شاته

جنوبي کوریا له کابل څخه ۳۸۰ افغانان باسي 

جنوبي کوریا د چهار شنبې په ورځ اګست ۲۵ اعلان وکړ چې غواړي کابو ۳۸۰ افغانان له کابل څخه وباسي.

د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وایي ډیری دغه کسان چې له خپلو کورنیو سره ایستل کیږي هغه افغانان دي چې په افغانستان کې یې د جنوبي کوریا له فعالیتونو سره همکاري‌ کړېده.

ښاغلي چوي جانګمون وویل:" زموږ حکومت د روانې میاشتې په پیل کې پریکړه وکړه چې هغوی زموږ په هیواد کې قبول کړي، دا زموږ د هغو افغان همکارانو په وړاندې اخلاقي مسولیت دی کوم چې په خطر کې دي. همدارنګه د بشري حقونو په برخه کې د یوه مخکښ هیواد او د نړیوالې ټولنې د غړي په توګه دا زموږ مسولیت دی."

د یاد هیواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیال چوي جانګمون ویلي دا د حکومت "اخلاقي مسولیت" دی چې یاد افغانان وباسي.

د ښاغلي جانګمون په وینا:" زموږ حکومت هڅه کوي‌ د سیمه ایزو کارمندانو په ګډون ۳۸۰ هغه افغانان راانتقال کړي‌ کوم چې په افغانستان کې یې زموږ له فعالیتونو سره مرسته کړېده. د هغوی میرمنې، واړه ماشومان او پلارونه او میندې هم راوستل شي. هغوی اوس د کابل هوایي ډګر ته داخلیږي او سبا به د انچیون هوایي ډګر ته په یوې نظامي الوتکه کې راورسیږي."

نوموړي وویل یاد کسان به تر رارسیدو وروسته حکومتي محلاتو ته ولیږدول شي او هلته به د کرونا ویروس قرنطین پیل کړي.

پداسې حال کې چې د افغانستان نه د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو وروستۍ نیټې ته یوازې ۸ ورځې پاتې، امریکایي ځواکونو د افغانستان نه د پام وړ کسانو د ایستلو بهیر چټک کړی.

سپینې ماڼۍ ویلي چې د دوشنبې په ورځ ، اګست ۲۳ (وږي ۱) یوازې په ۱۲ ساعتونو کې د حامد کرزي د نړیوال هوایي ډګر څخه ۱۰۹۰۰ کسان په الوتکو کې ایستل شویدي.

امریکایي ځواکونو د جولای د میاشتې راپدیخوا چې د افغانستان نه د تخلیې پرواګرم یې پیل کړی تر اوسه یې ۵۳ زره کسان په الوتکو کې ایستلي دي.

پنټاګان ویلي چې ایستل شوي کسان امریکایي اتباع، هغه افغانان چې د امریکایي ځواکونو یا حکومت سره یې د ژباړونکو په توګه یا نورو دندو کې کار کړی، د ځانګړو ویزو درخواست کوونکي او هغه کسان وو چې په غیرې دولتي مؤسسو، مطبوعاتو او یا نورو دندو د ترسره کولو په خاطر د طالبانو د بریدونو د خطر سره مخامخ وو.