي رباني بیا په ۲۰۰۲ کې پخواني ولسمشر حامد کرزي ته واک انتقال کړ. ولسمشر محمد اشرف غني‌ تېره یکشنبه کابل ته د طالبانو تر راتګ مخکې متحدو عربو اماراتو ته ولاړ، نه یې استعفا کړې او نه یې واک سپارلی دی.