شاته

روسیه: په پنجشیر کې د طالبانو ضد مقاومت منسجم کیږي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف، وایي د افغانستان د جمهور رئیس د لومړي مرستیال امرالله صالح او احمد مسعود په مشرۍ د طالبانو په وړاندې مقاومت د پنجشیر په دره کې د منسجم کیدو په حال کې دی.

ښاغلي لاوروف د پنجشنبې په ورځ اګست ۱۹ (زمري ۲۸) د خپل لیبیایي سیال سره له کتلو وروسته په مسکو کې په یو خبري کنفرانس کې وویل: "د ټول افغانستان خاوره د طالبانو په کنترول کې نده. د پنجشیر په دره کې د وضعیت په اړه رپوټونه شته چې د افغانستان د جمهور رئیس د مرستیال ښاغلي صالح او احمد مسعود [په مشرۍ] مقاومت رامنځته کیدل ښیي."

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا په افغانستان کې د یو ټول شموله حکومت د جوړیدو لپاره د سیاسي ګوندونو په مشارکت د هر اړخیزو خبرو غوښتنه وکړه.

د طالبانو ضد د وژل شوي جهادي قوماندان احمدشاه مسعود زوی احمد مسعود هم د طالبانو په ضد مقاومت د پیل کیدو خبر ورکړی دی او د طالبانو په وړاندې د خپل پلار د وخت مقاومت ته په اشارې چې د ۱۹۹۶ نه تر ۲۰۰۱ میلادي کال پورې یې کړی و ویلي دي چې د خپل پلار لار تعقیبوي.

احمد مسعود په یوې مقاله کې چې په واشنګټن پست کې خپره شوې ویلي‌ چې طالبان یوازې د افغانستان د خلکو ستونزه نده. هغه وایي‌ پر افغانستان به د طالبانو تسلط ددې لامل شي چې دا هیواد د ترهګرو او اسلام پالو په اصلي پټنځای بدل شي او یو ځل بیا به په افغانستان کې د نړۍ پر دیموکراسي د بریدونو طرحه جوړه شي.

احمد مسعود پدې مقاله کې د طالبانو پر ضد مقاومت څخه د غربي هیوادونو د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

د طالبانو په ضد مقاومت اعلان پداسې حال کې کیږي چې د سه شنبې په ورځ امرالله صالح ځان د حقوقي پلوه د جمهوري ریاست متصدي وګاڼه، ځکه جمهور رئیس له هیواد نه وتلی دی.

اوسمهال پنجشیر چې د طبیعي دفاع له نظره شهرت لري یواځنی ولایت دی چې د طالبانو تر ولکې لاندې ندی.

مسکو په احتیاط سره په کابل کې نوي مشرتابه ته خوشبینه دی او هڅه کوي د طالبانو سره په تماس نیولو سره د پخواني شوروي اتحاد اسیایي جمهوریتونو ته د بې ثباتۍ د نفوذ مخنیوی وکړي.

پداسې حال کې چې متحده ایالات او نور هیوادونه له کابل څخه د خپلو اتباعو د ایستلو اقدام کړی، روسیې ویلي چې ددې هیواد سفارت په کابل کې کار ته دوام ورکوي.

د روانې اونۍ په پیل کې په افغانستان کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف، په کابل کې له طالبانو سره وکتل او د روسیې دولتي تلویزیون سره په خبرو کې یې دغه کتنه "مثبته" وګڼله.

کرملن پدې وروستیو کلونو کې د طالبانو سره چې روسیه یې سخت دریځه ډله ګڼي، اړیکه نیولې او څو ځلې یې په مسکو کې ددغې ډلې د استازو کوربتوب کړی دی.